29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

 سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د وګړنى سولې کاروان يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغا نستان د کرکټ ملي ټيم به په نژدې را تلو نکى کې د نيپال په شل ورځنې سياليو کې ګډ ون و کړى

د هيواد د کرکټ بورد د خپر ونو مسئول فريد هوتک د باختر ا طلاعاتي ا ژانس ته وويل په دغو سياليو کې چې نږدي پنځلس ورځې وروسته پيليږي د لسو اسيا يې هيوادونو ټيمو نه ګډون کوي . چې د افغا نستان د کرکټ ملي ټيم به په الف ګروپ کې د هانکانګ ، کويټ ، عمان اود  مالديف له ټيمو نو سره لو بې و  کړي

دده دڅرګندونو له مخې په دغو سياليو کې بريالى ټيمو نه به د ٢٠١٢ م کال د نړيوال جام سياليو ته لاره و مو مي

 د افغا نستان د کرکټ ملي ټيم تيرکال هم له دغو سياليو څخه بريالى را وتلى و .

دامريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس اود  اتو نورو هيوادو نو مشران د ا مريکا دفلوريدا ايالت د ها وا يې ټاپو ګانو په هانولولو ښار کې د اسيا _ پسفيک د  اقتصادي سا زمان (اوپيک ) په غونډه کې د اسيا _ پاسفيک په حو زه کې د ازادۍ تجارتي سا حې د جوړولو په مقصد موافقي ته رسيد لي دي.

د ،وي او اې نيوز د خبري سايت دخبر له مخې ددغو نهو هيوادو نو مشرا نو دشنبې په ورځ ديوې اعلا ميې په خپرولو سره په ترانسيفيک کې ګډون د اقتصادي ،  تجارتي او پانګي اچو نې د اړيکو لپاره اساسي اقدام و باله

دوي دغه را ز ويلي دي چي دغه موافقه کولاى شي  ددوي په هيوادونو کې د کار اود ژوندا نه د کچې د لوړولو په لاره کې ښې زمينې برا بري کړې او بي وزلې کمه کړي

دامريکا د متحده ايالاتو په ګډون نور هيوادو نه چې په دې شراکت کې شا مل دي استراليا ، برو نى ، چيلى ، ماليزيا ، نيوزيلاند ، پيرو ، سينګاپور او ويتنام د ي او جاپان هم له دغې ډلې سره د پيوستون هيله کړې ده

د ا مريکا د متحده ايالا تو جمهور رئيس بارک او باما د خپل ټا ټو بي يعنې په ها نو لولو ښار کې د اسيا _پسفيک د اقتصادي همکاريو ددوه ورځنې غونډې کور به و.

 

 

په بغلان ولايت کې په يوه مياشت کې اووه ويشت ټولګټې پرو ژې بشپړې شوې دي

دبغلان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پرمختيا رئيس انجنير شفيق الله علميار د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل: دغه پروژې د کليو د بيا جوړولو او پرمختيا وزارت له بود جي څخه دڅه دپاسه ٤٧ مليو نو افغا نيو په لګښت ددغه ولايت ددوشي ،خنجا نو ، پل حصار ، بنو ، فرنګ اودګذرګاه نور په ولسواليو ، په پلخمري ښار او په مرکزي بغلان کې بشپړې شوي دي

ده زيا ته کړه : ددغو پرو ژو په پشپړيدو سره څه دپاسه شپږو زرو کورنيو ته لا زمي اسا نتياوى برا بري شوې دي

ده څرګنده کړه : په دغو پرو ژوکې د کا نالو نو جوړول ، دڅښاک د اوبو دڅا ګا نو کيندل ، دسړ کو نو ترميمول او کريړ اچول اود استنادي ديوالو نو ، پلګيو اود او بو د زيرمو جوړول شا مل دي

په غزني ولايت کې تيره شپه د ملي امنيت د منسو بينو له خوا څلور زره پنځه سوه کيلو ګرا مه امونيم نايتريت سره ترلاسه شوه

په هيواد کې د امونيم نايتريت سرې پلورنه هغه و خت منع اعلام شوه چې تشخيص شوه مخالفين له دغو توکو څخه په واټ کې د ماينو نو په جوړولو او چاودنو کې کاراخلي

دغزني ولايت د ملي امنيت يو تن منسو ب د باختر اطلاعاتي ا ژانس ته وويل چې ددغه رياست منسو بينو تيره شپه ددغه ولايت درشيدا نو ولسوالۍ په مربو طاتو کې څلور زره پنځه سوه کيلو ګرا مه امونيم نايتريت سره ترلاسه کړه

دهرات _ کند هار د لوى لارى د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مر بو طاتو کې پرون د ترافيکي پيښې له ا مله پنځلس تنه ووژل شول .

