12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

عباس عراقچي به افغانستان ته راشي

کابل باختر دليندى شلمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو...

څلور تنه وسله وال طلابان په فراه کې ووژل شول

کابل باختر دليندى شلمه : څلور تنه وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

نړيوالې خبري منابع  \باختردزمري دمياشتې٧نيټه :  
چارواکي وايي، د اندونيزيا په يوه سياحتي سيمه کې زورورې زلزلې لږ تر لږه ١٠ تنه مړه او ٤٠ تنه نور ټپيان  کړل.                                                  
په مرکزي ټاپو لومبوک کې نن د ريشتر په مقياس شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې په لسګونو کورونه ويحاړ کړي دي.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو د ادارې چارواکي وايي، ښايي د مرګ ژوبلې شمېر له دې  څخه زيات شي.
پاى \ ذکرالله \

 

نړيوالې خبري منابع \ باختردزمري دمياشتې ٣ نيټه :     
په پاکستان کې پارلماني ټاکنې دسختوامنیتي تدابیرونولاندې پیل شوې.
خودځایي رسنیو د رپوټونو له مخې، په کويټه کې د پولیسو د ګزمې په موټر ځانمرګي برید کې ۲۰ تنه وژل شوي دي.
د پاکستان په ټاکنو کې د پوځ د لاسوهني د ادعا او تر ځينو خونړیو بریدونو وروسته د جولای پر ۲۵مه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې پیل شوې.                سیاسي شنونکي وایي چې دا خبره لا روښانه نه ده چې کوم ګوند به په پارلماني ټاکنو کې بریالی شي.
د ټاکنو له پیلیدو لږ څه وروسته د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې یوې چاودنې سخته مرګ ژوبله اړولې ده.
په کويټه د روغتون چارواکو ويلي دي چې په دې چاودنه کي ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان شوي دي.
رویټرز خبري آژانس د پاکستان د جیو، تلویزون له قوله لیکلي دي چې په دې چاودنه کې چې د پولیسو د ګزمې پر یوه موټر شوې ده  اتلس کسان وژلي دي.          د سما په نوم تلویزوني چینل بیا د شلو کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکوي.
دپارلماني ټاکنود ترسره کید و لپاره مخکې له مخکې   سخت امنیتي تدابیر           نیول شوي وو. 
د احتمالي بریدونو او امنیت د ټینګښت په موخه د پولیسو او پوځ اته لکه امنیتي ځواکونه په دندو ګمارل شوي دي چې په دې کې د عسکروشمیر ۳۷۱ زره دي.
پاى \ ذکرالله \


 

نړيوالې خبري منابع  \ باختردزمري دمياشتې ٣ نيټه :
په پاکستان کې نن چهارشنبه د پارلماني انتخاباتو لپاره رایه اچونه پيل شوه. 
خلک په داسې حال کې رأی اچونې ته روان دي چې د انتخاباتو د نتایجو د شفافیت او درأیې اچوونې پر مهال د مرګونو بریدونو د ګواښ په اړه اندېښنې موجودې دي.
په نننیو انتخاباتو کې د تحریک انصاف د مشرعمران خان او د مسلم لیګ نواز         د ګوند سخته سیالي روانه ده.
د رأیو په اړه د یوې سروې له مخې عمران خان ۳۰ فیصده او مسلم لیګ نواز ګوند ۲۷فیصده رایي لري، په بله برخه کې بیا مسلم لیګ نواز ګوند ۲۶ فیصده او تحریک انصاف ۲۵ فیصده رأی لري.                                                    
په درېیم مقام بیا د پخوانۍ صدراعظمې بينظیربوټو د زوی بلاول بوټو په مشرۍ پیپلز پارټي ده.
پاکستانیان تر نن ماخوستن اتو بجو پورې  وخت لري چې د رایو مرکزونو ته ولاړ او د خپلې خوښې کاندید ته رأيه ورکړي.
په پاکستان کې ۱۰۶ میلیونه وګړي د رايې ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي او لږ تر لږه ٨٥ زره انتخاباتي مرکزونه پرانېستل شوي دي.
  په دې ټاکنوکې د پاکستان د پارلمان ۳۴۲ څوکیو ته د دې هېواد له ټولو ایالتو، ۳۷۶۵ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
د نننیو ټاکنو پایلې به د جمعې په ورځ اعلام  شي. 
پاى\ ذکرالله \

تهران  باختر دچنګاښ    ٣١ نيټه :
  دايران جمهور رييس حسن روحاني  دخپل هېواد دراپرځول او تجزبه ، دايران پرخلاف  دامريکا له اصلي سياستونو څخه وباله او په دې اړوند يې دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ ته خبردارى  ورکړى دى .
روحاني ددغه هېواد دبهرنيو چارو وزارت د ډيپلوماتانو په وړاندې په خبرو کې  ، تسليميدل   يا مقاومت يې دايران پرمخ دوه لارې وبللې او له امريکا سره خبرې يې  دايران دتسليميدو  او دلاس ته راوړنو  دپاى ته رسيدو په مانا وبللې .
دايران دجمهور رييس دغه خبرې دايران دمشر  ايت الله  علي خامنه يي له خوا دروحاني دوروستيو دريځونو له ستاينې څخه يوه ورځ وروسته ترسره کېږي .
ايت الله خامنه يي  دايران دسفيرانو په شتون دهرمز  تنګي دتړلو  لپاره دروحاني طرحه وستايل .
روحاني له ايران  سره سوله (_ دسولو مور )  اوله ايران سره جګړه يې   د ( جګړو مور ) وبلله او ويې ويل  هېواد يې نه مني چې تر ګواښ لاندې ونيول شي .
دايران جمهور رييس دايران اټومي موافقه دنظام دارکان  ( يو موټي )  تصميم وباله او ويې ويل امريکا دغه موخه  تعقيبوله چې ايران دبرجام نقض ته اړباسي .
دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ چې له جمهوري رياست مخکې دبرجام يو انتقاد کوونکى  و په دې وروستيو  وختو کې له دغې موافقې  څخه ووت .
له برجام  څخه له وتلو وروسته دامريکا دحکومت سياست ، دنويوبنديزونو عملي کول او د پخوانيو بنديزونو بيا تازه کول  و چې دغه اقدام د ايران په اقتصاد  منفي اغيزې  کړي دي .
حسن روحاني په خپلو خبرو  کې ويلي دي  چې ايران په دې حالت کې په هوښياري  سره عمل کړى دى .
  دايران جمهور رييس ويلي دي: امريکا دايران دملت  د ( ستړې کولو ) لپاره  هلې ځلې کوي او راپرځول  ، تحريم ، تجزيه او تضعيف ، دايران داسلامي  جمهوريت پرخلاف دامريکا اصلي سياستونه دي .
روحاني ويلي دي ايران له خپلو  ګاونديانو سره د ډيرو ښو اړيکو غوښتونکى دى .
ده  ويلي دي په نويو شرايطو کې له عربستان ، عربي متحده اماراتو اوبحرين سره داړيکو داصلاح په لټه کې دى .
دايران جمهور رييس دامشخصه نه کړه چې داړيکو دغه اصلاح به څه ډول وي .
عربستان اوبحرين  له ايران سره خپلې ديپلوماتيکي  اړيکې شلولي دي او امارات له ايران سره دشارژدافير  په کچه اړيکه لري .
دغه درې واړه هېوادونه دايران پرخلاف ددونالد ترامپ  دحکومت دسياستونوهرکلى کوي .
  ختم- ف _ اکرم

 

Page 7 of 719