24 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

 صلاح الدين  رباني استعفا وکړه .

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

بريتا نيا يي مقا ما تو پرون اعلام وکړ چې ديوې ايرلندى باروړونکى بيړۍ دډوبيدو له ا مله شپږ تنه تري تم شوي او د وه تنه ژغورل شوي دي

داسو شيتد پرس خبري ا ژانس له لندن څخه خبر را کړ ايرلندى باروړونکى بيړى له خپلو اتو تنو کارکوونکو سره له هغه وروسته چې پکى سورى پيدا شو پرون سهار دولز په شمال کې دروالين له مجمع الجزاير څخه د مرستې ر سولو دغو ښتنې پيغام و ليږه

دسا حلي ګارد ديو ما مور دڅرګند ونو له مخې په دغى ايرلندى بيړى کې د رې زره ټنه داهک  تيږي بارو چې په ښکاره ډوبه شوې ده

 ويل کيږي چې سيمه ييزو  سختو بادو نو ددغې ايرلندى بيړۍ دډوبيدو سبب شوى دى

ولاديميرپوتين چې له دې مخکې دوه  دوري دروسيې جمهوررييس  و ددريم ځل لپاره دغه مقام ته درسيدو لپاره انتخاباتي سيالۍ پيلوي .

دمتحدي روسيې دګوند دغړو غونډې پوتين د ٢٠١٢ ميلادي کال د جمهوري رياست انتخاباتو ته رسمې کانديد وټاکه  او ده هم دغه غوښتنه ومنله.

په دې  غونډه کې دروسيې اوسنۍ  جمهوررييس ديميتري مدوديف دپوتين په ستايلو کې هغه دمدرنې روسيې ډير محبوب ، تجربه لرونکي او بريالي سياستوال وباله.

 پوتين له ٢٠٠٠ ميلادي کال را په  دې خوا په پرله پسي توګه ددوو  دورو لپاره دروسيې جمهوررييس و  خو دقانوني خنډونو په دليل له هغه وروسته يي  ونه کړاى شول دروسيې  جمهوررييس شي نو ددې لپاره دده صدراعظم ديميتري مدوديف په انتخاباتو کې گډون  وکړ اودده ځاى يي ونيوه  پوتين ٥٩ کلن دي .

دپاکستان خصوصي شبکې جيو پرون خبرورکړ چې په کراچې ښارکې دپوليسو په ګزمې دوسله والو کسانو دډزو له امله دوه تنه ووژل شول او ديوتلويزيوني چينل ديو فلم اخيستونکي په گډون يوولس تنه نور ټپيان شول.

په همدي حال کې دپوليسو ځانګړو قطعاتو دهغو خلکو دخورولو په مقصد چې دپاکستان دپوځيانو پريوې پوستي دناټو دځواکونو دوروستي بريد په اړوند په مظاهرو لاس پوري  کړي دي  هوايي ډزې وکړې او اوښکي بهوونکي ګاز يې وکارول .

په دغو مظاهرو کې څوموټرسايکلونو او موټرونو ته چې په واټونو کې ولاړ و  دمظاهره کوونکو له  خوا اور واچول شو.

د تر کيې د استانبول ښار  جنا يې محکمې ٣٤ تنه مدافع وکيلان د ترکيې د کردستان د کار ګرا نو په ګوند کې د غړيتو ب په تور په بند محکوم کړل

د ترکيې پو ليسو تيره اوونۍ ددغه هيواد  په بيلا بيلو ښارو نوکې په يوه وخت عمليا تو کې د(پي ،کا،کا) ګوند د مشرعبد الله او چلان ٤٣ تنه مدا فع وکيلان له دغې ډلې سره د همکاري په تور ونيول

 دغې محکمې پرون اعلام وکړ: له تورنو کسا نو څخه له څيړنې اود مدرکونو له وړا ندې کولو وروسته دغه ٣٤ تنه په بند محکوم شول

د اړوندو خبرځايونو  دخبرونو له مخې : ځينې دغه وکيلان د ترکيې دسو لې اود مو کراسي ګوند غړي دي چې ددغه هيواد دکردا نو داستو ګنې په سيمو کې زيات پلويان لري