24 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

 صلاح الدين  رباني استعفا وکړه .

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

د تونس دولتي رسنيو خبر ورکړ ى دى چې ددغه هيواد پخوا ني جمهور رئيس زين العاب الدين په غيا بي ډول ديوې پوځې محکمې له خوا دنظامي افسرا نو دځوروني په تور په پنځه کاله بند محکوم شوى دى

د تو نس پخوا ني جمهور رئيس مخکې له دې ددغه هيواد د ملکي محکمو له خوا ددريو تنو سرتيرو د و ژنې په تور څه نا څه په شپيته کاله بند محکوم شوى دى

دى تير کال د مرغومي په مياشت کې د تو نس د خلکو له پاڅون وروسته سعودي عربستان ته وتښتيد

دى تر او سه پورې دسلو مواردو په تور ددغه هيواد د محکمو له خوا په مجا زا تو محکوم شوى دى


 

دعا مه سکتور نږدي دوو مليونو تنو کارکوونکو نن په بريتا نيا کې ددغه هيواد دتقاعد دسيستم د اصلاح لپاره د حکومت دپروګرا مو نو په وړاندې په ٢٤ سا عته اعتصا ب لاس پورې کړ

ويل کيږي چې دا په دغه هيواد کې په وروستيو دريو لسيزوکې ډيرستر اعتراضو نه دي

دغه اصلا حات داتحاديو دڅرګندونو له مخې د ما مورينو له خوا دتقا عد لپاره دزيا تې ور کړي سبب کيږي او ما مورين ديته اړباسي چې له تقاعد څخه زيات د اوږد وخت لپاره کار و کړې

حکومت دغه اصلا حات ضروري بو لې او دبريتانيا صدراعظم ديويد کامرون دغه اعتصا ب غند لى دى او غير مسئو لا نه کار يې بللي دي

دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنتن دالمان دبن په ښارکې دافغانستان په باب دبن په دويم کنفرانس کې دپاکستان دبايکات له اعلام وروسته خپله خواشيني څرگنده کړه او په دې باب يې دڅيړنې غوښتنه وکړه.

دى چې په جنوبي کوريا کې په يو کنفرانس کې خبري کولي يوځل بيا تکرار کړه چې دپاکستاني عسکرو وژل   کېدل يوه تراژيدي پيښه وه او  ويي ويل چې امريکا په دې باب څيړنه کوي.

 کلنتن خبريالانو ته وويل  دبن په دويم کنفرانس کې دپاکستان دنه گډون په اړوند ددغه هيواد  دتصميم له امله خواشيني  څرگندوي  ځکه دغه کنفرانس زياته موده مخکې پلان شوي و .

دي  زياته کړه  پاکستان  دامريکا په شان په افغانستان کې دامنيت ، ثبات  دتامينولو  اوددموکراسي دزياتوالې غوښتنه کوي.

 په پاکستاني عسکرو دناتو هوايي بريد چې له امله يې څلورويشت تنه پاکستاني عسکر ووژل شول حالات گډوډ اوداسلام اباد  اولويديځ ترمنځ دتاوتريخوالې سبب شوي دي.

دا مريکا حکومت دهغو اعتراضونو دکمولو لپاره چې دپاکستاني پوځيانو دپلټنې په يوې پوستي ددغه هيواد له بريد وروسته رامنځته شول اعلام وکړ چې په پاکستان کې  خپله يوه پوځي  هوايي اډه تشوي.

دايران دولتي خبري آژانس   دامريکايي مقاماتوله خولې ددغه خبرپه اعلامولو سره وويل  چې په بلوچستان ايالت کې دشمسي اډې تشول به  دبي پيلوټه امريکايي الوتکو په عملياتو کومه مهمه اغيزه ونه کړي .

امريکايي مقامات په پاکستان کې ددغه هيواد دبې پيلوټه الوتکو عمليات  دامريکا دجاسوسي دسازمان دپټ فعاليت يوه برخه بولي .

دپاکستان دپلټنې په يوې پوستې دامريکا دوروستۍ بريد په غبرگون کې دناتو په اړتياوړ په مالونو بار موټرونو دتګ راتگ  تګلوري تړلي دي .

په همدي  حال کې  دامريکا داستازو دمجلس دامنيت دکميټې يوه

جګپوړي دموکرات مقام  داسلام اباد او واشنګتن ترمنځ اړيکې ډيري لړځنده .

وبللي او عقيده لري  چې اوسنيو شرايطو  ته په پاملرنې سره به دامريکا او پاکستان ترمنځ کړکېچ په نږدي راتلوونکي کم نه شي .