25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې دکرونا احتمالي  اخته کسانو ته  درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

په بغلان کې دکرونا احتمالي اخته کسانو ته درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

کابل /دکب ٥مه / باختر دبغلان دعامې روغتيا رياست چارواکي...

 په هرات کې دپوليو واکسين  دکمپاين  ددويمې دورې پيل

په هرات کې دپوليو واکسين دکمپاين ددويمې دورې پيل

کابل /دکب ٥مه / باختر : دماشومانو دفلج ناروغي ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

په تهران کې دسپاه پاسداران دمهماتو په ډيپو کې د چاودنې له امله درې ديرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

سپاه پاسدارانو اعلام وکړ چې دکرج په شاوخوا کې دمهماتو په يوه ډپيو کې په سخته چاودنه کې څه ناڅه اوولس تنه وژل شوي اوشپاړلس تنه نورټپيان شوي دي او دځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوي دي.

سپاه پاسداران د وژل شويو کسانو شمير پنځه ويشت تنه اعلام کړي و .

سپاه پاسدارانو دغه اوازي چې چاودنه دورانکارعمل زيږنده ده درواغ وبللي .

دسپاه پاسداران دڅرگندونو له مخې په دې اډه کې يې مهمات ساتل چې دمهماتو دځاى پرځاى کولو په بهيرکې چاودنه وشوه اوله امله يې يوشمير پاسدارانو ته مرګ ژوبله واوښته.

داسپا نيې په مايورکا ټاپو کې ديو هليکوپتر دراغورځيدو له ا مله دوه تنه بريتانوى اتباع ووژل شول

دبريتا نيا د بهرنيو چارو وزاررت يو ويندوى ددغه هيواد ددوو تنو اتباعو وژل کيدل تاييد کړل خود زيا تو جز ئياتو له ورکولو څخه يې ډډه و کړه

دغه پيښه نن سهار داندراتکس ځنګلې سيمې ته څيرمه وشوه

دهليکو پتر دراغورځيدو په وخت کې په دغې سيمه کې يو څه اورهم ولګيد

دايټاليا صدراعظم سيليو يوبرلو سکو نى استعفا و کړه

د باختر اطلاعا تي ا ژانس د نړيوالو خبري منا بعو له خو لې خبر را کړ

د ايټاليا جمهور رئيس ناپولتيا نو دصدراعظم استعفا منلى ده او ښايې داروپا په اتحاديه کې ددغه هيواد پخوا نى استا زى ماريو مونتى دصدراعظم اود حکومت د جوړولو د مسئول په تو ګه وټا کى

برلوسکونى رسنيو ته وويل له اوولسو کلو نو سياسي فعاليت وروسته به د تل لپاره له سياست سره مخه ښه و کړى

ده ژمنه کړې وه چې دپارلمان له خوا د اقتصادي پرو ګرام د نوى طرحى له تصويب وروسته به له خپل مقام څخه استعفا و کړې

دسنا مجلس دجمعى په ورځ اود استا زو مجلس دشنبې د ورځې په فوق العاده غونډه کې دغه پروګرام تصويب کړ او دارو پا اتحاد يې ددغه اقتصادي پروګرام ملا تړ کړي دي

دايټاليا دپارلمان له خوا د اقتصادى پروګرام تصويب دارو پا او امريکا په بازارونو کې داسعارو د بيې د لوړ والى سبب شو .

ددغې اقتصادى پرو ګرام له مخې به نهه پنځوس مليارده او اته سوه مليو نه يورو سپما شى چې حکومت کولاى شي خپل پورو نه ور کړي

دغه سپما ددولتي لګښتو نو د کمښت د ماليا تو د لوړولو اود تقاعد دعمر د زيا تو الى ، ددولتي شتمنيو دپلورني اودسون د تو کو د بيو دلوړيدو زيږنده دي

د قزاقستان پوليسو ددغه هيواد په جنوب کي دچاودنې او ډزو له امله دپوليسو ددريو تنو افسرانو په ګډون د پنځو تنو دوژلو خبر ورکړ . ؛

دهند دنيو کريلا دخبري سايت دخبر له مخې ، دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو افسرانو يو شکمن چې ګومان کيده يو دکان يې لوټ کړى دى تعقيباوه .

پوليسو ديوې وينا په ترڅ کې ويلي دي چې دپوليسو دوه تنه افسران دشکمن سړى د ډزو له امله وژل شوي دي او دريم پوليس او دوه تنه ملکي وګړى هغه وخت سا ورکړه چې مشکوک سړى دنيول کيدو په وخت کې يوه اندازه چاوديدونکي توکي وکارول .

Page 734 of 734