11 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې  دچګ جمهوريت  له سفير سره وکتل

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې دچګ جمهوريت له سفير سره وکتل

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم...

د( ګنج  قناعت)  دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

د( ګنج قناعت) دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
د ملي امنيت د ادارې ويندوى په پاکستان له تروريزم سره د مبارزې په کارکې د نه همکارۍ تور ولګاوه.
د ملي امنيت د ادارې ويندوى حسيب صديقي چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ څرګنده کړه چې افغانستان له تروريزم سره د مبارزې په کارکې د پاکستان له همکارۍ څخه خوښ نه دى.
ده وويل چې ملي امنيت پخوا په پاکستان کې د ډار اچوونکو د شتون په باب اطلاعات د دغه هيواد مقاماتو ته سپارلي دي، خو د پاکستان استخباراتو د ډار اچوونکو د ځاى او پتې په بدلولو سره هلې ځلې کړې دي چې زموږ استخباراتي اطلاعات بې ارزښته کړي.
د صديقي څرګندونې د پاکستان د صدراعظم د نړيوالو چارو د سلاکار سرتاج عزيز د هغو خبرو په ځواب کې دي چې په اسلام آباد کې يې د افغانستان له سفير سره کړې وې او ويلي و:
که چيرې افغانستان داسې سندونه او اطلاعات چې وکولاى شي د افغانستان په چاروکې د پاکستان لاسوهنه ثابته کړي؛ د پاکستان لوري ته وسپاري چې ورباندې خبرې وشې.
خو افغان امنيتي مقامات وايي: سرتاج عزيز د دغو سندونو د څيړنې واک او ځواکمني نه لري، ځکه د هيواد پوځيان يې سرتاج عزيز او د ده په شان څيرې د افغانستان په پيښوکې تجريد ساتلي دي.
د ملي امنيت د ادارې د ويندوى د مطبوعاتي غونډې جزييات وروسته خپريږي.

Wednesday, 27 August 2014 11:27

د اسعارو بيه

کابل\باختر\د وږي د مياشتې٥
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس د معلوماتو له مخې:
نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په30 /75  افغانيو پلورل په 35/ 75افغانيو

يوانګليسي پونډ پيرودل په80 / 93افغانيو پلورل په 85\ 93افغانيو

يوه يورو پيرودل په10 / 75 افغانيو پلورل په20 /75  افغانيو

يوسعودي ريال پيرودل په 20 /15پلورل30 /15افغانيو

د اماراتو يو درهم پيرودل په50 / 15 افغانيو پلورپه 60 / 15 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  568افغانيو پلورل په 569افغانيو
زرهندى کلدارې پيرودل په 940افغانيو پلورل په 950 افغانيو
او زر ايراني تومان پيرودل په30 /18 افغانيو پلورل په40  / 18 افغانيو

Wednesday, 27 August 2014 11:25

د هواحالات

کابل\باختر\ د وږي د مياشتې ٥
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينو سيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠ ، ټيټه  ١٣
شمالي سالنګ- آسمان وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٥، ټيټه  ٦
جنوبي سالنګ- آسمان وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٦، ټيټه ٩
قندهار- آسمان شين ، د تودوخې لوړه ٣٧، ټيټه ٢١
باميان-آسمان وريځ ، دتودوخې لوړه درجه ٢٧، ټيټه ١١
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢١
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧ ټيټه ٢٢
مزارشريف- آسمان ځاى ځاى وريځ،  د تودوخې لوړه درجه  ٤١ ټيټه ٢٧
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٦
جلال آباد- آسمان وريځ ،اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٦
غزني- آسمان وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ، ټيټه ١٢
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢١
خوست- آسمان وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ٢٣
جبل سراج- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣١ ټيټه ١٥
ميمنه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٨ ، ټيټه ١٦
شبرغان –  آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٣
فيض آباد- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه  ١٦
په کابل کې به سبا لمر په ٥ بجواو٢٣دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او ٢٨دقيقو ولويږي . 

