15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

پيکينګ   باختر د زمري  نهمه :
  د چين د واکمن ګوند ارګان ګلوبل ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې تر اوسه پورې  ۳۰۰ تنه چينايي تروريستان په افغانستان او سوريې کې د ختيځ ترکستان له تروريستي غورځنګ سره يوځاى شوي دي .
  د ايران دولتي خبري آژانس د ګلوبل ټايمز ورځپاڼې له خولې خبر وراکړ:
دغه تروريستان چې د چين په شمال لويديځ کې د سين کيانګ له کورواکې سيمې څخه له نورو تروريستانو سره يوځاى شوي دي، چين ته يو ګواښ شمېرل کيږي.
ګلوبل ټايمز ټينګار کوي چې په سوريه او افغانستان کې د تروريستي ډلو له پرله پسې ماتو وروسته دغه خطر شته چې چينايي تروريستان خپل هېواد ته د راستنيدو په لټه کې دي .
دغه ورځپاڼې له بنسټپالنې سره دمقابلې د روزنيزو دورو په باب د چين د پروګرامونو د ملاتړ په ترڅ کې  لويديځ انتقادونه بې بنسټه بللي دي .
  ختم_  ج _ اکرم

نړيوالې خبري منابع  \باختردزمري دمياشتې٧نيټه :  
چارواکي وايي، د اندونيزيا په يوه سياحتي سيمه کې زورورې زلزلې لږ تر لږه ١٠ تنه مړه او ٤٠ تنه نور ټپيان  کړل.                                                  
په مرکزي ټاپو لومبوک کې نن د ريشتر په مقياس شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې په لسګونو کورونه ويحاړ کړي دي.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو د ادارې چارواکي وايي، ښايي د مرګ ژوبلې شمېر له دې  څخه زيات شي.
پاى \ ذکرالله \

 

نړيوالې خبري منابع \ باختردزمري دمياشتې ٣ نيټه :     
په پاکستان کې پارلماني ټاکنې دسختوامنیتي تدابیرونولاندې پیل شوې.
خودځایي رسنیو د رپوټونو له مخې، په کويټه کې د پولیسو د ګزمې په موټر ځانمرګي برید کې ۲۰ تنه وژل شوي دي.
د پاکستان په ټاکنو کې د پوځ د لاسوهني د ادعا او تر ځينو خونړیو بریدونو وروسته د جولای پر ۲۵مه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې پیل شوې.                سیاسي شنونکي وایي چې دا خبره لا روښانه نه ده چې کوم ګوند به په پارلماني ټاکنو کې بریالی شي.
د ټاکنو له پیلیدو لږ څه وروسته د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې یوې چاودنې سخته مرګ ژوبله اړولې ده.
په کويټه د روغتون چارواکو ويلي دي چې په دې چاودنه کي ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان شوي دي.
رویټرز خبري آژانس د پاکستان د جیو، تلویزون له قوله لیکلي دي چې په دې چاودنه کې چې د پولیسو د ګزمې پر یوه موټر شوې ده  اتلس کسان وژلي دي.          د سما په نوم تلویزوني چینل بیا د شلو کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکوي.
دپارلماني ټاکنود ترسره کید و لپاره مخکې له مخکې   سخت امنیتي تدابیر           نیول شوي وو. 
د احتمالي بریدونو او امنیت د ټینګښت په موخه د پولیسو او پوځ اته لکه امنیتي ځواکونه په دندو ګمارل شوي دي چې په دې کې د عسکروشمیر ۳۷۱ زره دي.
پاى \ ذکرالله \


 

نړيوالې خبري منابع  \ باختردزمري دمياشتې ٣ نيټه :
په پاکستان کې نن چهارشنبه د پارلماني انتخاباتو لپاره رایه اچونه پيل شوه. 
خلک په داسې حال کې رأی اچونې ته روان دي چې د انتخاباتو د نتایجو د شفافیت او درأیې اچوونې پر مهال د مرګونو بریدونو د ګواښ په اړه اندېښنې موجودې دي.
په نننیو انتخاباتو کې د تحریک انصاف د مشرعمران خان او د مسلم لیګ نواز         د ګوند سخته سیالي روانه ده.
د رأیو په اړه د یوې سروې له مخې عمران خان ۳۰ فیصده او مسلم لیګ نواز ګوند ۲۷فیصده رایي لري، په بله برخه کې بیا مسلم لیګ نواز ګوند ۲۶ فیصده او تحریک انصاف ۲۵ فیصده رأی لري.                                                    
په درېیم مقام بیا د پخوانۍ صدراعظمې بينظیربوټو د زوی بلاول بوټو په مشرۍ پیپلز پارټي ده.
پاکستانیان تر نن ماخوستن اتو بجو پورې  وخت لري چې د رایو مرکزونو ته ولاړ او د خپلې خوښې کاندید ته رأيه ورکړي.
په پاکستان کې ۱۰۶ میلیونه وګړي د رايې ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي او لږ تر لږه ٨٥ زره انتخاباتي مرکزونه پرانېستل شوي دي.
  په دې ټاکنوکې د پاکستان د پارلمان ۳۴۲ څوکیو ته د دې هېواد له ټولو ایالتو، ۳۷۶۵ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
د نننیو ټاکنو پایلې به د جمعې په ورځ اعلام  شي. 
پاى\ ذکرالله \

Page 6 of 718