25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ دلړم ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد...

 يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۷- کابل / د لړم ۳مه / باختر يو دېرش...

 پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

۳۶- کابل / د لړم ۳مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بلوچستان کې ۱۴ پاکستاني عسکر وژل شوي دي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

وي او اې / د تلې٢٥مه / باختر
د پاکستان پوځ ویلي دي چې د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید کې ۱۴ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.  
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې (ISPR) د اکټوبر پر ۱۵مه په اعلامیې کې ویلي دي چې تر دغه برید وروسته امنیتي سرتېرو سیمه محاصره کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د پاکستاني سرتېرو په ډزو کې ګڼ شمېر وسله وال هم وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې یادو سرتېرو پرون له ګوادر څخه کراچۍ ته د تېلو او  ګازو موټرو د انتقال امنیت نیولی و چې د درندو او سپکو وسلو برید پرې وشو.
پوځي ادارې ویلي دي چې دا بریدونه په بلوچستان کې د سولې او قتصادي ثبات زیانمنېدو په موخه ترسره کېږي چې په وینا هېڅ کله به اجازه ورنه کړ شي.
د دغه برید مسوولیت د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو د وسله والو تنظیمونو اتحاد منلی دی.
پاى \ ذ

 

Last modified on Friday, 16 October 2020 14:11

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.