22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

 په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

 جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د فراه والي په دغه ولایت دوه روغتونونه ولیدل

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۹ مه / باختر
د فراه والي ستر جنرال تاج محمد جاهد پرون د ولایتي او د کوېډ-۱۹ روغتونونو بېلابېلې څانګې وليدلې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په ليدنه کې د فراه له والي سره، د ولایتي شورا رییس، د ولایت د مقام د دفتر رییس، د عامې روغتیا رییس او د ولایتی روغتون آمر هم حاضر وو.
د فراه والي د ولایتي روغتون له ناروغانو څخه د کتنې په وخت کې د دغه روغتون له مسوولينو سره د موجودو ستونزو او حل لارو په اړه خبرې وکړې.
د فراه والي وویل: سیمه ییزه اداره به د امکاناتو د برابرولو او په روغتون کې د موجودو ستونزو د حل لپاره هلې ځلې وکړي.
د فراه والي په دغه ولایت کې د مسوولينو په وخت خدمتونه وستایل او پر زيات او په وخت خدمتونه يې ټینګار وکړ.
د فراه د سیمه ییزې ادارې مشرتابه له د بستري ناروغانو د احوالو پوښتنه وکړه او له یو شمېر ناروغانو سره یې مرسته وکړه.
پای/شکریه

 

Last modified on Thursday, 01 October 2020 04:03

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.