15 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هرات د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په اړوند خبرې وشوې

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د ملکي هوايي چلند د خپلواکې...

په فراه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : دوه تنه وسله وال طالبان پرون...

په بغلان کې اعتراضونه پاى ته ورسيدل

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د بغلان د زاړه ښار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اخبار جهان

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې او نوماند وزيرې حسينې صافۍ په مشرۍ نن د رسنيو د عالي شورا غونډه جوړه شوه  .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې په باب چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تقنين او پاليسۍ د چارو د سلاکار دلاور نذير زوى له خوا  برابره شوې ده، بحث وشو.
د شورا غړو د دغې مسودې د بېلابېلو برخو د موادو په باب خپل نظريات او پيشنهادونه وړاندې کړل.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ټينګار وکړ چې د دغې مسودې په باب ښه او زيات کارونه ترسره شي ترڅو ښې نتيجې ترلاسه شي .
دغه راز په دې غونډه کې ټينګار وشو چې هلې ځلي وشي ترڅو د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې متن په راتلوونکي غونډه کې بشپړ او وروستيو پړاوونو ته   چمتو شي .
پاى \ ذکرالله\

کويټه  باختر د چنګاښ  درې ويشتمه :
دپاکستان دبلوچستان ايالت په مستونګ ښار کې په يوه انتخاباتي غونډې دځانمرګي بريد له امله ١٢٨ تنه  ووژل شول او  ١٥٠ تنه نور ټپيان شول .
باختراژانس  د نړيوالو خبري منابعو له خولې خبرراکړ ، دانتخاباتو يو سيمه  ئيز نوماند هم ددغه بريد په قربانيانو کې  شامل دى .
  دپاکستان انتخابات د زمري دمياشتې په دريمه نيټه ترسره کېږي . او ددې ويره شته چې دانتخاباتو  په نږدې کيدو سره  تاوتريخوالي زياتې شي .
  له دغه ځانمرګي بريد څخه   څو شيبې مخکې دپاکستان په شمال ختيځ بنو ښار کې هم  په يوې انتخاباتي  غونډې  دبمي بريد له امله څلور تنه ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول .
  دبلوچستان  دمستونګ دبريد مسووليت دداعش ډلې په غاړه اخستى دى .
  ختم_  ج _ اکرم

بيجنګ باختر دچنګاښ  ٢١
چينايي اوقطري  مقاماتو ديو موافقه ليک په لاسليک  کولو سره دغو دواړوهېوادونوته دسفر لپاره دويزې اخستل لغو کړل .
دالخليج  الجديد خبري سايت پرون وليکل چې دغو دواړو هېوادونو په بيجينګ کې  دعربي هېوادونواوچين دهمکارى د ټولنې  داتمي غونډې  تر څنګ دويزې په لغو کولو  موافقه  وکړه .
ددغه خبرله مخې ، په بهرنيو چارو کې دقطر ددولت وزير سلطان بن سعد المريخي اودچين دبهرنيو چارو وزير وريک آي  په يوه کتنه کې ددواړو هېوادونودستراتيژيکي اړيکو اوپه ديپلوماتيکي ، اقتصادي ، سوداګريزو ،ګرځندوى او قونسلي برخو کې دهغو دپراختيا ،پياوړتيا اوملاتړ د لارو چارو په باره  کې خبرې وکړي .
چين اوقطر په  ٢٠١٧ کال کې دڅه دپاسه يوسلو دريو ملياردوپه ارزښت سوداګريزې معاملې لرلې .
قطر چين ته دطبيعي ګازو دويم صادروونکى دى .
  دعربي هيوادونواوچين دهمکارى ټولنې غونډه دسه شنبې  په ورځ   دکويت دامير ، ديوويشتوعربي  هېوادونود وزيرانواودعربو داتحاديې دعمومي منشي په شتون په بيجينګ کې پيل شوى دى .
ختم_ عطاالله –اکرم

اسلام آباد \ بي بي سي  \باختردچنګاښ دمياشتې١٦نيټه :      
په پاکستان کې يوې محکمې د دغه هېواد پخوانى صدراعظم محمدنوازشريف  د اداري فسادپه اړوند په لس کاله بند محکوم کړ.
د نوازشريف لور او د هغه زوم هم دفساد په تور  په بند محکوم شول .
د پاکستان دملي محاسبې محکمې د حکم په اجرا کولو کې له څو ځلې  ځنډ وروسته پرون خپله وروستۍ رايه اعلام کړه. د محمد نوازشريف د نيولو حکم د دغو تورونو په اړوند تېر کال صادر شوى و.
نوازشريف اوس په لندن کې دى او حکم د ده په غياب کې صادر شوى دى او ده ويلي چې د دغه حکم ترشا سياسي انګيزه شته .
دمحکمې قاضي محمدبشير دپاکستان پخوانى صدراعظم په لندن کې دڅلورو اپارتمانونو د لرلو په خاطر چې د ده له معاش څخه زيات ارزښت لري، دلسو کلونوپه بند او له محکمې سره دهمکارۍ نه کولو په خاطر په يو کال بند محکوم کړ .  
د پاکستان دپخواني صدراعظم لور مريم نواز شريف په جرم کې د مشارکت په تور  په اوو کلونو بند اوله محکمې سره د همکارۍ د نه کولو په خاطر په يو کال بند محکومه شوې ده او هغې ميړه محمدصفدر له محکمې سره د همکارۍ نه کولو په تور په يوکال بند محکوم شوى دى .
پاى \ج\ ذ 

Page 2 of 713