26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يوي بي پيلوټه امريکايي الوتکى دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې بريدکړى دى.

په دې بريد کې شپږ تنه مشکوک ياغيان وژل شوي دي.

بي پيلوټه امريکايي الوتکي دشمالي وزيرستان مرکز ميرامشا ښار ته څيرمه په يو کمپ توغندي وتوغول.

دامريکا دمتحده ايالاتو په پاکستان کې دطالبانو او القاعده دهدفونو پرخلاف هوايې بريدونه کړي دي خو دغه موضوع يي په ښکاره ډول نه ده تائيد کړي.

دکابل ولايت دقره باغ په ولسوالۍ کې نن ديو چسپکي ماين د چاودنې له امله څلور تنه ټپيان شول.

دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ دغه ماين په يو سرف موتر کې چې دکابل _ پروان په لويه لاره روان و اويوچسپکي ماين پکي ځاى پرځاى شوى و وچاوديد چې له امله يي ديوي ښځې په ګډون څلور تنه ټپيان شول.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې ټپيان دپوليسو له خواروغتون ته ليږدول شوي دي.

په ننګر هار ولايت کې تيره شپه د وسله والو مخالفينو درا کټې بريد له ا مله درې تنه ووژل شول او دوه تنه نورټپيان شول

د٢٠٢ شمشاد دسا حوى زون دقو ما ندا نۍ مطبو عا تى دفتر دباختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل: وسله والو مخالفينو دبټې کوټ ولسوالۍ په يوې سيمې ددرندو وسلو ډزې و کړې چې له ا مله يې دسيمې درې تنه او سيدونکى ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول

ديو بل خبر له مخې : دننګر هار ولايت د امنيې قو ما ندا نۍ پو ليسو ددغه ولايت د هسکې مينې او حصارک ولسواليو په مر بو طاتو کې په اووه جريبه ځمکه کې کرل شوي کو کنار اړولي دي

Tuesday, 15 November 2011 11:49

داردو ټيم ما تې و خو ړه

دکابل ښار دفوټبال د الف ګروپ سياليو پرون مازيګر دديانت او اردو دټيمو نو په لو بي سره دوام ومو ند

د هيواد دفوټبال فدرا سيون درسنيو مسوول احمد شاه سا ير د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل: په دې لو به کې دديا نت ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره د اردو ټيم ته ما تې ورکړه

دغه سيالۍ ديوولسو ټيمو نو ترمنځ په کا بل ښار کې پيل شوى دى او ټا کل شوې ده نن د مشعل او يو نايتد سادات ټيمو نه لو به و کړې

دامريکا دمتحده ايالاتو دسوريې دجمهوررييس بشارالاسد دګوښه کولو لپاره دنويو نړيوالو فشارونو هرکلي کړى دى.

دسپينې ماڼې ويندوى ويلي دي چې دعربو په اتحاديه کې دسوريې دغړيتوب له ځنډولو اوداروپا داتحاديي دبنديزونو له سختوالي وروسته بشارالاسد په زياتيدونکي ډول تجريد شوي دي.

پخوا داردن باچا دويم ملک عبدالله بي بي سي ته ويلي و چې دسوريې جمهوررييسبشارالاسد بايد دخپل هيواد په ګټه دپراخو سياسي بدلونونو لپاره لاره پرانيزي او له خپل مقام څخه ګوښه شي .

ديوبل خبرله مخې داروپا داتحاديې دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيران دسوريې پرخلاف دبنديزونو دسختوالي په باب موافقي ته رسيدلي دي ددغې موافقي له مخې داروپا پانګي اچوونکو بانکونو له خوا سوريې ته دپور ورکول ځنډول کيږي او دسوريې هغو نورو اتلسو مقاماتو ته به چې زياتره يې پوځيان دي داروپا داتحاديي غړو هيوادونو ته دسفر ويزه صادره نه شي په دې ډول دسوريې په جمهوررييس بشارالاسد پورې داړوندو کسانو شمير چې داروپا داتحاديي په تورلست کې شامل دي څلوراويا تنو ته لوړشوى دى.

