21 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د څه ناڅه پنځوسو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ : په کندز ولايت کې د تيرو...

په فارياب کې ښځو زياتې رايې وکارولې

ميمنه \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټ د فارياب ولايت په انتخاباتوکې له نارينه و...

په بدخشان کې د نهو تنو وسله والو ډار اچوونکو وژل کيدل

فيض آباد \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ نهه تنه وسله وال ډار اچوونکي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ : په کندز ولايت کې د تيرو دوو ورځو په بهيرکې څه ناڅه ٥٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. باختر آژانس د امنيتي خبرځايونو له خولې خبر راکړ: څه ناڅه ٥٠ تنه وسله وال طالبان په کندزښار، د امام صاحب، چاردرې او خان آباد په ولسواليو او د خان ولسوالۍ د لويې په تګلورې کې د امنيتي ځواکونو د ځمکنيو او هوايي بريدونو له امله وژل شوي دي . په وژل شويوکسانوکې په ناصري مشهور د الهام ورور حاجي احمد د امام صاحب ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مسوول او د وسله والوطالبانو څو تنه سرګروپان هم شامل دي. په دغوپيښوکې په لسګونو تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي او د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه يوړل شوي دي. دغه راز افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په دغه ولايت کې د دغو عملياتو په ترسره کولو سره د انتخاباتو د بهير د ګډوډلو مخه ونيوله او وسله وال طالبان يې پرې نښودل چې هدف ته ورسيږي. خو وسله والو دښمنانو د کندزپه ښار څو توغندي وتوغول چې له امله يې ٨ تنه ملکي وګړي شهيدان او ٦٨ تنه نور ټپيان شول. د کندز د عامې روغتيا رئيس ډاکترعبدالمتين عاطفي وويل چې د دغو ټپيانو د درملنې په برخه کې په بشپړه توګه رسيده ګې شوې ده . پاى \ ذکرالله \
ميمنه \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټ د فارياب ولايت په انتخاباتوکې له نارينه و څخه د ښځو شتون پراخ و او زياتې راى يې وکارولې. د فارياب د والي وياند جاويد بيدار د دغه مطلب په بيانولو سره باختر آژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د زياتو امنيتي ګواښونو په شتون سره سره، په انتخاباتوکې له نارينه و څخه د ښځو شتون زيات و. ده زياته کړه: د بلچراغ او کوهستاناتو په ولسواليوکې چې د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندې دي، انتخابات ترسره نه شول. بيدار وويل: د غورماچ، قيصار، المار، شرين تګاب، خواجه سبزپوش، دولت آباد او ګرزيوان په ولسواليوکې انتخاباتي مرکزونه د لوړو امنيتي ګواښونو له امله وتړل شول. د فارياب ولايت سيمه ييزو مقاماتو دغه راز په دغه ولايت کې د پارلماني انتخاباتو د راى شمېرنې د بهير د پاى ته رسولو يادونه وکړه. د بيدار د څرګندونو له مخې، په فارياب ولايت کې د راى ورکولو د ١٢٨ مرکزونو له جملې څخه يوازې ٨٢ مرکزونه يې فعال و. پاى – ذ
فيض آباد \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ نهه تنه وسله وال ډار اچوونکي پرون په بدخشان ولايت کې ووژل شول. د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال ډار اچوونکي د دغه ولايت د ارګو او راغستان ولسواليو په مربوطاتوکې د امنيتي او دفاعي ځواکونوپه عملياتوکې ووژل شول. رضايي وويل: په دغو عملياتو کې پنځه تنه ډار اچوونکي ټپيان شول او يو ډار اچوونکى ونيول شو. د ارګو په ولسوالۍ کې څو کلي د دښمن له شتون څخه پاک شول او د هغوى دوه کلاشينکوفونه هم د امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي. پاى\ ذکرالله \
تالقان \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ : اته تنه وسله وال طالبان پرون په تخار ولايت کې ووژل شول. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير د باختر آژانس خبريال ته وويل: پنځه تنه وسله وال طالبان د دغه ولايت د ينګي قلعه ولسوالۍ په مرکزکې په هوايي بريد او له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول. دغه راز د وسله والو طالبانو يو جګپوړى قوماندان قاري نقيب الله له دوو تنو ساتوونکو سره يې د يوه هاوان د چاودنې امله ووژل شول. اسير زياته کړه: وسله والو طالبانو د انتخاباتو د بهير د ګډوډولو په خاطر په لسګونو هاوانونه د خواجه غار ولسوالۍ پر هزارباغ کلي وتوغول او يو يې د دوى په خپل منځ کې وچاوديد او ووژل شول. د يوبل خبرله مخې: دوه تنه وسله وال طالبان د سرپل- جوزجان د لويې لارې په تګلوري حد بخشي سيمه کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول . پاى \ذکرالله \
کابل \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ : په ننګرهارولايت کې ١١ تنه نن د يوه ماين د چاودنې له امله شهيدان شول. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه ولايت د اچين ولسوالۍ په مومند دره سيمه کې يو سراچه ډوله موټرپه سړک کې په يو ښخ ګړاى شوي ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې د شپږو ماشومانو او يوې ميرمنې په ګډون ١١ تنه شيهدان شول. ويل کيږي دغه قربانيان د يوې کورنۍ غړي وو. خوږياڼي وويل: تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړاى شوي و او که د داعشيانو له خوا. مخکې له دې په دې سيمه کې وسله وال داعشيان شتون درلود. پاى\ ذکرالله \
شبرغان \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ د جوزجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې نن له غرمې مخکې د استوګنې په کورونو د وسله والو طالبانو د هاوانونو د لګيدو له امله اووه تنه ملکي وګړي ټپيان شول . باختر آژانس د شاهين قول اردو د خپرې شوې مطبوعاتي اعلاميې له مخې خبر ورکوي چې وسله والو طالبانو د آقچې ولسوالۍ د استوګنې په يوشمېرکورونو څو هاوانونه وتوغول چې له امله يې د دغې ولسوالۍ اووه تنه ملکي وګړي ټپيان شول او د استوګنې څو کورونه هم زيانمن شوي دي . پاى \ ذکرالله \
اسعدآباد \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ : د کونړ ولايت له ولسواليو څخه د دغه ولايت مرکز ته د د راى ورکولو د صندوقونو د ليږدونې بهير پيل شوى دى. د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې، د دغه ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مقاماتو وويل چې تر اوسه پورې له ديارلسو ولسواليو څخه د راى ورکولو صندوقونه مرکز ته ليږدول شوي دي او يوازې د دوو ولسواليو صندوقونه نه دي ليږدول شوي چې ټاکل شوې ده تر څو ساعتونو پورې دغه کار هم ترسره شي. پاى – ذ
تالقان\باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ : په تخار ولايت کې د يوې کورنۍ پنځه غړي پرون مازيګر شهيدان شول. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت په اشکمش ولسوالۍ د استوګنې په يوه کور د توغندي د لګيدو له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي شهيدان شول. اسير زياته کړه چې په دې پيښه کې د دغې کورنۍ څلور غړي ټپيان شول. اسير وويل چې دغه توغندى د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوى دى. پاى – ذ