کابل\باختر\د وږي د مياشتې٥
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت ٤ ډالره کمښت راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٨٧ ډالرو وړاندې کيدل، خو نن  په ١٢٨٣ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام سره زرکويټي په٢٥٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٠٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٨٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.

کابل باختردوږي د مياشتې  ٥  :
د پنجشيرولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا د ادارې مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرام په دويم پړاوکې څه د پاسه ٢٣٠ پراختيايي پروژې منظورې شوې دي.
ويل کيږي چې د دغو پروژو د کار د بشپړيدو په صورت کې به نږدې ٤٠ زره کورنۍ له ښيګڼو څخه يې ګټه واخلي .
د پنجشير ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا د ادارې رييس عظيم الرحمن خرمي نن د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه پروژې د دغه ولايت په بېلابېلو برخوکې تطبيقيږي او د دغو پروژو ټول لګښت څه دپاسه ٤٣٥ مليونه افغانۍ منظورې شوې دي.
خرمي زياته کړه چې تراوسه پورې د نږدې پنځوسو پروژو کار بشپړشوى دى او د نورو  پروژو د کار د پيلولو لپاره څيړنې به  په نږدې راتلوونکې پيل شي .
د پنجشير ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس وويل چې د دغو پروژو د کار د بشپړيدو په صورت کې به ٤٠ زره کورنۍ له ښيګڼو څخه به يې ګټه واخلي.
په همدې حال کې د سيمې يو شمېر اوسيدونکي په پنجشير ولايت کې د ملي پيوستون پروګرامونه ګټور بولي او وايي: يوازې هغه پروګرام چې تر اوسه پورې يوشان ددغه ولايت په ټولو برخوکې تطبيق شوى دى؛ د ملي پيوستون د پروګرام پروژې دي.

