15 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په اوسني پړاو کې د والیانو ستر مسوولیت

کابل/ د تلې ۲۲ مه / باختر ټول دا واقعیت مني...

په ننګرهارکې د نږدې دوو میلیونو افغانیو په لګښت استنادي دېوالونه جوړېږي

کابل/دتلې ۲۲ مه/باختر د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په بانډې سيمه...

د طالبانو يو پټنځاى په لوګرکې له منځه يوړل شو

کابل/ د تلې٢٢مه / باختر د پوليسو د ځانګړو قطعاتو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

په ا مريکا کې د سعودي عر بستان دسفير د ترور دطرحى د محکومولو په باب ددغه هيواد پيشنهادي پريکړه ليک د ملګرو ملتو دسا زمان په عمو مي ټولنه کې تصويب شو

په دې پريکړه ليک کې له ايران څخه غو ښتنه شوې ده چې په دې برخه کې له نړيوالو ټولنو سره همکاري و کړې

دباختر اطلاعا تي اژانس د نړيوالو خبري منا بعو له خو لې خبر را کړ په دې پريکړه ليک کې چې د نوامبر په اتلسمه نيټه د لړم په اووه ويشتمه نيټه ) تصويب شوى دى په دې کار کې په مستقيمه تو ګه په ايران تور نه دى لګول شوى ، خو له ايران څخه غو ښتنه شوې ده دديپلو ما تا نو د ځان د سا تنې په بر خه کې دنړيوالو ژمنو در نا وي و کړې

د ملګرو ملتو سا زمان په پريکړه ليک کې دغه راز له ايران څخه غوښتنه شوې ده هغه کسان چې په دغو عمليا تو کې لاس لري ، محکمې ته وسپاري خو د ملګرو ملتو په سا زمان کې د ايران استازي محمدخزاعى په دې با ور دى چې دغه پريکړه ليک په مشخصه تو ګه ښيې چې ايران په دغى اد عا شوې تو طئه کې لاس لري

خزا عى وا يي چې دغه متن په مخکينې قضا وت سره برا بر شوى دى

په هغه خبر کې چې د ايران د اسلا مي جمهوريت دخبري ا ژانس له لارى دخزاعى په خبري کنفرا نس کې خپور شوى هغه هيوادد نه ثابت شوې اد عا ګانو له ا مله چې زما له هيواد سره پخوا نې دښمنې لري برا بر شوى دى او موږ يې په کلکه رده وو

د ا مريکا قضا يې مقا مو نو څه نا څه دوه مياشتې مخکې ديو ايراني تبار امريکا يې د نيولو خبر ورکړ چې ددوى دڅرګند ونو له مخې غو شتل دحرفه يي سړى وژونکو په اجير کولو سره په واشنګټن کې دسعودي عربستان سفير ووژنې

له غړو هيوادو نو څخه چې ددغه پريکړه ليک په رايې ورکولو کې ګډون درلو د ١٠٦ هيوادو نو پريکړه ليک ته مثبته را يه ورکړه نهو هيوادو نو منفى او ٤٠ هيوادو نو په رايې ورکولو کې ګډون ونه کړ

په ايران سربيره چى دغه پريکړه ليک ته يي منفى را يه ورکړى ده هغه ارمنستان ، شمالى کوريا، بوليوى ، کيوبا، اکوادور ، نيکاراګوا ،وينزويلا او زمبيا دي

دملګرو ملتو په سا زمان کې د سعودې عربستان استا زى هم وويل: دغه پريکړه ليک هيڅ يو ځانګړى هيواد نه دى مخاطب کړى ، يواځى هغه دليل چې ايران پکى ياد شوى دى اصلي تورن په خپلو اعترافو نو کې د ايران نوم ته اشاره کړې ده

دسويس دولت اعلام و کړ : د ايران د مقا ماتو پرخلاف يې دخپلو بنديزو نو دسختو الى لپاره په بل ګام کې د خپلو بنديزونو لست زيات کړى دى

دباختر د اطلاعا تي ا ژانس دفرا نسې دخبري ا ژانس دڅرګندونو له مخې خبر را کړ: دايران دبهرنيو چارو د وزير علي اکبر صالحي نوم هم دسويس له خوا په دغو بنديزو نو کې شا مل دي او له صالحي پرته څلورتنه نور هم په دغه لست کې دي

هغه کسان چې په دغه تورلست کې يي نو مو نه شته ، حقيقي او حقوقي کسان دي چې په سفري او تجارتي بنديزو نو لا ندې به راشي

دروسيي ، بيلاروس اوقزاقستان جمهورريسان به نن په مسکو کې داروپا اسيا داقتصادي اتحاديې دجوړولو لپاره يو سند لاسليک کړي.

دروسيې جمهوررييس ديمتري مدويديف دبيلاروس اوقزاقستان د جمهورو رييسانو کوربه دي چې دکرملين ماڼۍ ديو خبرځاى دڅرگندونوله مخې دغه درې واړه مشران به ددغو هيوادونو ترمنځ داقتصادي همکاريو دپياوړتيا سند لاسليک کړي چې په اوس وخت کې ګمرکي اتحاديه لري.

داروپا- اسيا اقتصادي اتحاديه د (يوراسيان) دروسيې دصدراعظم ولاديميرپوتين له خوا پيشنهاد شوې ده.

پوتين ويلي دي چې په پيل کې په دغه اتحاديه کې کيداى شي روسيه ، بيلاروس او قزاقستان شامل شي او وروسته دپخواني شوروي اتحاد هريو هيواد کولاي شي پکې گډون وکړي.

دپوتين دڅرگندونوله مخې دغه اتحاديه به يواځي اقتصادي هدف ولري او داروپا داتحاديې په شان وي .

دروسيې دوسله وال پوځ لوى درستيز جنرال نيکولاى ماکاروف داټومي جګړي درامنځته کېدو خبر داري ورکړ.

ماکاروف پرون په مسکو کې وويل دروسيې په پولو کې په سيمه ييزو شخړو درامنځته کېدو احتمال زيات شوي دي.

ده دکوم مشخص هيواد دنامه له يادونې پرته څرگنده کړه لري نه بولم چې په ټاکلو شرايطو کې سيمه ييزي شخړي په هراړخيزي جګړي او له اټومي وسلو څخه داستفادي په جګړه بدله شي .

دايران ددولتي خبري اژانس انترنتي سايت دروسيې دلوى درستيز له خولې وليکل چې دپخواني وارسا تړون نږدي ټول غړي هيوادونه او دغه راز دبالتيک دحوزي هيوادونه دپخواني پوځي تړون غړي شوي دي .

دغه جنرال دروسيې په وسله وال پوځ کې داصلاحاتو له امله دخوښي په څرگندولوسره زياته کړه له ٢٠١٣ ميلادي کال څخه به دروسيې په وسله وال پوځ کې په کال کې پنځوس زره پوځي ځواکونه استخدام کړي.