12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کولمبيا له افغانستان سره همکاري کوي

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/ باختر کولمبيا له افغانستان سره د کانونو...

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي چې...

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر اته وسله وال طالبان په ارزګان کې له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

دهند ددفاعي تحقيق اوپراختيا اداره په برياليتوب سره دآګني_ ٤ توغندي له ازمايښت څخه درې مياشتې وروسته په نږدي راتلوونکې کې دآ ګني _ ٥ توغندي ازمايښت ترسره کوي.

دايران ددولتي خبري ا ژانس دخبرله مخې دآ ګني _ ٤ توغندي دپنځه زره کېلومترو په واټن سره داټومي سرګلولي دليږدونې وړتيالري اودليندي دمياشتې په لومړيو وختو کې به په ازمايښتي ډول وتوغول شي.

دهند ددفاع تحقيق اوپراختيا داداري رييس ويول هيواد يې اوس داټومي بالستيک توغندتيو دتکنالوژي لوړي کچې ته رسيدلي او ازمايښتونه يې دپروګرام له مخې پرمخ ځي .

ده زياته کړه په برياليتوب سره دآګني_ ٤ ازمايښت ثابته کړه چې هند ددغو توغنديو دپراختيا وړتيالري .

ددغي اداري رييس زياته کړه دتکنالوژي له پلوه دچېن اوامريکا دتوغنديو په پرتله آګني _ ٤ توغندي دنړي يو ډير عصري توغندي دي.

يو ديرش تنه وسله وال تند لاري او دپاکستان  داردو يو افسر پرون دخيبر پښتخوا ايالت په دوو قبايلي سيمو کې دامنيتي ځواکونو او تند لارو ترمنځ په نښتو کې ووژل شول .

  تروريستانو په  کرمه ايجنسۍ  کې له دريو خواو څخه دمرغان کندو په سيمه کې دپلټنې  په يوې پوستې بريد وکړ چې دغه نښته څو ساعته دوام وکړ .

  دخبري منابعو دخبر له مخې، داردو يو افسر ووژل او يو تن بل  ټپي شو  په دې بريد کې  شل تنه بريد کوونکي وژل شوي دي .

 دهمدې خبر له مخې، امنيتي ځواکونو په اورکزي ايجنسۍ کې دعملياتو په ترڅ کې دتند لارو شپږ پټنځايونه او يوه نقليه واسطه له منځه وړلې ده او نهه تنه تند لاري يې وژلي دي .

 دغه راز تند لارو دغندي کلي  په سيمه کې دپوليسو له يوه پوسته  څخه بريد وکړ چې دمتقابلو ډزو  له امله دوه تنه بريد کوونکي ووژل شول .  

دعربو هيوادونو اتحاديې  سوريې ته  درې ورځې  وخت ورکړى دى چې دحکومت دمخالفو مظاهره کوونکو له ځپلو څخه لاس واخلي .او کتونکو ډلو ته  اجازه ورکړي  چې دغه هيواد ته سفر وکړي .

 په مراکش کې دعربو اتحاديې غړو هيوادونو  له  غونډې  وروسته  دقطر دبهرنيو چارو وزير شيخ  حامد بن جاسم آل ثاني وويل : سوريه به  د نه همکاري په صورت کې  له بنديزونو سره مخامخ شي .

 په داسې حال کې  چې دعربو اتحاديې هيوادونه او ترکيه په مراکش کې په غونډه بوخت و  ، يو شمير يرغلګرو په دمشق کې  دمراکش  او متحده عربي اماراتو په سفارتونو بريد وکړ او داپه داسې حال کې ده  چې فرانسې پرون خپل سفير له دغه هيواد څخه  وروغوښت .

 له بلې خوا  رپوټونه څرګندوى چې دسوريې له اردو څخه جلا شويو عسکرو دسوريې پايتخت  دمشق ته څيرمه ددغه هيواد  د استخباراتو دمرکز په ودانۍ  په يوه بريد کې  څه ناڅه  شپږ تنه  امنيتي ځواکونه  وژلي دي .

دامريکا جمهور رييس بارک اوباما نن وويل: په اسيا کې دامريکا دپراخه پوځي رول پلانونه دبودجي دکمښت له امله نه اغيزمن کيږي . او امريکا د ارام سمندر په سيمه کې ددغې سيمې ديوه قدرت په توګه خپل شتون ته دوام ورکړي .

بارک اوباما استراليا ته دخپل دوه ورځني سفر په وخت کې ددغه هيواد په پارلمان کې په خپلو خبرو کې هڅه وکړه ، هغه انديښنې لري کړي چې وايي دامريکا دپوځي بودجي کمښت ښايي په اسيا کې دواشنګتن رول کمزوري کړي .

ده وويل، ددفاعي لګښتونو کمښت به داسيا پسفيک دسيمې لګښتونه اغيزمن نه کړي .