13 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې١٠ تنه د ماين په چاودنه کې شهيدان شول

په غزني کې١٠ تنه د ماين په چاودنه کې شهيدان شول

کابل/ د ليندۍ٢٢مه/ باختر د غزني - جغتو لارې په تګلوري...

په لغمان کې ٩ کسان په ترافيکي پېښه کې ووژل شول

په لغمان کې ٩ کسان په ترافيکي پېښه کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٢مه/ باختر په کابل – جلال آباد لويه لاره...

  د فارياب په درېيو ولسواليوکې د طالبانو د جګړو مشر ووژل شو

د فارياب په درېيو ولسواليوکې د طالبانو د جګړو مشر ووژل شو

کابل/ د ليندۍ٢٢مه/ باختر د فارياب په درېيو ولسواليوکې د وسله...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

دامريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس اود  اتو نورو هيوادو نو مشران د ا مريکا دفلوريدا ايالت د ها وا يې ټاپو ګانو په هانولولو ښار کې د اسيا _ پسفيک د  اقتصادي سا زمان (اوپيک ) په غونډه کې د اسيا _ پاسفيک په حو زه کې د ازادۍ تجارتي سا حې د جوړولو په مقصد موافقي ته رسيد لي دي.

د ،وي او اې نيوز د خبري سايت دخبر له مخې ددغو نهو هيوادو نو مشرا نو دشنبې په ورځ ديوې اعلا ميې په خپرولو سره په ترانسيفيک کې ګډون د اقتصادي ،  تجارتي او پانګي اچو نې د اړيکو لپاره اساسي اقدام و باله

دوي دغه را ز ويلي دي چي دغه موافقه کولاى شي  ددوي په هيوادونو کې د کار اود ژوندا نه د کچې د لوړولو په لاره کې ښې زمينې برا بري کړې او بي وزلې کمه کړي

دامريکا د متحده ايالاتو په ګډون نور هيوادو نه چې په دې شراکت کې شا مل دي استراليا ، برو نى ، چيلى ، ماليزيا ، نيوزيلاند ، پيرو ، سينګاپور او ويتنام د ي او جاپان هم له دغې ډلې سره د پيوستون هيله کړې ده

د ا مريکا د متحده ايالا تو جمهور رئيس بارک او باما د خپل ټا ټو بي يعنې په ها نو لولو ښار کې د اسيا _پسفيک د اقتصادي همکاريو ددوه ورځنې غونډې کور به و.

 

 

دپا کستان دخصوصي خبري شبکې جيو دخبر له مخې : د هندصدراعظم منموهن سنګه پا کستان ته دسفر لپاره ددغه هيواد بلنه منلى ده

ددي نيوز انتر نشنل ورځپاڼې دخبر له مخې : د هند صدراعظم ويلي دي : د هند او پا کستان ترمنځ دسو لې خبرې به ډير ژر له سره پيل شي

دهند صدراعظم زيا ته کړې ده دى به تر هغه وخته پورې پا کستان ته سفر ونه کړى چې پا کستان د تروريزم پرخلاف يو اغيزمن ګام او چت نه کړې

ده زيا ته کړې ده : د پا کستان لورى دسو لې دبهير د بيا پيل کولو لپاره دهلو ځلو په حال کې دى

دياد ونې وړ ده چې په دې وروستيو وختو کې د هند او پا کستان ترمنځ اړيکې مخ په ښه کيدو دي او ددوا ړو لورو ترمنځ دسو لې دخبرو لپاره هلې ځلې دوام لري

امريکا غوا ړى دسنګر ځپلو په زرګو نو پرمختللي بمو نه د متحده عر بي امارا تو په واک کې ورکړې

دغه بمو نه ترځمکې لا ندې پټنځايو نو ، تونلو نو اود نورو قوي هدفونو د ويجاړولو په مقصد طرحه شوي دي .

دامريکا د والستريت ورځپاڼې دخبر له مخې : دغه هيواد د منځنې ختيځ د هيوادو نو د وسله وال کولو اود نړۍ په يوه مهمه ستراتيژيکى سيمه کې د وسلو دسياليو دپيل کولو لپاره د خپلو هلو ځلو د زياتوالى په حال کې دي

دپرس ټى وې د خبري شبکې دخبر له مخې د منځنې ختيځ د هيوادونو د وسله وال کولو په پرو ګرام کې پرمختللو اف _١٥ الو تکو اود نورو ځواکمنو وسلو دپلورنې څو مليو نه ډالري قراردادو نه شا مل دي

دسوريې دولت دعربو په اتحاديه کې ددغه هيواد دغړيتوب دځنډولو په باب ددغې اتحاديې تصميم رد کړ او ويې غانده.

دباختر اطلاعاتي اژانس دمنځني ختيځ درسنيو دڅرگندونو له مخې خبرورکړ دعربو په اتحاديه کې دسوريې ددولت استازي ددغه هيواد دغړيتوب دځنډولو په اړوند ددغې اتحاديې له تصميم وروسته وويل هغه تصميم چې ونيول شو غيرقانوني او دعربو اتحاديې دمنشور پرخلاف اودلويديځ ا وامريکا په لارښوونه دي .

دعربو اتحاديې پرون په قاهره کې دبهرنيو چارو دوزيرانو په غونډه کې درايو په اکثريت په اتحاديه کې دسوريې غړيتوب وځنډاوه او پردمشق يي سياسي اواقتصادي بنديزونه ولګول . دغه راز له پوځ څخه يې غوښتنه وکړه دبيګناه خلکو له وژلو څخه لاس واخلي او بيرته خپلو بارکونو ته ستانه شي.

دغه راز دغي اتحاديې مخالفينو ته بلنه ورکړه چې په دريو ورځو کې له عربو اتحاديې سره خبري وکړي.

داتحاديې اتلسو غړو هيوادونو دغه تصميم ته مثبته رايه اولبنان اويمن منفي رايه او عراق ممتنع رايه ورکړه.

دامريکا جمهور رييس بارک اوباما او داروپا اتحاديې دعربو اتحاديې ددغه تصميم هرکلي وکړ اوهغه يې دخلکو دوژل کېدو په مخنيوي کې يومثبت ګام بللي دي .

دسياسي څيړونکو په نظر دعربو داتحاديې تصميم له يوې خوا دسوريې دولت له زيات ګوښه توب سره مخامخ کړ او مخالفين يې دسوريې دقانوني استازي په توګه بللي او له بلې خوا ددي زمينه برابروي چې دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا ددغه سازمان له لاري دبشارالاسد درژيم دړنګولو او روسيې دسوريې دحکومت له خوا ددغه هيواد دخلکو دوژنې دغندلو په اړوند دملګرو ملتو دسازمان دامنيت شورا پريکړه ليکونه ويتو کړل .

Page 732 of 733