Wednesday, 27 August 2014 11:24

تبصــــره

کابل باختر د وږي دمياشتې  ٥ 
د وزيرانو شورا په خپلې وروستۍ غونډه کې د هېواد د١٣٩٤ کال د بودجې د سقف طرحه چې عادي او پرمختيايي بودجه پکې شامليږي؛ تائيدکړه چې کيداى شي د دې لپاره يو زيرى وي چې دولت په راتلوونکي مالي کال کې له جدي اقتصادي ستونزو سره نه مخامخ کيږي .
د باخترآژانس مبصر ليکي:
په داسې حال کې چې د ١٣٩٣مالي کال ترپاى ته رسيدو پورې څو نورې مياشتې پاتې دي؛ د هېواد د ماليې په وزارت کې د مسوولينو څرګندې څرګندونې د دې کار ښکارندوى دي چې هېواد له يو لړ مالي ستونزو سره مخامخ دى او که چيرې ورته پاملرنه ونه شي او حل نه شي؛ کيداى شي دغه ستونزې د خلکو په ژوندانه او د هېواد په اقتصاد باندې اغيزه وکړي.
ددغه شان انديښنو په شتون کې د ماليې وزارت په دې وروستيو وختوکې د پرمختيايي بودجې او عادي بودجې په ګډون د ملي بودجې طرحه د وزيرانو شورا ته وړاندې کړه چې د څه د پاسه څلور سوه شپيته مليارده افغانۍ پکې شاملې دي.
لکه څنګه چې د ماليې په وزارت کې مقامات وايي: د١٣٩٤ کال ملي بودجه له کورنيو عايداتو او د نړيوالې ټولنې له مرستو څخه تمويليږي او د ١٣٩٣کال له بودجې سره سم محاسبه شوې ده.
د ماليې د وزيردڅرګندونوله مخې: د١٣٩٤ کال د ملي بودجې په طرحه کې  د١٣٩٣ مالي کال د بودجې ٤ر١٥ مليارده افغانۍ کسر په پام کې نيول شوى دى.
د١٣٩٤ ملي بودجې طرحه هغه هم د شتو اقتصادي ستونزو او د ځينو سياسي ستونزو په وجودکيداى شي د دې زيرى ورکړي چې  په راتلوونکي مالي کال کې به د دولت  د دستګاه پولي ستونزې جدي نه وي.
د يو هېواد بودجه د دغه هېواد د لومړيتوبونو او اړتياوو پربنسټ برابريږي.
بودجه د اقتصادي ماهرانو له خوا د عايداتي منابعو پربنسټ د لومړيتوبونو په تشخيص سره برابريږي او له شک پرته دماليې وزارت مسوولين د متخصصو او په کار پوهو اشخاصو په توګه د ١٣٩٤ کال له ملي بودجې سره همدغه شان چلند کوي او هيله کيږي هغه اټکلونه  چې د راتلوونکى کال په مالي بودجه کې په پام کې نيول شوي دي؛ زياتره د عايداتي سرچينو پربنسټ وي. ځکه په تيرو وختونوکې زياتره هغه اټکلونه چې دعايداتي سرچينو اودعايداتو دراټولولو په باره کې شوي و؛  سم نه و او اوس خلک د چارو له مسوولينو څخه غواړي کوم ضمانت شتون لري چې نوي اټکلونه سم دي.
دغه راز د چارو په مسوولينو پورې اړه پيداکوي چې ملي شورا ته د دغې طرحې له وړاندې کولو مخکې دې دغه ټکى په ډاګه کړي. که چيرې دغه اټکلونه سم نه وي او يا له ستونزو سره مخامخ شي؛ د جبيره کولو بديل به يې څه وي؟ هيله ده چې په دې اړوند هم څرګند او روښانه ځواب شتون ولري.
د تيرو خبرو په اړوند، د راتلوونکي کال  د مالي بودجې طرحه د هېواد د مالي  چارو د سمون لپاره ښه زيرى دى. خو ځينې داسې واقعيتونه شته چې بايد د خلکو له نظر څخه لرې نه وي.
په تيرو وختونوکې په وار وار طرحه شوى دى چې بل چا پورې اړوند اقتصاد په هيڅ هېوادکې نتيجه نه ده ورکړې. 
دغه راز په تيرو ديارلسو کلونوکې د عايداتي سرچينو د فعالولو لپاره چې د عادي بودجې اصلي تغذيه کوونکي کيږي؛ ګټورکار ترسره نه شو. د راتلوونکى مالي کال په بودجه کې بيا هم په بهرنى مرستې ډډه لګول شوې ده. په داسې حال کې  چې مرستنديو هېوادونه خپلې مرستې  په خپلو شرايطو سره وړاندې کوي او لکه څنګه  چې جوته ده د راتلوونکى کال بودجه بيا هم په بهرنيو مرستو پورې  تړاو لري. په داسې حال کې  چې په هېوادکې د اوسنيو اقتصادي ستونزو ستر دليل له سترو هېوادونو سره زموږ بشپړه اقتصادي تړلتيا ده .
ښه به وي چې د ماليې وزارت مسوولين د عايداتي سرچينو د سالم مديريت، بديلو سرچينو او په اغيزمنه توګه له اسعاري زيرموڅخه د استفادې لپاره خپل نظر او اراده په ډاګه کړي .
دغه راز لازمه ده چې  ټاکلو هدفونو ته د رسيدو په مقصد د راتلوونکى مالي کال په بودجه کې د ځينو اضافي لګښتونو مخه ونيول شي او د دولت د مامورينو په  حقوقوکې  توپير پاى ته ورسول شي.
نن ورځ يوشمېر دولتي مامورين د دولتي معاش ترڅنګ له نورو مالي اميتازونو څخه هم استفاده کوي چې دا په خپله په  عادي بودجه کې اغيزمن دى.
هغه کسان چې نن ورځ امتيازي معاشونه ترلاسه کوي؛ په اداروکې د خلکو لپاره  د خدمت په ژمنې سره ټاکل شوي دي؛ آيا په همدې ژمنې سره د خلکو استازيتوب  کوي؟
په لومړى ګام کې د دغه شان امتيازونو له ترلاسه کولوڅخه تير شي چې عادي بودجه پياوړې شي.
داسې هيلې شته، که چيرې د راتلوونکى مالي کال بودجه د هېواد له اوسنيو شرايطو او واقعيتونو سره سم برابره شوې وي او تطبيقي اړخ ولري؛ کولاى شي   د زياتو دردونو دوا وکړي؛ له دې پرته به تيرې ستونزې بيا تکرارې شي .