Monday, 14 November 2011 10:43

يو تن قومي مخور ووژل شو

د نيمروز ولايت دخاصي ولسوالۍ يو تن مخور پرون دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .

دنيمروز ولايت دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزي مدير دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه قومي مخور ته مخکې دطالبانو له خوا خبر داري ورکړل شوي و چې له دولتي مقاماتو اوزرنج ښار سره اړيکي ونه نيسي چې ده يې پروا ونه کړه .

خبرځاى وويل تراوسه پوري دپيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوي .

دنيمروز ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې خاصه ولسوالۍ له ناامنيو ولسواليو څخه ده چې دولت ورسره لږي اړيکې لري .

يو قومي مخور پرون مازيګر دهلمند ولايت دګرمسير په ولسوالۍ کې د ناپيژندل شويو کسانو له خوا ووژل شو .

دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ يو قومي مخور حاجي عبدالله خان ددوو تنو ناپيژندل شويو وسله والو موټر سايکل سپرو له خوا ووژل شو .

دده دڅرګندونو له مخې ددغې وژنې په تور څلور تنه دپوليسو له خوا نيول شوي دي .

ديوبل خبر له مخې دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ په مربوطاتو کې دايساف دځواکونو په هوايي عملياتوکې دتروريستانو يو قوماندان له خپل يو همکار سره ووژل شو .

دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه عمليات دايساف دځواکونو له خوا دګرمسير ولسوالۍ دميان پشتي په سيمه کې ترسره شول چې له امله يې د شاکر په نامه د تروريستانو يوقوماندان له خپل يو همکاري سره ووژل شو .

ديادونې وړ ده چې دغه قوماندان دګرمسير په ولسوالۍ کې په زياتو بريدونو او چاودنو کې رول درلود .

ټاکل شوې ده چې دشمال ختيځ زون دفوټبال سيالۍ سبا دتالقانو په ښار کې ترسره شي .

بدخشان ولايت ورزشي آمر عبدالله نظري دباختر داطلاعاتي اژانس خبريال ته وويل په دې سياليوکې دکندز ، تخار ، بدخشان اوبغلان ولايتونوټيمونه ګډون کوي او ټاکل شوې ده يوه اوونۍ دوام وکړي .

داتفاق دفوټبال ټيم دارزګان دفوټبال د غوره ټيمونو دسياليو لومړۍ مقام وګاټه .

دارزګان ولايت ورزشي آمر ډاکتر روح الله الماس دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په هغې لوبه کې چې پرون مازيګر داتفاق او افغان ټيمونو ترمنځ ترسره شوه داتفاق ټيم وکولاي شول چې دصفر په مقابل کې په دوو سره دافغان ټيم ته ماتې ورکړې او لومړۍ مقام وګټي دغه راز دافغان او ميوند ټيمونو دويم او دريم مقامونه ترلاسه کړل .

دغه سيالۍ دفوټبال دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي وې او اته ويشت ورځې يې دوام وکړ .

دلوګر ولايت له دارالمعلمين سره پرون دملي اردو له خوا ديوې اندازې قرطاسيي مرسته وشوه .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې په دغو مرستو کې دقرطاسيي ترڅنګ لاسي بکسونه او راډيو ګانې هم شته .

دغه توکي دملي اردو داستازي له خوا دلوګر ولايت ددارالمعلمين مسوولينو ته وسپارل شول چې ددغه دارالمعلمين پر محصلينو يي وويشي .

ديوبل خبر له مخې دنړۍ روغتيايې سازمان دهلمند ولايت له پوهنې سره دڅلور سوه ډبليو غوړيو مرسته وکړه .

ددغه ولايت دپوهنې دمسوولينودڅرګندونو له مخې دغه توکي به دهلمند ولايت دمرکز دښوونځيو په زده کوونکو وويشل شي .

Page 763 of 767