 کابل \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ :  
د راى ورکولو په زياترو سيموکې تر اوسه پورې هم د بايومتريک دستګاوې د نه فعاليت او د راى ورکوونکو د فهرست د نشتوالى ستونزې په خپل ځاى پاتې دي.
د باختر آژانس د خبريالانو د خبر له مخې: د کابل ښاريان دغه راز د راى ورکولو مرکزونو او سيمو ته ځي ترڅو خپلو خوښو نوماندانو ته رايه ورکړي. خو په زياترو دغو مرکزونوکې د بايومتريک دستګاوې کار نه کوي او په ځينو سيموکې د راى ورکوونکو د فهرست نشتوالى ستونزې جوړې کړې دي.
په همدې حال کې د کابل ښاريان، په شپږمې او ديارلسمې ناحيو کې د راى ورکولو د يوشمېر مرکزونو او سيمو د نه پرانستلو له امله شکايت کوي.

 نړيوالې خبري منابع \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ :     
په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو بنیاد وايي، په انتخاباتي‌ مرکزونو کې د رأی ورکولو  د بهیرناوخته پیل سبب شو چې د دوی ناظرین له ستونزو سره مخامخ شي. 
دې ادارې پرون شنبه د اکټوبر۲۰مه په یوه بیان کې وویل چې په ۲۵ ولایتونوکې یې ۱۸۵ ناظرانو د مازدیګرله څلورنیمو بجو د ماښام ترنهو بجو انتخاباتي بهیرڅارلی، خو دهوا له تيارې سره د هغوی ښځینه څارونکې مجبوره شوي چې کورونوته ولاړې شي.
ټیفا په خبرپاڼه کې دا چې د انتخاباتو بهیر د یکشنبې ته تمديد شو، سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي‌ چې دا کار درغلیو ته لاره جوړوي.
د انتخاباتو د څارنې دې ادارې د شنبې د ورځې په ټاکنو کې تخنیکي ستونزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ټاکنو د پایلې په اړه اندېښنه لري.
پاى \ذکرالله \

Page 1 of 6980