کابل باختر د وږي  دويمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په ارزګان  ولايت کې دنويو نښتو له امله ووژل شول .
دغه جګړې  تيره شپه  ناوخته دارزګان ولايت مرکز ترينکوت ښار ته څيرمه هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې  طالبانو په پوځي کاروان بريد وکړ .
دارزګان ولايت دمرکز ترينکوت ښار  يوه امنيتي مسوول د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دغوجګړو  کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
  عيني شاهدان  وايي چې يرغلګر  په موټرسايکل  اوموټرو سپاره  وو او دپوځي کاروان د تيريدو په وخت کې يې ډزې وکړې.
ويل کيږي چې په دغوجګړو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکوته زيان نه دى اوښتى .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ  دجمهوري رياست  دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
  دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبرورکړ
په پيل کې داقتصادي کميټې  دپريکړو لنډيز دجمهور رييس ددويم مرستيال او ددغې کميټې درييس محمدکريم خليلي له خوا  غونډې ته وړاندې شو او وروسته داقتصاد وزير دهرات دسپڼسۍ نساجي دفابريکې  دفعالولو په باب  دموظف کميسيون  نظر په مفصله توګه غونډې ته بيان کړ .
دوزيرانو شورا دهرات دسپڼسۍ نساجي فعالول په اصولو کې تاييد کړه او دسوداګرۍ او صنايعو ،  ماليې ، اقتصاد او دعدليې  وزيران يې  موظف کړل چې ددغې فابريکې بيا احيا کول دې دماليې وزارت دنظر په پام کې نيولو سره  مطالعه کړي او خپل موافقه شوې پيشنهاد دې  دجمهوري رياست  مقام ته وړاندې کړي .
وروسته  داقتصادوزيردکورنيو هوايي شرکتونو دستونزو دلرې کولو په باب دموظف کميسيون نظر غونډې ته طرحه کړ چې دتاييد وړ ونه ګرځيد .
  له اجندا سره سم دلوړو زده کړووزارت معين د ١٣٩٢ – ١٣٩٣ کال  دکانکور دنتيجو په باب  غونډې ته داسې معلومات وړاندې کړل .
د ١٣٩٢ کال د دولسمو ټولګيو  دفارغانو دکانکور ازموينه  دهيواد په څليرويشتو ولايتونوکې په اته ديرشو حوزو کې دليندي دمياشتې  په لسمه نيټه  پيل او دکب دمياشتې په يو ويشتمه نيټه پاى ته ورسيده . په دغو ازموينو کې په شرايطو برابر له ٢٥٢٠٦٨تنو څخه دې ١٥١٦٤٠تنو نارينه و او د٧٧٢٨١تنو نجونو په شمول ٢٢٨٩٢١تنو په ازموينوکې ګډون کړي و چې په نتيجه کې يې ٥٤٤٦٢تنه ياپه سلوکې ٨ر٢٣تنه يې دلوړو زده کړو موسسو ته او ٥٤٣٣٠ تنه ياپه سلو کې ٧ر٢٣تنه يې نيمه لوړو زده کړو موسسو ته کامياب شوي دي چې دټول شمير په سلوکې ٧ر ٤٥ احتوا کوي .
دغه راز ٤٧٦تنه په وړيا ډول او ٢٩٣٣٧تنه دفيس په متفاوتوتخفيفونو سره دخصوصي لوړو زده کړو په موسسو کې  دزده کړې په مقصدمعرفي شوي دي چې دبلخ ولايت  د تجربوي ليسې فارغه محترمه شهره د٣٥٢نمرو په ترلاسه کولو سره  د ١٣٩٢کال دکانکور عمومي اول نمره وه . او له ١٧٦نمرو څخه ښکته  فارغان ناکام بلل شوي دي .
