27 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

کابل\دکب٧مه\باختر د مالیې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د...

په پروان کې دوه تنه دغلا په اړوند ونيول شول

کابل/ دکب٧مه / باختر پوليسو دپروان په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

برلين  باختر دغبرګولې  اوولسمه :
درويترز خبري اژانس ويلي دي  چې دالمان دبهرنيو چارو وزيرها يکو ماس به  په راتلونکې اوونۍ کې ايران ته سفر وکړي .
دالمان دبهرنيو چارو وزارت وياند اعلام کړى دى  چې ماس په ايران سربيره اردن ،  اوعربي متحده اماراتو ته هم سفر کوي .
ايران ته  دالمان دبهرنيو چارو  دوزير سفر دجاپان  دصدراعظم  شينزو آبه  له سفر  څخه  جوخت اعلام شوى دى  . چې په دې کچه د ١٣٥٧ کال له انقلاب وروسته  ايران ته  ديو جاپاني مقام  لومړى سفر دى .
په وروستيو اوونيو کې بېلابېلو هېوادونو  دايران اوامريکا ترمنځ  تاوتريخوالي کې  دمنځګړيتوب لپاره  خپلو ديپلوماتيکو هڅو ته  زور ورکړې ده .
دالمان دبهرنيو چارو وزارت وياند وويل ايران ته  دهايکو ماس سفر دبريتانيا اوفرانسې په موافقې او همغږى سره  ترسره کيېږي .
دده دڅرګندونوله مخې ، ددغه سفر په باره کې دامريکا دبهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره هم خبرې شوې دي .
بريتانيا اوفرانسه  دالمان تر څنګ  دلويديځې اروپا قدرتونه دي . چې له ايران سره  اټومي موافقه لري .  هغوى که څه هم دامريکا نږدې متحدين دي په وار وار يې له برجام څخه  دوتلو لپاره  ددونالد ترامپ  په تصميم نيوکه کړې ده او وايي چې دبرجام  دساتنې په لټه کې دي .
  ختم_ ج _ اکرم

دامريکاغږ راډيو/دغبرګولي دمياشتې ١٤نيټه :                                            

دامريکا جمهوررئيس  دونالد ترمپ  او ميرمن يې مانيلا ترمپ مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکې ورکړه .
جمهوررئيس ترمپ په يو اختريزبيان کې ويلي دي ، زه او مانيلا تاسو ته دزړه له کومې دکوچني اختر مبارکي وايم.
جمهوررئيس ترمپ  اختر يوه سپيڅلې ورځ بللې ده او ويلي  دي چې دا ورځ په متحدو ايالتونو او ټولې نړۍ کې مسلمانانو ته دافرصت  برابروي چې له اړمنوسره د مرستو او همکاريو لپاره خپله ژمنه بيا تازه کړي.
پاى \ذ \

  آزادۍ راډيو/دغبرګولي دمياشتې ١٤نيټه :
په سوډان کې دامنيتي  ځواکونو د بريد په نتيجه کې دوژل شويو کسانو شمير١٣     تنو ته ورسيد.
دغوځواکونو پرون په پايتخت خرطوم کې دپوځ د يوې قرارګاه دباندې د دموکراسۍ پيلوه معترضانو پريوې ډلې بريد وکړ.
يو له دغو معترضانو وليد فاروق دى وايي ؛  موږ سودانيان دتحصن کوونکو دخواره واره کولو لپاره امنيتي ځواکونه مسوول بولد ، زموږ امنيتي ځواکونو دسوډان له خلکو سره خيانت کړى دى.
دسوډان  دمتخصصانو ټولني پرون په ټيوټرپاڼه کې وليکل ؛ معترضان ديوې ډله ييزې خونړۍ وژنې سره مخامخ دي چې هدف يې دتحص ماتول دي .
ددغې ټولنې په خبره په دې ترڅ کې له ګولۍ او زور څخه  کار اخيستل کيږي.
پوځي انتقالي شورا دا ادعا رد کړې چې ګواګې دتحصن اصلي ځاى په زورټول         شوي دي.
په سوډان کې دحکومت ضد اعتراضونو څو مياشتې وروسته عمر البشير په  اپريل مياشت کې دپوځ په يوې کودتا  د جمهوري رياست  له څوکۍ څخه لېرې کړاى شو.
له هغه راهيسې يوې پوځي انتقالي شورا دحکومت اداره په لاس کې اخيستې ده .
معترضان په خرطوم کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي او غواړي يوغير پوځي حکومت دغه هېواد اداره کړي .
پاى \ذ \

-واشنګتن باختر د غبرګولې دريمه :
  دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ چې دهواوي شرکت يې ډير خطرناک بللى دى وايي  دغه شرکت کيداي  شي دامريکا اوچين دراتلوونکې سوداګريزې  موافقې يوه برخه وي.
دچين اوامريکا سوداګريزې  جګړې په وروستيو اوونيو کې دتعرفو اوګواښونو په زياتوالي سره زور اخستى دى .
واشنګتن په عين حال کې دهواوي شرکت په تور  فهرست کې نيولى دى .
امريکا وايي چې دغه شرکت دهېواد ملي امنيت ګواښي او په مقابل کې چين په امريکا دهواوي شرکت  پرخلاف  دزور زياتي تور ولګاوه .
تيره اوونۍ  دامريکا حکومت دهواوي شرکت چې په نړۍ کې دموبايل تيلفون دويم ستر توليدونکى دى دهغوشرکتونو  په  فهرست کې ونيوه چې له مخکني تاييد پرته دامريکا له تکنالوژي  څخه دګټې اخستنې اجازه نه لري .
سره له دې هم پرون ترامپ وويل ښايي دغه شرکت له چين سره دراتلوونکې سوداګريزې موافقې يوه برخه وي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

Page 9 of 734