دګرشک ولسوالۍ امنيه قو ما ندان سمونيار شادي خان د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل: دغه پيښه له يو موټرسايکل او يو سرا چه موټر سره د٣٠٣ ډوله مسا فر وړونکى موټر دټکر له ا مله چې له کا بل څخه د هرات په لور روان و دګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې رامنځته شوه چې له ا مله يې ددغو وسايطو پنځلس تنه سپرلۍ ووژل شوې

شادى خان وويل د٣٠٣ موټر چلوونکى تښتيدلى او پو ليس يې په لټه کې دي

خبرځاى زيا ته کړه دپيښې په قربانيا نو کې ښځي او ماشو مان هم شامل دي

دياد ونې وړ ده د نيکمرغه لوى اختر په ورځو کې دڅو ترافيکي پيښو له ا مله په هلمند ولايت کې درې شپيته تنه ټپيان شوي دي

ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين پرون ما زيګر دپکتيا ولايت په سيد کرم ولسوالۍ کې ونيول شول

د٢٠٣ تند ر قول اردو ويندوى ډګر وال ساعت ګل هوتک د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل دغه کسان دهغو عمليا تو په بهير کې ونيول شول چې ددغې ولسوالۍ په چينو کلي کې ترسره شو

دخبرځاى دڅرګند ونو له مخې په دغو عمليا تو کې له درې سوه ګوليو سره يې دوه کلاشينکوفو نه ، يوه تو مانچه ، دپيکا يو صندوق ګو لۍ او يوه زيا ته ا ندا زه چاوديدونکى تو کي د امنيتې ځوا کو نو لاس ته ورغلي دي

د افغا نستان د کارا تې دآشى هارا ورزشکارا نو دسرو زرو دڅلورو مډالو نو دسپينو زرو ددوو مډالو نو اود ژيړو ددوو مډالو نو په ترلاسه کولو سره د اسيا ، ارو پا داتلوالۍ دسياليو په لو مړۍ پړا و کې دويم مقام وګاټه

د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته دالمپيک د ملي کميټې درسنيو مدير عبدالمحبوب دمعلو ما تو له مخې دغه سيالۍ چې د نوا مبر له يوولسمې نيټې څخه تر ديارلسمې نيټې پورې په تر کيه کې ترسره شوي د هيواد ورزشکارا نو شجاع اقا حميدي ، فريد آقا دورانديش ، شيرمحمد مرادي او وحيد احمد جويا و کولاى شول ددغو سياليو دسرو زرو مډالو نه وګټې

دغه را ز رحمت الله شباب او نويد اميدې دسپينو زرو مډالو نه او شهرام عارفي او عبدالرحيم تخاري د ژيړو مډالو نه و ګټل

د افغا نستان لپاره د نا تو ملکي استا زي سايمون ګس وويل: دطالبانو درژيم له ړنکيدو وروسته په تيرو لسو کلو نو کې په افغانستان کې په بيلا بيلو برخوکې زيات پرمختګو نه شوي دي

سايمون ګس له کا بل څخه د طالبانو د وتلو دلسمې کاليزې په مراسمو کې خبريالانو ته وويل: که څه هم له افغا نستان سره په بيلا بيلو برخو کې تر سره شوي مرستې کا في نه دي او په افغا نستان کې د پرمختګ لپاره زيا تو هلوځلو ته اړ تيا شته ، خو موږ له دغو مرستو څخه خوښ يو

سايمون ګس زيا ته کړه : دسړک جوړولو ، او بو بريښنا په شان په بيلا پيلو برخو کې د مرستو نتيجې مثبتي دي ، خو دو مره نه دي چې موږ غو ښتلي ، ګس دبن کنفرانس د جوړولو مسئلى ته هم اشاره و کړه او ويې ويل: په دغه کنفرانس کې نه يواځې په افغا نستان کې د تيرو لسو کلو نو دپرمختګ په باب خبرې کيږي ، بلکي هغوى هيله لري چې افغا نستان له نړيوالۍ ټولنې څخه په افغا نستان کې دسولې اوثبات د تا مينولو په اړوند نوى ژمنې ترلاسه کړې

