27 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  له ټاکلي هدف   څخه   ٤٣ سلنه  زيات عايد راټول کړى دى

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له ټاکلي هدف څخه ٤٣ سلنه زيات عايد راټول کړى دى

کابل/ دکب٧مه / باختر : دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست ...

څه ډول کولاى شو دکرونا ويروس د خپريدو مخه ونيسو؟

کابل/ دکب٧مه / باختر د عامې روغتيا وزارت د ساري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

-واشنګتن  باختر دچنګاښ ١٤ مه
دامريکا دوسله والو ځواکونو هوايي پريټ  دامريکا دمتحده ايالاتو دجمهور رييس  دونالدترامپ په غوښتنه  په واشنګتن کې ددغه هېواد دخپلواکۍ په ورځ  ترسره شو .
په دغو مراسمو کې يو،ب _ ٢ ستراتيژيک  بم غورځوونکى الوتکه له اف – ١٨ ،  اف  ٢٢ او اف  ٣٥ جنګي الوتکو سره  ګډون کړي و .
  دامريکا دسمندري ځواکونو اکروباتيک ټيم هم په دغه مراسمو کې هوايي نندارې ترسره کړې .
دجولاي دمياشتې څلورمه نېټه دامريکا  دخپلواکۍ ورځ هرکال په واشنګتن او دامريکا  په نورو ښارونوکې داورلوبې په مراسمو سره  نمانځل کېږي .
خو سږ کال دونالد ترامپ په پايتخت کې دپوځي پريټ  په اجرا کولو  ټينګار درلود . چې دانتخاباتي  مبارزو په درشل کې له وسله والو ځواکونو څخه  دسياسي ګټې اخستنې په باب  دده دمخالفينو له اندېښنو سره  يو ځاى و .
  ختم_ ج _ اکرم

-اسلام اباد باختر دچنګاښ ١٤ مه
دپاکستان درسمي راډيو دخبرله مخې ، ټاکل شوې ده ددغه هېواد صدراعظم  عمران خان له جګړې څخه دلاس اخستلو په خاطر دطالبانو دهڅونې لپاره ددغې ډلې له يوشمېر استازو سره ګوري .
دپاکستان راډيو په سياسي چارو کې دپاکستان دصدراعظم دسلاکار نعيم الحق  له خولې  ليکلي دي  چې دغه کتنه به  په روانو مياشتو کې دافغانستان له حکومت سره  له سلامشورو وروسته ترسره شي .
په اسلام اباد کې دافغانستان دحکومت  يو مقام ددغه خبرپه تاييدولو سره امريکا غږ ته وويل  چې ټاکل شوې ده  دپاکستان حکومت ددغې کتنې جزييات دافغانستان له حکومت سره شريک کړي .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى  څرګند کړى .
ټاکل شوې وه تېرکال هم  عمران خان دطالبانو له استازو سره وګوري . خو پاکستان ته دطالبانو  داستازو دغه سفر دافغانستان حکومت له سختو انتقادونو وروسته لغوه شو .
دغه کتنه په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده دپاکستان صدراعظم راتلونکي اوونۍ  دامريکا  له جمهور رييس  دونالد ترامپ سره  دکتنې لپاره  واشنګتن ته سفر وکړي .
  ختم_ج _ اکرم

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۲مه
دوه پاکستانیان نن د لاهور هوايي ډګر په سالون کې ووژل شول.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان چې نوي له (عمرې حج) څخه راغلي وو؛ په لاهور کې د بابربت په نامه د یوه تن په وژل کېدو تورن وو.
په دوو کلونو کې، دا دویمه پېښه ده چې په دغه هوایي ډګرکې رامنځته کېږي.
د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیر د پېښې په باب د تحقیق امر کړی دی.
ختم/ع

 

نیویارک – بی بی سی – 6 سرطان - باختر
بنابر گزارش جدید دفتر سرمنشی سازمان ملل متحد درباره قطعنامه ۲۲۳۱ شورای امنیت که در تایید و حمایت برجام است ، ایران تاکنون به تعهدات خود پایبند مانده است.
هر چند تسلیحات کشف شده در یمن و کشتی حامل اسلحه یی که سال گذشته امارات متحده عربی کشف کرد با مشخصات جنگ افزارهای ساخت ایران مطابقت دارد.
با وجود این در گزارش جدید دفتر سرمنشی سازمان ملل متحد تصریح شده است که مفتشان این سازمان نتوانسته‌اند شواهدی پیدا کنند که نشان دهد این تسلیحات بعد از ۱۶ جنوری سال ۲۰۱۶ از ایران وارد یمن شده است.
خانم دی‌کارلو در ابتدا به برنامه جامع اقدام مشترک، موسوم به برجام، به عنوان توافقی که حاصل ۱۲ سال مذاکرات و مداقه بوده است اشاره کرد و آن را دستاورد بزرگی برای دیپلماسی دانست. او سپس از پابند ماندن ایران به این توافق‎نامه ابراز خرسندی کرد و همزمان از تمدید نشدن معافیت‌های امریکا برای تحریم‌های اتمی ایران ابراز تاسف و نگرانی کرد. فریده بابک

Page 8 of 734