نيويارک\ بي بي سي \دثور دمياشتي٢٧ نيټه :
دنړۍ روغتيايي سازمان په خپل نوى رپوټ کې خبرداري ورکړى دى چې دنړۍ زيات شميرخلک په زړه درودنو اودريدو اوسرطان دناروغيو په شان په سختو ناروغيو داخته کيدو له خطرسره مخامخ دي .
دغه سازمان ديوسلو نوى هيوادونو دخلکو په باب په څيړنيز رپوټ کې ويلي چې چاغوالي اودبوري اومالګي لګښت اودبدن خوځښت کمښت ددغو ناروغيو اصلي عامل دي.
په دې رپوټ کي دوړاندي شويو شيمرونو له مخې اوس دنړۍ په سلو کې دولس وګړي له کلينيکي پلوه اضافي وزن لري .
خوپه دغه رپوټ کې ويل شوى دى چې دميندو اوماشومانو دمړينې کچه دروغتيايي مرکزونو دهلوځلو اودښو روغتيايي خدمتونو دوړاندي کولو اوواکسيناسيون له امله بيخي کمښت موندلى دى .
دوشنبه باختر د ثور ٢٦
دتاجکستان دحکومت مقاماتو په افغانستان کې دنشه يي توکو له کاروبار سره داغيزمنې مبارزي په مقصد له افغان بزګرانو څخه په مستقيم ډول دنشه يي توکو دپيرودلو غوښتنه وکړه .
درارسيدلو خبرونو له مخې دتاجکستان دبهرنيو چارو وزير رمضان رحيم اوف ويلي دي له نشه يي توکو سره دعملي مبارزي په مقصد بايد له افغان بزګرانو څخه په مستقيم ډول اپين وپيرو .
رمضان رحيم اوف چې داروپا او تاجکستان دهمغږيو دکميټي په غونډه کې يې خبري کولې دنشه يي توکو په وړاندې نړيوالو ستونزو ته اشاره وکړه او ويې ويل بايد نړيواله ټولنه داغيزمنې مبارزې په مقصد نشه يي توکې په مستقيم ډول له افغان بزګرانو څخه وپيري اوبيا هغه له منځه يوسي او يايي په درمل جوړولو کې وکاروي .
ده ددغه پروګرام دتطبيق لپاره له افغان بزګرانو سره دنړيوالې ټولنې دمخامخو خبرو غوښتنه وکړه او ويې ويل يواځې په دي کار سره کولاي شو په افغانستان کې دتوليد شويو نشه يي توکو دزيان مخه ونيسو . ده له نړۍ څخه وغوښتل چې ډير ژر دغه پروګرام تطبيق کړي .
دتاجکستان دبهرنيو چارو دوزير د څرګندونوله مخې په دې کار سره به افغانستان نړۍ ته دنشه يي توکو قانوني صادروونکي شي .
دملګروملتو دسازمان دنوى احصائيي له مخي په افغانستان کې په کال کې دنشه يي توکو له توليداتو څخه څه دپاسه پنځه شپيته مليارده ډالره ترلاسه کيږي .
خو له دې اندازې څخه يواځي يو مليارد يي دبزګرانو په جيبونو کې ولويږي او نور يي دنړيوالو قاچاق وړونکو لاس ته ورځي .
تهران \باختر\ د غويي ٢٥ مــــــــه
لويديځ استخبارا تي سازما نونه په دې با ور دي چې د القا عده يوې ډلې ډاکترا نو زده کړه کړې ده چې بمو نه دځان مرګو بريد کوونکو په بدن کې ځاى پرځاى کړي .
ګو مان کيږي ددغو ډا کترا نو دډلې زده کړه هغه شخص په غا ړه لري چې په خپله دعر بستان په ټابوو وزمه کې د مشهور بم جوړوونکى ابراهيم الاسيرى همکار وي .
دغو ډا کترا نو زده کړي دي چې چاوديد ونکى تو کي څرنګه دځان مرګو ير غلګرو په ټټر او خيټې کې يې ځاى پرځاى کړي.
د بريتا نيا دسندى ټايمز ورځپاڼې د ليکنې له مخې ګو مان کيږي د القا عده دډا کترا نو ددغې ډلې رئيس دروان ميلادي کال په لو مړيو کې د بي پيلو ټه الو تکو په بريد کې وژل شوى وى.
درارسيد لو خبرو نو له مخې، د ا مريکا د مرکزي اطلاعا تو دسازمان ما مورين هڅه کوى دډا کترا نو د دغې ډلې نښه نښا نه پيدا کړي، په همدې اړوند د غه سا زمان په او سنيو وختو کې د هغې الو تکى ديو مسا فر دجامو لاندې چې امريکا ته روان و يوځاى پرځاى شوي بم کشف او شنډ کړى.
د ا مريکا د مرکزي اطلاعا تو دسا زمان دڅرګند ونو له مخې ددغه بم په باب څيړنه وښودله چې ابرا هيم الاسيرى له خوا جوړ کړى شوى دى
پيښور \ دي نيوز \باختر\ د غويي ٢٥ مــــــــه
دپاکستان خصوصي شبکې جيو خبر ورکړ چې دخيبر پشتو نخوا ايالت د کرمي ايجنسي په خيبر کې د امنيتي ځوا کو نو په عمليا تو کې څه نا څه اوولس تنه ووژل شول اوڅو تنه نور ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې په مو مندو ايجنسي کې دسو لى د کميټې ياد امن دلښکر د پنځو تنو داوطلبانو دمرګ ژوبلې خبر ورکړ شوى دى.
امنيتي ځواکونو وويل چې د کرمي ايجنسي په کاټ سيمې د پاکستان توپ لروونکو هليکو پترو نو په بريد کې څه نا څه نهه تنه وسله وال تندلاري وژل شوي اوڅلور تنه نور يې ټپيان شول. اود تندلارو درې پټنځايونه ويجاړ شوي دي.
په خبر کې ويل شوي دي چې پا کستا نى پوځيا نو دخيبر ايجنسي د تحيل باړي په سيمه کې له تند لارو سره په نښتې لاس پورې کړ چې له امله يې اته تنه تند لاري ووژل شول او نور يې له سا حې څخه وتښتيدل