دغه راز ده د افغا نستان او ځينو هيوادو نو ترمنځ د سترا تيژيکې تړونو نو د لاسليک کولو په باب هم خبرې و کړې

د افغا نستان لپاره د نا تو ملکي استا زي ددغو تړونونو لاسليک کول اغيزمن و بلل او ويې ويل: نا تو به هم له افغا نستان سره دستراتيژيک مشارکت سند لاسليک کړي

ده څر ګنده کړه دغه تړون به له ٢٠١٤ م کال وروسته د افغا نستان دځوا کو نو درو زنې په برخه کې يوه ژمنه وې

د افغا نستان حکومت تراوسه پورې له هندو ستان سره داوږد مهالو اړيکو تړون لاسليک کړې او ټا کل شوې ده له فرانسې ، داروپا له اتحاد يې او ا مريکا سره هم ستراتيژيکې تړو نو نه لاسليک کړي

دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکترې ثريا دليل دپاکستان دکراچي په ښار کې داغا خان روغتون په کتنه کې ددغه روغتون له مقاماتو څخه وغوښتل چې دجمهوريت لس پوړيز روغتون فعال کړي .

ډاکترې دليل چې داغا خان پوهنتون دڅلور ويشتمې دورې دفارغانو دفراغت په مراسمو کې دګډون په مقصد دځانګړې ميلمه په توګه ددغه پوهنتون دمشرتابه له خوا بلل شوې وه نن کابل ته ستنه شو ه .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې دعامې روغتيا وزارت سرپرستې دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل چې داغا خا ن پوهنتون هرکال داړوندو محصلانو دفراغت په مراسمو کې دهيوادونو يو مقام د ځانګړي ميلمه په توګه رابولي او داځلي له نړۍ سره دافغانستان داسلامي جمهوريت دعلمې او اکاډميکو اړيکو دپراختيا له مخې زموږ له هيواد څخه داغا خان پوهنتون محصلانو دفراغت په مراسمو کې دګډون بلنه ورکړ شو ې وه .

ډاکتر دليل زياته کړه په دې دوره کې څه دپاسه در ې سو ه تنه دماستري ، دکتور ، او ليسانس په سويه فارغ شول چې درې تنه افغانان هم پکي دي چې دښوونې او روزنې په برخه کې دماستري په سويه او نرسنګ له څانګي څخه فارغ شوي دي .

ډاکترې دليل وويل چې په کراچي ښار کې يې داغا خان روغتو ن بيلابيلې څانګي کتلي دي او دهغه له مسوولينو سره يې دکابل دجمهوريت لس پوړيز روغتون دفعالولو په لاره کې دهمکاري په خاطر خبرې کړې دي .

ده وويل دهغې مسودي په باب چې د همکاري په برخه کې داغا خان روغتون دمسوولينو له خوا برابره شوې وه خبرې وکړې او ټاکل شوې ده په نږدي راتلونکي کې ددغه روغتون د فعالولو په باب په کراچي کې داغا خان روغتون له خوا موافقه وشي .

ډاکتر دليل څرګنده کړه دجمهوريت روغتو ن ودانۍ ځينې تخنيکي ستونزې او نيمګړتياوي لري چې بايد دحل کولو په باره کې يې دچين جمهوريت له مقاماتو سره خبرې وشي .

دپا کستان دخصوصي خبري شبکې جيو دخبر له مخې : د هندصدراعظم منموهن سنګه پا کستان ته دسفر لپاره ددغه هيواد بلنه منلى ده

ددي نيوز انتر نشنل ورځپاڼې دخبر له مخې : د هند صدراعظم ويلي دي : د هند او پا کستان ترمنځ دسو لې خبرې به ډير ژر له سره پيل شي

دهند صدراعظم زيا ته کړې ده دى به تر هغه وخته پورې پا کستان ته سفر ونه کړى چې پا کستان د تروريزم پرخلاف يو اغيزمن ګام او چت نه کړې

ده زيا ته کړې ده : د پا کستان لورى دسو لې دبهير د بيا پيل کولو لپاره دهلو ځلو په حال کې دى

دياد ونې وړ ده چې په دې وروستيو وختو کې د هند او پا کستان ترمنځ اړيکې مخ په ښه کيدو دي او ددوا ړو لورو ترمنځ دسو لې دخبرو لپاره هلې ځلې دوام لري

Page 766 of 767