19 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کابل کې  له  ٥٥ وسلو سره  ددوو تنو نيول کيدل .

په کابل کې له ٥٥ وسلو سره ددوو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دپوليسو موظفينو دکابل په ديارلسمې...

په دايکنډي کې بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

په دايکنډي کې بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : له يوسلو څلويښتو بې...

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند  له کرکټ  ټيم سره  لوبه کوي .

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند له کرکټ ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد دکرکټ ملي ټيم...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

 نړيوالې خبري منابع \باختردمرغومي دمياشتې٢٢نيټه:    
په کابل کې د امریکا سفارت وايي، دوی د هغو ګڼو افغانانو او نړیویوالو غږ بدرګه کوي چې باور لري، د افغانستان په انتخاباتو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده.  
دغه سفارت پرون په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دجمهوري رياست دانتخاباتود ځنډولو پرېکړه د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له خوا شوی، څو هغه ادارې او تخنیکي ستونزې هوارې کړي چې د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې ولیدل شوې.
په کابل کې د امریکا سفارت وروسته له هغې د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه دا څرګندونې کوي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په دې هېواد کې د اپرېل له شلمې نېټې څخه د جون شلمې نېټې ته د جمهوري رياست  د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه د امریکا د فشار له امله  کړې ده.  
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان د جمهوري رياست  د انتخاباتو د ځنډېدو پرېکړه سربېره پر دې شوې چې تر دې مخکې هم ولسمشر غني او هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون پر وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کېدو بیا بیا ټینګار کړی و.   
خو په کابل کې د امریکا سفارت د جمعې په ورځ پرته له دې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته اشاره وکړي، ویلي چې دا په افغانانو پورې اړه لري چې خپل مشران وټاکي اودوی مستحق دی چې د انتخاباتو یوه وړتیا لرونکې اداره ولري او داسې کارپوه کسان په کې وي چې د انتخاباتو پرپروسه د خلکو باوربېرته ترلاسه کړي.         
پاى \ذکرالله \

 روم  باختر د مرغومې  شلمه :
داروپا  د اتحاديې  د څېړنو  شورا لس مليونه يورو د اروپا په فکري  او مذهبي پراختيا کې د قران مجيد  د نفوذ او رول  په باره کې د علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره بيل کړل.
د ايرنا خبري اژانس د (ايل جورناله) ورځپاڼې  له خولې خبرراکړ؛ د اروپا د څېړنو شورا په دې عقيده ده چې قران مجيد  داروپا په فکري او مذهبي پراختياکې مهم   رو ل لوبولى دى .
د اروپا اتحاديې لس  مليونه يورو د قران عظيم الشان په باره کې د پوهنتوني  څېړنو د ترسره کولو لپاره  بېل کړي دي.
د هغه رول د ټاکنې لپاره چې قران مجيد  د منځنيو او د مدرنو پېړيو د دوران د مسحييانو، يهوديانو، ازاد پوهانو  او ملحدانو د اروپايي مسلمانانو په مفکوره کې لوبولى  دى يوه څو اړخيزه  طرحه برابره کړې ده
په ښکاره  د دغو علمي څېړنو موخه د هغه نفوذ  مطالعه ده چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص)  او د هغه د پيروانو  تفکر په لويديځ  فرهنګ کې لري
له دغې مرستې  څخه يوه برخه ،کابو،  وه  اعشاريه پنځه مليونه يورو د تاپل ختيځ پيژندنې  پوهنتون ته بېل کړى شوې ده.
د دغې طرحې دنده  چې شپږ کاله به دوام وکړي په لاتين او په اروپايي  ژبو د قران مجيد د ژباړنې  مطالعه ده.
د اسپانيا د علمي څېړنو د عالي شورا څېړونکي مرسدس  ګارسيا ارنال څرګنده کړه، زموږ کاري نظريه داده چې قران مجيد  داروپا په فکري او مذهبي پراختيا کې مهم رول لوبولى دى، له همدې امله غواړو هغه فرهنګي او مذهبي  استفاده چې له قران څخه يې ژباړه خپره او ويشل  شوې ده او په اروپا کې  ترسره کېږي هغه له منځنيو پېړيو څخه تر اوسنۍ پېړۍ پورې مطالعه کړو .
ختم_ عطاالله_ اکرم

  نړيوالې خبري منابع  \باخترد مرغومي دمياشتې١٣نيټه :
د چین د معلوماتو له مخې یو ستونزمن مانور یي په لومړۍ هڅه کې په بریالۍ  توګه             تر سره کړی دی.                                                                                         یوه فضایي بیړۍ چې د سپوږمۍ تیارې برخې ته رسیدلې او په پام کې ده چې هلته چاپیریال  وارزوي.  دا د چین لپاره یو تاریخي بریا ده، له  دې سره  سره چې چين           تازه  د هغو هیوادونو له ډلې سره یو ځای شوی دی چې فضایي څیړنې کوي.                       د چین د دولتي خبري آژانس شینهوا او سي سي ټي وي، تلویزون د معلوماتو له مخې         د (چنګ ۴) په نامه فضایي بیړۍ چې د دسمبر میاشتې په اتمه نیټه یي خپله الوتنه پیل کړې وه ، د منځنۍ اروپا په وخت د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ میاشتې پر دریمه نیټه د سهارپه  ٣ بجو او ۲۶ دقیقو د سپوږمۍ سویلي قطب ایتکن، کې ښکته شوې ده.
په دې ترتیب چین لومړنی هیواد دی چې فضایي بیړۍ یي د سپوږمۍ بل اړخ ته چې        د ځمکې له خوا نه لیدل کیږي، ښکته شوې ده.
په بریالي ډول د چنګ ۴، له ښکته کیدو وروسته اوس په پام کې ده چې یو اتوماتیک روبوت موټر د فضاي بیړۍ د ښکته کیدو د شا او خوا سیمې په هکله څیړنې پیل کړي. له دې امله دغه روبوت د پراخې ساحې د ليدو په یوه کمره او همدا شان  د اندازه کولو  په بیلا بیلو دستګاوو  سمبال دی.
پاى \ذکرالله \

مسکو  باختر د مرغومي دولسمه :په
په روسيې کې د نوي ميلادي کال په شپه په يوه څو پوړيزه ودانۍ کې د چاودنې له امله څه ناڅه ١٤ تنه ووژل شول .
  باخترآژانس دنړيوالو آژانسونو له خولې خبر راکړ چې دغه پېښه د روسيې په مکنيوتګورسک ښارکې رامنځته شوه او د زياتو مړو په ايستلو سره د سر د زيانونوشمېر څوارلسو تنو ته رسيدلى دى .
په خبر کې دچاودنې د څرنګوالي په باب څه نه دي ويل شوي .
  ختم_  عطاالله – اکرم

Page 3 of 722