20 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په باميانوکې دوه تنه د نشه يي توکو د لېږدولو په اړوند ونيول شول

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر د باميانو پوليسو دوه کسان پرون...

په بدخشان کې د طالبانو يو مشر ووژل شو

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر د وسله والو طالبانو د يوې...

درې طالبان په کندز کې ووژل شول

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر درې وسله وال طالبان پرون په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

دا مريکا حکومت دهغو اعتراضونو دکمولو لپاره چې دپاکستاني پوځيانو دپلټنې په يوې پوستي ددغه هيواد له بريد وروسته رامنځته شول اعلام وکړ چې په پاکستان کې  خپله يوه پوځي  هوايي اډه تشوي.

دايران دولتي خبري آژانس   دامريکايي مقاماتوله خولې ددغه خبرپه اعلامولو سره وويل  چې په بلوچستان ايالت کې دشمسي اډې تشول به  دبي پيلوټه امريکايي الوتکو په عملياتو کومه مهمه اغيزه ونه کړي .

امريکايي مقامات په پاکستان کې ددغه هيواد دبې پيلوټه الوتکو عمليات  دامريکا دجاسوسي دسازمان دپټ فعاليت يوه برخه بولي .

دپاکستان دپلټنې په يوې پوستې دامريکا دوروستۍ بريد په غبرگون کې دناتو په اړتياوړ په مالونو بار موټرونو دتګ راتگ  تګلوري تړلي دي .

په همدي  حال کې  دامريکا داستازو دمجلس دامنيت دکميټې يوه

جګپوړي دموکرات مقام  داسلام اباد او واشنګتن ترمنځ اړيکې ډيري لړځنده .

وبللي او عقيده لري  چې اوسنيو شرايطو  ته په پاملرنې سره به دامريکا او پاکستان ترمنځ کړکېچ په نږدي راتلوونکي کم نه شي .

سپينې ماڼۍ  په تهران کې  دبريتانيا په سفارت له بريد اودمحصلانو له خوا دهغه له نيولو څو ساعته وروسته  دسختې وينا په ترڅ کې دغه اقدام وغانده.

سپينه ماڼۍ په دې ويناکې وايي  چې تهران په ايران کې  دديپلوماتيکي مامورينو دساتنې مسوول دى.

 امريکا دايران له اسلامي جمهوريت څخه  وغوښتل چې دغه پيښه وغندي او عاملينو ته يې سزا ورکړي او ډاډ  يې ورکړي چې په تهران کې دبريتانيا په سفارت اويا دنورو هيوادونو په سفارتونو دغه شان پيښه رامنځته نه شي .

يو شمير محصلانو پرون دليندي په اتمه نيټه په تهران کې دبريتانيا په سفارت بريد وکړ   دبريتانيا بيرغ  اودسفارت يو موټر ته يې  اور واچاوه  او په سفارت کې يي موجود سندونه اومدارک هم له کړکېو څخه بهر ته وغورځول.

دغه پيښه  هغه بريدته ورته دي چې په ١٣٥٨ کال په تهران کې دامريکا په سفارت شوي و.

سپينه ماڼۍ  وايي دامريکا دبهرنيو چارو وزارت ددغې پيښې په باب دبريتانا سره په تماس کې دي .

دايټاليا دکوريره دلاسمر انترنتي سايت اعلا وکړ چې په هالند کې داراسموس دطبي مرکز څيړونکو داسې ويروس توليد کړي دي چې  دنړۍ په نيمايي وګړو دسرايت او ددوي دوژنې توان لري .

ددغې ورځپاڼې  دليکنې له مخې دغه ويروس  چې دچرګانو ديوډول انفلونزا ده مليونونو تنو ته دچټک سرايت او ليږد توان لري او کولاي شي پراختيا ومومي او دنړۍ وګړي نيمايي کړي.

دغه ويروس  له هغو خطرناکو ويروسونو څخه دي چې تراوسه پوري توليدشوي دي ددغه ويروس له کشف وروسته داوسنيو څيړنمو دنتيجو دخپريدو په برخه کې ناندري رامنځته شوي دي چې په خپله په نړۍ کې دپوهانو دزياتو انديښنو سبب شوي دي.

همدااوس داسې انديښنې شته چې ددغو څيړنو دنتيجو په خپريدو سره يوناتار رامنځته شي ځکه چې دغه شان ويروس کېداى شي دډله ييزي وژنې په يوه خطرناکه وسله بدله شي .

دايران دنګهبان  شورا يوه مصوبه تصويب کړه  چې له مخې يې له بريتانيا سره ددغه هيواد اړيکې  کميږي .

  داړيکو دغه محدوديت  دروان کال ترپايه پوري له ايران څخه دبريتانيا  دسفير ايستل دي .

 دايران دخبري رسنيو  دنګهبان شورا دويندوى عباس علي له خولې ويلي دي ددغې شورا غړو په غوڅ اکثريت  سره ددغه سند په تصويبولو رايه ورکړې ده .

 دايران  پارلمان پرون ددغه سند  مسودي ته  خپله موافقه رايه ورکړه .

   دغه سند دليندي دمياشتي په دويمه نيټه له هغه وروسته   وړاندې شو چې امريکا ، کاناډا اوبريتانيا دايران پرخلاف  نوي بنديزونه اعلام کړل .