دغونډې دکار په دوام دپوهنې وزير ددغه وزارت په نيمه عالي موسسو کې د٥٤٣٣٠تنوفارغانو دجذب  په اړوندچې دکانکور دازموينو له لارو دغه وزارت ته معرفي شوي دي  زياته کړه . په دغو فارغانوسربيره دپوهنې وزارت دهيواد په مرکز او ولايتونوکې ددغه وزارت په نيمه لوړو زده کړو موسسو او دارالمعلمينونوکې د دولسمو ټولګيو دپنځوسو زرو تنو فارغانو دجذب ظرفيت لري .
دوزيرانو شورا  دلوړو زده کړو وزارت درپوټ  دتاييدولو په ترڅ کې دغه وزارت موظف کړ چې دکانکور دازموينو عمومي اول نمره محترمه شهره دې دبهرنيو هيوادونو ډير ښه بورس ته معرفي کړي سربيره پردې  دهيواد دولايتونو هغه فارغان چې دکانکور په ازموينه کې ډيرې لوړې نمرې لري دوزيرانو شورا له پخوانيو پريکړو سره سم دې  هغو بورسونو ته  چې ددولت په لګښت  تمويليږي  معرفي شي
دغه راز دکابل ، هرات ، بلخ ، قندهار او ننګرهارپه ګډون  دلومړي درجه ولايتونو په سترو پوهنتونو کې دفارغانودمشارکت فيصدي برابره او دجمهوري رياست مقام ته دې  وړاندې کړي . په همدې ترتيب  دپوهنې وزارت  موظف کړاي شو  چې ددولسمو ټولګيو فارغان دې په خپلوريزرفي ظرفيتونوکې ددغه وزارت په دارالمعلمينونو او په نيمه لوړو زده کړو موسسو کې  جذب کړي .
وروسته دالحاج سناتور جنت ګل خان کوچي ښارګوټي دپلان دتطبيق په لاره کې کابل ښاروالۍ ته دبګراميو په ولسوالۍ کې د٣٤٩٧٧جريبه ښاړې دولتي ځمکې دليږدونې په باب دافغانستان دځمکې دخپلواکې ادارې  پيشنهاد دافغانستان دځمکې  دخپلواکې ادارې درييس له خوا  غونډې ته طرحه شو  چې دتاييد وړ وګرځيد .
کابل ښاروالۍ  موظفه شوه چې دښارجوړولو داساساتو او دبنسټونو دجوړولو په  پام کې نيولو سره دې  په مستحقو کسانو دهغې په ويش  اقدام وکړي .
وروسته  دعامې روغتيا وزيرې د١٣٧٥درملتونونو راجستر او دفعاليت اجازه چې پنځه پنځوس يې په کابل ښار کې او نور يې دهيواد په ولايتونوکې موقعيت لري  غونډې ته  طرحه کړه او څرګنده يې کړه چې دوزيرانو شورا  د١٣٩٢ کال  دوري دمياشتې  دنولسمې نيټې دمصوبې له مخې ددرملتونونو راجستر منع کړي شوي دي او دغو درملتونونو ته دمصوبې له صادريدو مخکې دفعاليت اجازه ورکړي شوې وه چې اداري پړاونه يې  دوزيرانوشورا  له پريکړې وروسته  پيل شوي دي .
  دوزيرانو شورا  ددغو درملتونونو راجستر تاييد کړ او دعامې روغتيا وزارت يې  موظف کړ چې له دې وروسته  دې درملتون ته  دفعاليت داجازې  له صادرولو څخه  ډډه وکړي .
وروسته  دملي دفاع وزير دهيواد په بندرونوکې  دايساف دځواکونو  دنفتي توکو دکيفيت دکنترول معافيت غونډې ته طرحه کړل او څرګنده يې کړه چې دوزيرانو شورا د ١٣٩٢ کال  دکب دمياشتې دپنځمې نيټې له پريکړې سره سم  دسوداګرۍ او صنايعو وزارت او دستندردملي اداره دهيواد په بندرونوکې دملي سوداګرو دنفتي توکو دکيفيت له کنترول څخه تکس اخلي .
دوزيرانو شورا  دملي دفاع ، کورنيو چارو اودسوداګرۍ او صنايعو  وزيران موظف کړل چې دايساف  له مقاماتو سره  په سلامشوره کې دې دايساف دځواکونو  داړتيا وړ نفتي توکو دکيفيت  او اندازې په اړوند ډاډ ترلاسه کړي او دنتيجې په باب دې  دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي .
