31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

شمالي کوريا ددغه هيواد اودجنوبي کوريا ترمنځ دشخړي وړ پولي په جنوب کې يوې ټاپوته څيرمه دپوځي تمريناتو له امله په جنوبي کوريا سخته نيوکه وکړه.

دوي او اي نيوز دخبري سايت دخبرله مخې په دغه ټاپو تيرکال دشمالي کوريا دتوپچې ځواکونو له خوا مرګونې بريد وشو.

شمالي کوريا خبر داري ورکړي دي چې د جنوبي کوريا د جمهوري رياست په ماڼۍ کې به چې زرغون رنګ کور نوميږي سخت اوربل کړي او زرغون رنګ به په خړ رنګ بدل کړي .

دشمالي کوريا دولتي اژانس ددغه هيواد ديو جګپوړي پوځي قوماندان له خولې ليکلي دي چې دغه پراخ تمرينونه ديوې نوي سياسي اوپوځي فتني اچونې استازيتوب کوي .

دده د څرگندونو له مخې دزياتو تمريونو په صورت کې ښايي دجنوبي کوريا په پايتخت سيول هم بريد ولمسول شي .

د جنوبي کوريا په پوځي تمرينو کې جنګي بيړى ، توغندي ويشتوونکې اوتوپچې پوځونه شامل دي .

دشمالي کوريا دحکومت خبرداري ددغه هيواد ددولتي رسنيو په وسيله مخابره شوي دي .

دمکسيکوپوليسو ددغه هيواد دلويديځ په دوو ځايونو کې په دوو ليږدونکو وسايطو کې دنهو تنو سول شويو مړو ترلاسه کولو خبرورکړ.

دهند دنيوکريلا دخبري سايت دخبرله مخې پنځه مړي په سينالو ايالت کې په يو باروړونکې موټرکې داورلګيدنې په وخت کې ترلاسه شوي او ګومان کېده مخکې سوځول شوي و او جنايتکارانو دپوليسو دپاملرنې دجلبولو په مقصد دغه موټر سوځولي و.

دغه راز پوليسو ته ديوتن ناپيژندل شوي سړي دخبرله مخې څلور تنه سوځول شوي مړي ددغه ايالت دپلورني يو مرکز ته څيرمه په يو رنجرموټر کې ترلاسه شوي دي.

دوژل شويو کسانو هويت معلوم نه دي خو پوليس وايي چې دغه نهه تنه ښايي دهغو کسانو له جملي څخه وي چې دانګوشورا له ښارڅخه تښتول شوي وو.

دمکسيکو زياتره سيمي په تيره بيا دامريکا له متحده ايالاتو سره ددغه هيواد سرحدي سيمې هم دنشه يي توکو دقاچاقو وړونکو دفعاليت مرکز دي چې دقاچاقو دلارو دکنترول په سر سيالي لري .

 

دکېنيادپايتخت نايروبي ښار يو  امنيتي مقام وايي  چې په دغه ښارکې  چاودنې څوتنه ټپيان کړل.

 داسوشتدپرس دخبري اژانس دخبرله مخې  تيره مياشت سوماليا ته دکېنيا دځواکونو له رسيدو وروسته  ديولړبريدونو او دلاسي بمونو دبريدونو په لړ کې دا په دغه هيواد کې دچاودنې شپږمه پيښه ده .

دکېنيامقاماتو ويلي دي  تراوسه پوري معلومه نه ده چې په دي چاودنه کې  څومره عسکر ټپيان شوي دي.

دامريکا دبهرنيو چارو وزيره  هيلري کلنتن وايي  چې په بحرين کې  دبشردحقوقو دترپښولاندې کولو له امله سخته انديښمنه ده.

دبي بي سي دخبري سايت دخبرله مخې : دامريکا دبهرنيو چارو وزيره وايي هيله لري  چې دهغو ناوړو چلندونو په باب خپلواک رپوټ  چې پرون خپور شو وکولاي شي بحرين  درښتينو اصلاحاتو په لور رهبري کړي .

ددغه رپوټ ليکوال ويلي دي  چې زندانيان ددوى داعترافونو داخيستلو په خاطر وهل شوي او ډبول شوي دي او برقي شوک ورکړ شوي دي   او په تيري ګواښل شوي دي .

Page 731 of 737