27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په ١٠ نورو ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین دويمه دوره پیل شوه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت د خپلو روغتیايي شريکانو په همکارۍ نن د هېواد په لسو نورو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین دويمه دوره پیل کړه چې پنځه ورځې به دوام وکړي. د دغه کمپاین موخه دا ده چې د پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، لوګر، میدان وردګو، پروان، کندز، بغلان او نورستان په  ۱۱۲ ولسوالیو کې له پنځه کلنى څخه کښته دوه ميلیونه ماشومان د پولیو ویروس په وړاندې واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست  ډاکټر احمد جواد عثماني وویل:" د پولیو وحشي ویروس زموږ د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ دی. له نیکه مرغه ، د دغه ویروس پر وړاندې یو ډېر اغېزمن او خوندي واکسین شته چې زموږ د داوطلب روغتیایی کارکوونکو لخوا په وړیا توګه د هغوی د محافظت او خوندیتوب په خاطر ورکول کېږي. زه له ټولو  کورنیو څخه غواړم چې د پولیو وحشی ویروس د کرونا ویروس په څېر جدي ونیسي او خپل ماشومان د کمپاین په هر پړاو کې د دې وژونکې او دایمي فلج کوونکې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي. په دې توګه، موږ کولای شوو د نړۍ د نورو هېوادونو په شان، د تل لپاره  پولیو په خپله خاوره کې له منځه یوسو."
د روان زیږدیز کال له پیله راپدېخوا، په هېواد کې د پولیو ٤۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ۳۳ يې له سویلي حوزې، ۷ يې له لوېدیځې حوزې، ۳ یې سویل ختیځې حوزې، ۲ یې له ختیځې حوزې او یوه یوه پېښه هم له شمالي او شمال ختيځو حوزو راپور شوې ده.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې تراوسه هم د پولیو نښې په کې ليدل کېږي.
د يادونې وړ ده چې د دغه کمپاين لومړۍ دوره د روان کال د وږي په ٣مه د هېواد په لسو نورو ولايتونو کې تطبيق شوې ده.
پاى / شکريه

Last modified on Tuesday, 29 September 2020 04:39

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.