دغه راز دوزيرانو شورا پريکړه وکړه چې دستندرد ملي اداره دې دخدمتونو دوړاندې کولو په بدل کې  دهيواد په بندرونوکې دنفتي توکو دکيفيت له کنترول څخه فيس واخلي او دسوداکرۍ او صنايعو وزارت دنفتي توکو دکيفيت له کنترول څخه رامنځته شوي فيس نه اخلي .
دغونډې په پاى کې  دبهرنيو چارو دوزير له خوا  په دې ډول  دوه مورده نړيوال تړونونه  طرحه شول  چې دتاييد وړ وګرځيدل .
_ دافغانستان  داسلامي جمهوريت دلوړو زده کړو وزارت او دهند  دکانونو پوهنتون ترمنځ دتفاهم ليک  مسوده .
_ دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابل پوهنتون او دچين دولسي جمهوريت دشيان نورمال پوهنتون ترمنځ  تفاهم ليک .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ديوحکم په صادرولو سره محمد ابراهيم قاسمي د ملي امنيت دشورا دسلاکار ددفتر ددويم مرستيال په توګه وټاکه  دچارو دادارې  او دوزيرانو دشورا ددارالانشا ادارې داطﻻعاتو او عامه ارتباط رياست باختراژانس ته خبر ورکړ .  جمهور رييس دملي امنيت دشورا دمشاوريت له وړانديز سره سم ديو حکم دصادرولو په ترڅ کې دملي امنيت د شورا دسلاکار ددفتر  ددويم مرستيال په توګه دمحمد ابراهيم قاسمي ټاکنه منظوره کړه .  محمد ابراهيم قاسمي دملي شورا په ١٥ او ١٦ دوره کې په ولسي جرګه کې دخلکو داستازي په توګه دنده ترسره کړې ده .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې دپاکستان دحکومت له خوا د داسو دبريښنا دبند دجوړولو په اړوند دافغانستان دحکومت اعتراض دپخوا په شان پرخپل ځاى پاتې دى .
څه موده مخکې دپاکستان دانرژي فدرالي وزير ويلي و چې دافغانستان حکومت دداسو بنددجوړولو په باب له خپل اعتراض څخه  چې دډيورنډ له کرښې  اخوا دپاکستان دحکومت له خوا دکابل سيند په وړاندې جوړيږي تير شوى دى .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دبهرنيو چارو وزارت وياند احمدشکيب  مستغني  چې نن يې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې وويل دافغانستان حکومت له خپل دغه اعتراض څخه  نه دى تير شوى او دډيورنډ له کرښې اخوا دکابل په سيند په وړاندې  دپاکستان دحکومت له خوا دبريښنابند  دجوړولو په اړه پرخپل مخالفت دپخوا په شان پابند دى او له دغه  اعتراض څخه دتيريدو په باب هر ډول څرګندونې  ردوي .
دبهرنيو چارووزارت وياند وويل: دبريښنا ددغه بند جوړيدل زموږ په هيواد کې داستوګنې چاپيريال ته تاوان رسوي خو د عربي متحده اماراتو په هيواد کې يې دطالبانو ديومشر ملا معتصم اغاجان بي درکه کيدل تاييد کړل ويې ويل له عربي متحده اماراتو سره دافغانستان  ددولت تماسونه دوام لري
دبهرنيو چارو وزارت وياند يوځل بيا  دافغانستان او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دامنيتي تړون دلاسليک کولو لپاره دافغانستان ددولت پرشرايطو ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه هر وخت چې دافغانستان ددولت شرايط ومنل شي دغه تړون به لاسليک شي .

Page 6 of 767