27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د نړۍ د روغتيايي سازمان خبردارى: افغانان بايد کرونا جدي ونيسي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)
- کابل / د وږي ۳۰ مه / باختر د نړۍ روغتيايي سازمان د هغه څه په اړه چې د کرونا ويروس د خپرېدو په وړاندې د افغانستان د خلکو بې پروايي بولي؛ خبردارى ورکړ. دغه سازمان وايي چې د افغانستان خلک د کرونا د خپرېدو خطر جدي نه دى نيولى. د نړۍ روغتيايي سازمان د خصوصي ښوونځيو او پوهنتونونو د زده کړو د پيل په اړه خواشيني څرګنده کړه او له افغانانو څخه يې وغوښتل چې په دې ناروغۍ اخته کېدل جدي ونيسي. د رسمي شمېرنې له مخې؛ تراوسه په افغانستان کې ٣٨ زرو ٩١٩ تنه په کرونا اخته شوي چې ١٤٣٧ تنه يې مړه شوي دي. اوس ويل کېږي چې په افغانستان کې په کرونا ويروس د اخته کسانو او مړو شمېر له رسمي شمېرنو څخه زيات دى. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې د کرونا ويروس د دويمې څپې د خپرېدو خبر ورکړ. ختم- شکريه- اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.