15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې١١نيټه :
امریکا پاکستان ته د درې سوو ميليونو ډالرو د مرستې لغوه کولو په اړه خپله پرېکړه اعلام کړه.
د امريکا پوځ ويلي چې دا مرستې يې ځکه لغوه کړې چې پاکستان د سخت دريځو پر وړاندې کافي اقدامات نه دي کړي.
د امریکا جمهوررئيس  ډونالد ټرمپ له پاکستان سره د ائتلافي ملاتړ په نوم دا پیسې او نورې مرستې د روان کال په لومړيو کې ځنډولې وې.
د ټرمپ اداره پر اسلام اباد تور پورې کوي چې سخت دريځو ته یې خوندي ځايونه ورکړي چې په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه پر مخ وړي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.
د دفاع وزارت وياند ډګرمن کان فاکنرويلي چې دا ٣٠٠ ميليونه ډالره بل ځای مصرفېږي، ځکه پاکستان دجنوبي اسیا لپاره دامریکا له ستراتيژۍ په ملاتړپرېکنده  اقدامات نه دي کړي.
فاکنر ويلي، که کانګرس يې تأيید کړي، پنټاګون به  دا درې سوه ميلیونه ډالر پر نورو بېړنیو لومړيتوبونومصرفوي.
ده زياته کړه چې د روان کال په لومړيو کې کانګرس پرپاکستان پنځه سوه ميليونه ډالر نورې د ائتلافي ملاتړمرستې هم بندې کړي او دا به ټولې اته سوه ميلیونه ډالر وي چې له پاکستان څخه ګرځول کېږي.
پاى \ ذکرالله \

کابل باختر د وږي نهمه : د هالند بنسټپال ښي لاسي سياستوال خيرت ويلدرس څرګنده کړه چې د اسلام پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص) ته دمنسوبو کارتونونو د رسامۍ سيالي لغوه کوي څو د ده په خبره خلک د اسلام پالو دتاوتريخوالي قرباني نه شي . ويلدرس چې يوه ماجرا غوښتونکى شخص بلل کېږي له هغه وروسته چې دمرګ څو ګواښونه يې ترلاسه کړل د اسلام د پيغمبر دکارتونونو د رسامۍ د سيالۍ دترسره کولو لپاره يې خپل تصميم لغوه کړ . يو تن په دې ګومان چې غوښتل يې ويلدرس ووژني په هالند کې نيول شوى دى . تيره اوونۍ دهالند صدراعظم مارک روته دويلدرس له دې پروګرام څخه واټن واخېست او ويې ويل، دا داسې کار نه دى چې هغه پکې ونډه واخلي ، خو له دې سره جوخت هغه څرګنده کړه چې ويلدرس د بيان د ازادۍ خنډ نه کېږي . دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې وينا په خپرولو سره د دغه افراطي سياستوال داقلام په غندنې سره د هالند له حکومت څخه وغوښتل چې د حضرت محمد مصطفي ( ص) ته د منسوب کارتونونو د رسامۍ د سيالۍ مخه ونيسي . ختم_ عطاالله _ اکرم په امريکا کې د ازبکستان يو مهاجر په يوولس کاله بند محکوم شو . ١٩_ دازادي غږ راديو باختر د وږي نهمه : په امريکا کې دازبکستان يو مهاجر پرون له يوې تروريستي ډلې سره دملاتړ په تور په يوولس کاله بند محکوم شو خو هغه شپږ کاله چې هغه په توقيف کې تۍر کړي دي ، په دې حکم کې شامل دي . منصفه هيئت دوه څلويښت کلن جمشيد مختاروف د درې سوه ډالرو دورکړې او داسلامي جهاد داتحاد له ډلې سره د ملاتړ په تور چې په ازبکستان کې د دنيوي حکومت مخالف دى او په افغانستان کې هم بريدونه ترسره کوي ، مجرم وپيژاند . د محکمې قاضي څرګنده کړه چې دمختاروف جرم جدي دى خو هغه په امريکا کې له تاوتريخوالي څخه ډک په کوم اقدام لاس نه دى پورې کړى . د مختاروف يو بل همکار بختيار جمعه يوف داپريل په مياشت کې دامريکا ديوې بلې محکمې له خوا په کټ مټ مجازاتو محکوم شوى و . مختاروف او کورنۍ يې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د دې د مهاجرت او داحتمالي ګوزارونو ديو پروګرام له مخې دبشر دحقوقو دکارونو په خاطر امريکا ته لاړه . ختم_ ف _ اکرم

