18 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧ مه د لوګر د پل علم...

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د تخار د ملي امنيت د...

 په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د دوو ازبکستانيو اتباعو په ګډون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

يوي بي پيلوټه امريکايي الوتکى دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې بريدکړى دى.

په دې بريد کې شپږ تنه مشکوک ياغيان وژل شوي دي.

بي پيلوټه امريکايي الوتکي دشمالي وزيرستان مرکز ميرامشا ښار ته څيرمه په يو کمپ توغندي وتوغول.

دامريکا دمتحده ايالاتو په پاکستان کې دطالبانو او القاعده دهدفونو پرخلاف هوايې بريدونه کړي دي خو دغه موضوع يي په ښکاره ډول نه ده تائيد کړي.

دامريکا دمتحده ايالاتو دسوريې دجمهوررييس بشارالاسد دګوښه کولو لپاره دنويو نړيوالو فشارونو هرکلي کړى دى.

دسپينې ماڼې ويندوى ويلي دي چې دعربو په اتحاديه کې دسوريې دغړيتوب له ځنډولو اوداروپا داتحاديي دبنديزونو له سختوالي وروسته بشارالاسد په زياتيدونکي ډول تجريد شوي دي.

پخوا داردن باچا دويم ملک عبدالله بي بي سي ته ويلي و چې دسوريې جمهوررييسبشارالاسد بايد دخپل هيواد په ګټه دپراخو سياسي بدلونونو لپاره لاره پرانيزي او له خپل مقام څخه ګوښه شي .

ديوبل خبرله مخې داروپا داتحاديې دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيران دسوريې پرخلاف دبنديزونو دسختوالي په باب موافقي ته رسيدلي دي ددغې موافقي له مخې داروپا پانګي اچوونکو بانکونو له خوا سوريې ته دپور ورکول ځنډول کيږي او دسوريې هغو نورو اتلسو مقاماتو ته به چې زياتره يې پوځيان دي داروپا داتحاديي غړو هيوادونو ته دسفر ويزه صادره نه شي په دې ډول دسوريې په جمهوررييس بشارالاسد پورې داړوندو کسانو شمير چې داروپا داتحاديي په تورلست کې شامل دي څلوراويا تنو ته لوړشوى دى.

نړيواله ټولنه دسوريې پرخلاف دعربي هيوادونو داتحاديې ( عرب ليک ) داقدام هرکلي وکړ .

دغي اتحاديي دسوريې غړيتوب ځنډولي دي او ددغه هيواد په حکومت يې بنديزونه لګولي دي ، ځکه دسوريې حکومت دحکومت دمخالفينو د مظاهرو ځپل نه دي بند کړي .

دملګروملتو دسازمان سرمنشي بان کي مون په يوه خبرپاڼه کې دعربي هيوادونو داتحاديې دغه اقدام پياوړي اوزړه ور بللي دي .

امريکا ، اروپايي اتحاديه ، بريتانيا او فرانسې هم دعرب ليک ددغه اقدام هرکلي کړي دي .

د ترکيې پو ليسو ٤٤ ټنه ماري جوانا نشه يي تو کې چې اد عا يې کړى ده د ترکيې د کر دستان د کار ګرا نو په غير قا نو ني ګوند پي کا کا پورې اړه لري کشف او ضبط کړي دي

پو ليسو ددغې تو کو بيه چې په جنو ب ختيځ ايالت دياربکر کې يې کشف کړه د ترکيې په پو لي واحد اته ويشت مليو نه ليري اعلام کړه

د ترکيې مقا ما ت وا يي د پي کاکا دډلې د پيسو د ترلاسه کولو يوه منبع د نشه يي تو کو پيرو دنه او پلورنه ده او دا په داسي حال کې ده چې ددغې ډلې مشران خپل غړي ان دسګر تو له څکولو څخه منع کوي