12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

دبلوچستان ايالت روغتيايې خبرځايونه وايې ددغه رياست په مند ښارګوټې کې يوله  دوو ترلاسه شويو مړو  څخه دبلوچستان  دجمهوريت غوښتونکي ګوند داطلاعاتو  دڅانګي  ديوه ستردستيار جليل  ريکى  دى .

  دباختر اطلاعاتي اژانس دپاکستان ددي نيوز انترنشنل ورځپاڼې دخبري سايت له خولې خبر ورکړ چې دغه سړى په  ٢٠٠٩  کال کې دکويټي ښار دسرباب له سيمې څخه تښتول شوى و .

 داپه داسي حال کې ده چې پاکستاني  رسنيو  ديوبل مړى  دترلاسه کولو چې يو سوداګر دي هم خبر ورکړ

 دبلوچستان دجمهوريت غوښتونکي  ګوند دد غه  ګوند ديو جګپوړي  غړى  جليل ريکى وژل کيدل  په کلکه وغندل  او په دغه ايالت کي يي درې ورځنې اعتصاب غوښتنه وکړه .

 ديوبل خبر له مخي نن سهار دکويتي ښار دشهباز  تاون ناحيي ته څيرمه دبم دچاودنې غږ اوريدل شوي دي  خو تراوسه پورې ددغې پيښې جزئيات نه دي خپاره شوي .

دايران حکومت د نشه يي تو کو يوولس تنه قاچاق وړونکي اعدام کړي دي

دايران د تلويزيون د رپوټ له خو لې د باختر د ا طلاعاتي ا ژانس دخبر له مخې دغه يوولس تنه قاچاق وړونکي پرون سهار دشيراز ښار دعادل ا باد په جيل کې اعدام شول

دشيراز عمومي څارنوال وويل دغو کسا نو د١٣٨٧ او١٣٨٩ کلو نو په بهير کې په عمدي ډول دډول ډول نشه يي تو کو په سا تلو ، ليږدولو او ترانزيت لاس پوري کړې و چې ددوې د اعدام حکم د لوى څارنوالۍ له تاييد اودقضا رياست له موافقي وروسته په دوي باندې تطبيق شو

د همدى خبر له مخې دبخښنې نړيوال سا زمان ويلي دي چې ايران د پنځه اويامليونووګړو په لرلو سره له چين وروسته دويم هيواد دى چې په نړۍ کې د اعدام لوړ شمير لر ي

دپا کستان ځوا کو نو تيره شپه او نن دخيبر _پښتو نخوا ايالت د کرمې ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې دپا کستا ني طالبانو په پټنځايونو بريد و کړ چې له ا مله يې پنځه ديرش ياغيان ووژل شول او لس تنه يې ټپيان شول.

دباختر اطلاعا تي ا ژانس دپا کستان ددى دان ورځپاڼې دخبري سايت درپوټ له مخې خبر را کړ: په دغې نښته کې چې څوسا عته يي دوام درلود ددغه هيواد داردو څلور عسکر هم ووژل شول.

دپنجشنبې په خو نړۍ ورځ په سوريه کې پنځوس تنه ووژل شول

دباختر ا طلاعاتي ا ژانس د منځنې ختيځ درسنيو له خو لې خبر را کړ څلويښت تنه وژل شوي کسان هغه سر تيري او افسران دي چې په دې وروستيو وختو کې درژيم له مخالفينوسره يو ځاى شوي و زياتره وژنې د حمص په مرکز ې ښار کې شوي دى

دپنجشنبې ورځ په روانه مياشت کې خونړې ورځ شميرل کيږي

په دې وروستيو وختو کې دجنرال رياض اسعد په مشرې د سوريې ازاد پوځ را منځته شوي دي اود بشار الاسد دنظام پرخلاف يې په مبارزې او جګړې پيل کړي دي

پرون هم ددغه هيواد په بيلا بيلو ښارو نوکې په زرګونو تنه په مظاهرولاس پوري کړ اود بشار الاسد د رژيم دراپرځولو غو ښتنه يې کوله