محمودخان اڅکزى: څلويښت زره داعشي جګړه ماران بلوچستان او پښتونحوا ته استول کيږي

کابل\باختردوږي دمياشتې٤ نيټه :   

يوشمیر رسنيو د ملګرو ملتو په سازمان کې د امريکا د استازې نيکي هيلې له خولې ليکلي دي چې د دې په خبره په افغانستان کې د داعش تفکر رېښه نيولې ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د پاکستان د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي دي چې په عراق او سوريې کې د داعش ډلې ماتې خوړلې ده او ۴۰ زره داعشيان د پښتونخوا سيمو ته استول کيږي.
د باختر آژانس خبريال دغو څرګندونو ته په پاملرنې سره ليکي: د داعش تفکر هيڅکله په افغانستان کې د رېښو لپاره ځاى نلري.
د افغانستان خلک د تاريخ په اوږدو کې درک کړی دی چې د هرې ستونزې په وړاندې هغه وخت بريالي شوي دي چې يو موټي او متحد وو، که څه هم ځانګړي کړۍ هلې ځلې کوي په خپل دريځ کې له یو او بل سره د افغانستان د خلکو له اچولو څخه کبان ونيسي، خو تيرو پيښو او حوادث ښودلې ده چې خلک پوهيږي چې دښمن د څه په لټه کې دي.
په هر صورت په افغانستان کې څه ناڅه څلور لسيزه ده چې تپل شوې کورګډې جګړه دوام لري. په بيلابيلو پلمو د ډار اچوونکو شبکو او بانډونو ملاتړ اوس سيمه یې د بنسټپالنې له بحران سره مخامخه کړې ده.
له موجود بحران څخه د سيمې خلاصون همدفمن فکري نظام ته اړتيا لري. که چيرې هدف سوله او له بحران څخه خلاصون وي، بايد په سيمه کې د داعش د ځواکونو د ځاى پرځاى کولو مخه ونيول شي .
بايد سيمه ييزو هدفونو ته د رسيدو لپاره له هغو ډلو څخه استفاده وشي چې د هيڅ راز ملي، انساني، ټولنيز او نړيوال ارزښت پروا نلري. که په رښتيا داسې بحران سيمې ته راشي، سيمه به د غير مهاري جګړې په اور کې وسوځيږي او دغه موضوع به هيڅګله  د سيمې د هیوادونو په ګټه نه وي .
پاى \ج\ذ

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٤ نيټه :         
امريکايي مشهور سناتور جان مک کين تېره شپه د ۸۱ کلنی په عمر مړشو.
هغه د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د مغزي تومور په سخته ناروغۍ اخته شوی او تر درملنه لاندې و.
کورنۍ يې ویلي، ښاغلي مک کېن چې په دسمبر کې له واشنګټن څخه تللی و د جمعې په ورځ يې د درملنې د درولو تابیا کړې وه.
د "جان مک کين" لور"مېګنمک کين" ویلي، اوس به د هغه د کورنۍ دنده دا وي چې " د هغه د ژوند له بېلګې، تجربو او مينې سره سم ژوند وکړي". 
هغې په ټوېټر لیکلي: " راتلونکې ورځې او کلونه به زما د پلار د شتون د وخت په څېر نه وي، خو بیا به هم ښې ورځې وي، د هغه بېلګې په خاطر چې هغه راته پرې اېښې له ژوند او مینې به ډکې وي" 
"جان مک کين"چې شپږ دورې د امریکا په سنا مجلس کې سناتور پاتې شوی او په ۲۰۰۸ کال کې د جمهوري رياست  ټاکنو ته نوماند و، تېر جولای کې هغه مهال يې د تومور تشخیص وشو چې ډاکټرانو یې له کيڼې سترګې د وينې د یوې غوټې د لرې کولو هڅه وکړه.
جمهوررئيس دونالد ترمپ چې مک کين سختې نيوکې پرې کولې، په یوه ټویټ کې لیکلي: " د سناتور جان مک کين کورنۍ ته د ژورې خواشينۍ او درناوي مراتب وړاندې کوم. زړه او دعا مو له تاسې سره دي".
پاى \ ذکرالله \

Page 5 of 718