23 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو وزيره: په بلخ کې د ښځو وضعيت ښه شوى دى

مزارشريف \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

کراچۍ  باختر د وږي  څوارلسمه :
  دپاکستان پوليسو ادعاکړې ده چې دداعش دډلې څلور تنه غړي پرون په کراچۍ ښار کې دنښتې له امله ووژل شول .
باختراژانس دپاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ. يوتن وژل شوى دنوبل دجايزې دګټوونکې ملالي يوسفزي  په ترور او دکراچۍ او خيبر پښتونخوا په ښارونو کې په نورو تروريستي  بريدونوکې لاس درلود .
دپوليسو دڅرګندونوله مخې جګړه په يوه  نوي جوړه شوي ودانۍ کې  ونښته او ددغو تروريستانو دشتون په باب ديوې استخباراتي ادارې له خوا خبر ورکړى شوى و دغه تروريستان مخکې دپاکستاني طالبانو په ډلې پورې اړوند و او اوس  دداعش له ډلې سره همکاري کوله او دلوى اختر له ورځو وروسته په قائد اباد سيمه دبريد نيت درلود .
پوليسو په نيمه کاره ودانۍ کې دتروريستانو په کور بريد وکړ او تروريستان غوښتل په دوى ډزې وکړي چې وتښتي خوټول ووژل شول .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

کابل \باختر دوږي دمياشتې ١٣  نيټه  :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د برما د پوځيانو له خوا د روهنګيايي مسلمانانو مظلومانه عام وژنه په کلکه غندي.
د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې چې د برما د مسلمانانو پرخلاف د دغه هېواد د دولتي عسکرو وحشيانه او بشري ضد بريدونه په کلکه غندي، د ملګروملتو له سازمان او د نړۍ د بشري حقوقو له بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د برما د مسلمانو او مظلومو خلکو نسل او عام وژنه په خاص ډول وڅيړي.
پاى \ج\ ذ

 الجزاير \ ايرنا \باختر دوږي دمياشتې ٩ نيټه  :
د الجزاير د دفاع وزارت په عربي هېوادونوکې د يو ډول سُمي عطر چې تجارتي نوم يې ( ريلکس ) دى، د هغه د استفادې په باب خبردارى ورکړى دى. که  چيرې يو انسان له دغه عطر څخه استفاده وکړي، د هغه د وژنې سبب کيږي  .
د الجزاير د دفاع وزارت اعلام کړى دى چې دغه سُمي عطر په يو شمېر عربي هېوادونو لکه مصر، سوډان، لبنان ، عراق، بحرين اوکويټ کې ويشل شوي دي .
د الجزاير د دفاع وزارت د اعلام له مخې؛ په دغو عطرونو ترسره شوې آزموينې ښيي چې دغه عطر د استفادې په وخت کې کوم عوارض نه په ډاګه کوي، بلکې  درې تر څلور ورځې وروسته له استفادې عوارض په ډاګه کوي او په نا څاپي ډول د انسان د وژنې سبب کيږي.
د يادونې وړ ده چې دغه خبر د الجزاير د دفاع وزارت په رسمي ويب پاڼه کې شتون نلري، خو د دغه هېواد کورنيو رسنيو لکه  د الخبر ورځپاڼې چې يو تصوير يې د دفاع وزارت له يوه ليک څخه خپورکړى دى چې دغه ليک د اګست په  ١٥ نېټه  د دفاع وزارت قواوو ته د دغه خطر د مخنيوي په خاطر  ليږل شوى دى.

 نوى ډيلى \ ورلدنيوز \باختر دوږي دمياشتې٩  نيټه  :
د هندپه لويديځ کې د (مها راشترا) ايالت حکومت اعلام وکړ چې د تيرو دوو ورځو د سختو اورښتونو له امله څه ناڅه ١٥ تنه وژل شوي دي .
دغه اورښتونه سخت توپانونه له ځان  سره لري چې د زده کړو د مرکزنو، د الوتکو د پروازونو د لغوه کولو او د مها راشترا ايالت د مرکز په بمبيي ښارکې د اوسپنې پټلۍ د تګ راتګ د خنډ سبب شوي دي .
د هند د هواپوهنې ادارې رئيس نن د يوه خبرداري په ترڅ کې اعلام وکړ چې  اورښتونه د دغه ښار او شاوخوا سيموکې تر نورو ٢٤ ساعتو پورې دوام مومي.
د خپرو شويو خبرونوله مخې، په هندکې د روان ميلادي کال  له پيل څخه تر اوسه پورې  ١١٢٩ تنه د سيلاوونو د راوتلو او د ځمکې ښوئيدنې له امله مړه شوي دي.
په هندوستان کې موسمي اورښتونه چې د جون له مياشتې څخه پيل او د سپټمبر تر مياشتې پورې دوام مومي، هر کال په دغه هېوادکې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.

Page 10 of 692