24 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کابل کې د نجونو د فوټبال سیالۍ

کابل کې د نجونو د فوټبال سیالۍ

کابل/ د کب ٥ مه / باختر په کابل کې د...

دکندز اوسېدونکو دپرمختيايي پروګرامونو ملاتړ وکړ

کابل/دکب ٥مه/باختر ولايتي شورا، ديني عالمانو، د سياسي ګوندونو استازو...

د ملکي خدمتونو کارکوونکو معاش د موبايل له لارې ورکول کېږي

کابل/دکب٥مه/باختر د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست پرون د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

١٣ - قاهره  باختردليندي ٢٠مه

 دمصر صدراعظم کمال الجنزوري اعلام کړى دى چې نوى کابينه يي خپله لومړۍ غونډه په راتلونکو دوو ورځوکې جوړوي .

 ده پرون په قاهره کې دامريکا دکانګرس دبهرنيو اړيکو دکميټې له رييس جان کرى سره  هم وکتل او ددوه اړخيزو او په تيره بيا ددواړو هيوادونو ترمنځ داقتصادي اړيکو په باب يي  خبري وکړې .

 دمصر صدراعظم دغه راز په وروستيو ورځو کې دمصر دمرکزي بانک له رييس او د پلان او نړيوالو همکاريو او دماليې له وزيرانو سره ددغه هيواد دمالي او اقتصادي حالاتو دڅيړنې په مقصد غونډي کړي دي .

دريکتر په  کچه دشپږ اعشاريه اوو درجو په سختوالي  يوې زلزلې  تيره شپه دمکسيکو دجنوب ګوريرو ايالت ولړزاوه .

 دباختر اطلاعاتي اژانس  درويترز دخبري اژانس دانترنتي سايت دخبر له مخې وويل ددغې سختې زلزلې  تګانونه دمکسيکو په پايتخت   کې هم احساس شوي ده .

 دامريکا د ځمکې  پيژندنې مرکز ددغې زلزلې  مرکز دمکسيکو  سيټي ښار دجنوب لويديځ په  ١٦٦ کيلو متري کې او د ٦٥ کيلو مترو په ژوروالي تثبيت کړي دي .

  دمکسيکو ښاروال  وويل دا ډيره  زوروره  زلزله وه او له هغي وروسته دبيړنې برخې ټول خدمتونه فعال شول .

  درويترز دخبري اژانس دخبر له مخې ددې زلزلې له امله  په ارام سمندرکې  دسونامې خبر داري نه دى ورکړ شوى .

 تراوسه پورې ددغې زلزلې له امله دسردزيان او مالي تاوان په باب  خبر نه دي ترلاسه شوي .

دپاکستان ددفاع وزارت نن په بلوچستان  ايالت کې د شمسي دهوايي اډې کنترول دامريکا له خوا له بشپړ تشولو وروسته ترلاسه کوي .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دپاکستان د دي نيوز انترنشنل ورځپانې  دخبري سايت له خولې   خبر ورکړ د شمسي اډې دتشولو  لارښوونه دپاکستاني ځواکونو په پوستي دناټو له دوه اوونۍ مخکې بريد وروسته چې ددغه هيواد ٢٤ تنه عسکر پکې ووژل شول  صادره شوې ده .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې  په دې باب تصميم  به چې ايا دغه اډه  متحده عربي اماراتو ته وسپارل شي  وروسته ونيول شي .

دپا کستان دولت دطالبانو دډلې ١٤٥ تنه بنديا ن ا زاد کړل

دباختر اطلاعا تي ا ژانس دجيو تلويزيون دڅرګند ونو له مخې خبر راکړ : ددغو طالبانو ازاد ول له  طالبانو سره دخبرو لپاره ددولت ښه نيت بلل شوى دى

دپا کستا ني  طالبانو يو قو ما ندان مولوى فقير محمد وا يي: هغوى له دولت سره دسو لې په خبرو بوخت دي

دطالبانو دډلې دويم سړى مولوى فقير محمد دغه راز ويلي دي دسولې خبري په باجوړ و کې کيږي ، که چيري له هغو څخه مثبتي نتيجې  ترلاسه شي دسوات ،مومندو ، ورکزو او جنو بي وزيرستان په ټولو سيمو کې به دسو لې تړون لاسليک کړو ‏