17 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

انقره باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه : دترکيې په سوروچ ښار کې په انتخاباتي کمپاين پورې په يوه اړونده نښته کې څلور تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول . دغه جګړه دترکيې له واکمن ګوند څخه دمجلس ديوه استازي ابراهيم خليل ييلديز دسفر په بهير کې ونښته چې له امله يې ددغه استازي ورور او دترکيې دخلکو ددموکراتيک ګوند ديوه پخواني سيمه ئيز مقام دوه زامن چې دکردانو دحقوقو مدافع دى ووژل شول دبل وژل شوي سړي هويت نه دى په ډاګه شوى . ددغې نښتې دپيل دڅرنګوالي په باب ډول ډول رپوټونه خپاره شوي دي . دترکيې جمهور رييس رجب طيب اردوغان ، دترکيې دخلکو دموکراتيک ګوند او ددغه هېواد دکردستان دکارګرانو ګوند پي پي کا ددغې پيښې مسوول بللي دي دخلکو ددموکراتيک ګوند بندي مشر صلاح الدين دميرتاش دترکيې دجمهوري رياست دانتخاباتو نومانددى خو په ترکيه کې پي پي کا يوه تروريستي ډله بلل کيږي ټاکل شوې ده په ترکيه کې دجمهوري رياست انتخابات لس ورځې وروسته ترسره شي . ختم+_ ف _ اکرم

کويټه باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه : دبلوچستان په ايالت کې نن دپاکستان دسرحدي مليشو په يوې ليږدونکي واسطې دبريد له امله څه ناڅه درې تنه مليشې ووژلې شوې . دپاکستان ددي ډان ورځپاڼې په ليکنه ، دغه بريد دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دکويټې _ سرياب په سړک کې وشو او ټپي مليشې دټپونو دژورتيا له امله ووژلې شوې . دژغورنې ټيمونو وروسته مړي دکويټې ملکي روغتون ته وليږدول . ختم_ ف _ اکرم

-کابل باختر دغبرګولي  څليرويشتمه
دفوټبال نړيوال  فدراسيون فيفا  د ٢٠١٨  ميلادي کال دفوټبال له نړيوال جام څخه دشپږو ملياردو سلو مليونو ډالرو  عايد ترلاسه کوي چې له ټاکلو ارقامو څخه لس سلنه زياته ده .
د فوټبال دنړيوال فدراسيون  دمالي سندونوله مخې دغه بنسټ  پلان جوړ کړى دى چې د ٢٠١٨ ميلادي کال  دفوټبال دنړيوال جام دسياليودټلويزيوني خپرونې دحق له پلورنې  څخه په ملياردونو ډالره  ترلاسه کړي او اټکلونه او ګومانونه ددې څرګندوى  دي چې په دغوسياليو کې دملاتړي  په توګه دزياترو چينايي شرکتونو شتون دفيفا دعوايدو زياتوالي سبب شوي دي .
ديادونې وړ ده چې په دغو سياليو کې دشلو ملاتړو شرکتونوله جملې څخه شپږ شرکتونه  په چين پورې اړه لري .
دفوټبال  نړيوال فدراسيون په برازيل  کې د  ٢٠١٤ ميلادي کال  دنړيوال جام په سياليو کې څلور اعشاريه اته مليارده ډالره ترلاسه کړي وو چې د ٢٠١٨ ميلادي کال  له نړيوال جام څخه يو اعشاريه درې مليارده ډالره کم و .
په همدې حال کې روسي رسنيو ويلي دي چې روسان دکوربه توب په دليل  له نړيوال  جام څخه کابو ١٣ مليارده ډالره ترلاسه کوي
دروسيې  په کوربه توب د ٢٠١٨ ميلادي کال دفوټبال د نړيوال جام سيالۍ نن دغبرګولې دمياشتې په څلور  ويشتمه نيټه دروسيې ديوولسو ښارونو په دولسو ورزشي ډګرونوکې پيل شوې .
  ختم _عطاالله _اکرم

نړيوالې خبري منابع  \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٢نيټه
د ناټو عمومي منشي وايي، تمه ده په افغانستان کې مؤقت اوربند د دغه هېواد د ستونزو د دايمي هواري سبب شي.                                                  
ينس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۱» د ايټاليا په پلازمېنه روم کې د ايټاليا له صدراعظم سره په يوه خبري غونډه کې وويل، له طالبانو غواړي چې اوربند په بشپړه توګه رعايت کړي.                    
دی وايي:  "د افغانستان له اوربنده چې د سې شنبه په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» پيلېږي، ملاتړ کوم. له طالبانو غواړم دغه اوربند په بشپړ ډول رعايت کړي او هيله لرم دا په افغانستان کې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره لومړنی مرحله وي ."                                                                                   
افغان حکومت سر له نن څخه د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې د وسله‎والو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلام کړی دی.                                                          
افغان جمهوررئيس سپارښتنه کړې چې افغان امنيتي ځواکونه‌ يې په ‎دې ورځوکې پر وسله ‎والو طالبانو بريدونه بند کړي.                                                   
طالبانو هم ددې په ځواب کې د اختر په درېيو ورځو کې د اوربند اعلام وکړ.
پاى \ ذ کرالله \

Page 4 of 713