20 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پایلې دې ځنډنۍ وي، خو چې رڼې وي

کابل / د تلې ۲۸ مه / باختر د انتخاباتو خپلواک...

د استاد رحمت الله رسا ادبي اثر چاپ شو

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر د صلح سبزجهانى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

دعربو هيوادونو اتحاديې  سوريې ته  درې ورځې  وخت ورکړى دى چې دحکومت دمخالفو مظاهره کوونکو له ځپلو څخه لاس واخلي .او کتونکو ډلو ته  اجازه ورکړي  چې دغه هيواد ته سفر وکړي .

 په مراکش کې دعربو اتحاديې غړو هيوادونو  له  غونډې  وروسته  دقطر دبهرنيو چارو وزير شيخ  حامد بن جاسم آل ثاني وويل : سوريه به  د نه همکاري په صورت کې  له بنديزونو سره مخامخ شي .

 په داسې حال کې  چې دعربو اتحاديې هيوادونه او ترکيه په مراکش کې په غونډه بوخت و  ، يو شمير يرغلګرو په دمشق کې  دمراکش  او متحده عربي اماراتو په سفارتونو بريد وکړ او داپه داسې حال کې ده  چې فرانسې پرون خپل سفير له دغه هيواد څخه  وروغوښت .

 له بلې خوا  رپوټونه څرګندوى چې دسوريې له اردو څخه جلا شويو عسکرو دسوريې پايتخت  دمشق ته څيرمه ددغه هيواد  د استخباراتو دمرکز په ودانۍ  په يوه بريد کې  څه ناڅه  شپږ تنه  امنيتي ځواکونه  وژلي دي .

دامريکا جمهور رييس بارک اوباما نن وويل: په اسيا کې دامريکا دپراخه پوځي رول پلانونه دبودجي دکمښت له امله نه اغيزمن کيږي . او امريکا د ارام سمندر په سيمه کې ددغې سيمې ديوه قدرت په توګه خپل شتون ته دوام ورکړي .

بارک اوباما استراليا ته دخپل دوه ورځني سفر په وخت کې ددغه هيواد په پارلمان کې په خپلو خبرو کې هڅه وکړه ، هغه انديښنې لري کړي چې وايي دامريکا دپوځي بودجي کمښت ښايي په اسيا کې دواشنګتن رول کمزوري کړي .

ده وويل، ددفاعي لګښتونو کمښت به داسيا پسفيک دسيمې لګښتونه اغيزمن نه کړي .

دبريتانيا پوليسو څلورتنه نور، له پا کستان سره د اړ وندو تروريستي عمليا تو ديوې طرحې په ارتباط نيو لي دى .

څلورتنه دسه شنبې په ورځ په برمنګهم ښار کې د تروريزم د تمويلولو اود تروريستې زده کړي په مقصد پا کستان ته سفر لپاره د پيسو دراټولولو په تور ونيول شول

نيول شوى کسان له نو لس کلني څخه تر څلور ويشت کلني پوري عمرونه لري .

دبريتانيا پوليسو اته تنه د وږي په مياشت کې د همدغو عملياتو په اړوندونيول، اووه تنه يې د تروريزم په جرم تورن شوي دي چې په بريتانيا کې ځان مرګې بريدو نه هم پکې شا مل دى

استراليا په هندوستان ديورانيمو دپلورلو ملا تړ وکړ

داستراليا صدراعظمې ژوليا ګيلارد د هندوستان په اټو مى قدرت باندې ديورانيمو دپلورلو د منع کولو د له منځه وړلو د ملا تړ اعلام وکړ، خو ويلي يې دي چې هيواد يې د پا کستان او اسرا ئيلو په اټومى قدرت چې ګومان کيږي اټو مي وسلې لري ديورانيمو دپلورلو پلان نه لري

استراليا په چين ،جاپان . تايوان او ا مريکا يوورا نيم پلوري خو په هند ، پا کستان او اسرا ئيلو چې داټو مي وسلو د پرا ختيادمنع کولو تړون يې نه دى لاسليک کړي ،يورانيم نه پلورل ، خو داستراليا صدراعظمې دسيدنى مورننګ هرلد په ورځپاڼه کې په يوه خپره شوى مقاله کې هندوستان يو خوځنده اود چټک اقتصادي ودي د موکراسي بللي او ويلي دي دا منطقي ده چې هيواد يې له هندوستان سره خپلي اړيکې پيا وړى کړي ، خو زيا ته يي کړه ، هندوستان بايد داتضمين وکړي چې له استراليا څخه پيرودل شوى يورا نيم په سو له ييزو هدفو نو وکاروي