25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ دلړم ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد...

 يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۷- کابل / د لړم ۳مه / باختر يو دېرش...

 پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

۳۶- کابل / د لړم ۳مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سټولټنبرګ: طالبان باید خپلې ژمنې عملي او تاوتریخوالی کم کړي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

وي  او اې / د تلې٢٥مه / باختر
د شمالي اتلانتیک یا ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي دي چې وسله وال طالبان باید خپلې ژمنې عملي او تاوتریخوالی کم کړي.
ښاغلي سټولټنبرګ پرون پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړې دي.  
سټولټنبرګ د قطر مرکز دوحه کې له خلیلزاد سره د لیدنې پرمهال د دوحې خبرې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره ښه فرصت بللی دی.
هغه ویلي دي: د دوحې خبرې په افغانستان کې د سولې لپاره ښه فرصت رامنځته کوي، طالبان باید خپلې ژمنې عملي او د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي. ناټو د افغانستان امنیت ته ژمنه ده.
نوموړي له خلیلزاد سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې له بهیر او ثبات ټينګېدو څخه د ناټو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
له بلې خوا پرون د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم         ویلي دي چې د جګړې زیاتوالی د افغان سولې بهیر له ګواښ سره مخ کوي.
خلیلزاد په یو ټویټ کې لیکلي دي: له طالبانو سره د جنرال میلر او زما له څو غونډو وروسته، موږ توافق وکړ چې د متحدو ایالتونو- طالبانو توافقنامې د ټولو برخو او د ټولو شویو ژمنو پلي کولو سره جدي مطابقت لپاره، اقدامات بیا سم کړو.
د ښاغلي خلیلزاد په وینا؛ د نویو ترتیباتو پلي کېدل به د امریکا له خوا په فعاله توګه وڅارل شي.
هغه وویل: دا د عملیاتو د شمېر د کمولو مانا ورکوي. اوسمهال خورا ډېر افغانان  مري.‌ له بیا- سمون سره، موږ تمه لرو چې په دغه شمېر کې د پام وړ کمښت راشي.
ناټو پر داسې مهال پر طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی دی چې په وروستیو کې      په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی. هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د چارواکو په وینا طالبانو د افغان سرتېرو پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.         د بهرنیو مرستندویو ادارو په وینا؛ تر دا مهاله زرګونه کورنۍ د هلمند د جګړې له امله بېځایه شوې او د ژوندانه لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی کم شوی دی. 
پاى \ ذ
 

Last modified on Friday, 16 October 2020 14:11

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.