22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

 په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

 جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

یوناما: تاوتریخوالی په دوحه کې روانو خبرو ته زیان رسوي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

وي او اې / د تلې٢٥مه / باختر
د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په افغانستان کې له ښکیلو خواو په عاجله توګه د روان تاوتریخوالي د بندېدو او د سیاسي لارې روانې لانجې هوارولو   ته د پاملرنې د اړولو غوښتنه کړې ده.    
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتود مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې په دې اوونۍ کې په هلمند کې روانو جګړو زرګونو خلک خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ کړي دي.     
یوناما د لومړنیو معلوماتو پر اساس ویلي دي چې د هلمند په روانو جګړو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو دغې ادارې د ملکیانو             د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه دی څرګند کړی. 
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) پرون د هلمند د جګړو په اړه یوه تازه راپور کې ویلي وو چې د دغه ولایت په جګړو کې ۲۰۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
یوناما په اعلامیه کې ویلي دي: تاوتریخوالی یوازې د عامو افغانانو ستونزې او ناخوالې زیاتوي، پرمختګ هڅې د ګواښ سره مخ کوي او په دوحه کې د افغانستان د سولې تاریخي خبرو کې د ښکیلو خواوو ترمنځ د نږدېوالي هڅې ګواښوي.  
یوناما په دغه اعلامیه کې ویلي  دي چې د افغانستان جګړې بارملکي وګړي پر خپلو اوږو وړي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې شمېر په خپله د تاوتریخوالي زیاتوالی څرګندوي، چې تراوسه په روان ۲۰۲۰ م کال کې يې کچه ټیټه وه، خو په وروستیو اوونیو کې داسې ښکاري، چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په برخه کې د اندېښنې وړ په  شاتګ  د رامخې ته کېدو په حال کې دی. 
یوناما وايي چې په افغانستان کې په جګړو کې په دوامدار ډول ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي، خو ډېره مرګ ژوبله د هاوان او توپونو  او توغندیو د ګولیو او هم د لاسي بمونو د کارولو څخه هغوی ته رسېږي.
یوناما ویلي دي چې د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو باید ساتنه وشي.    
د یوناما اعلامیه وايي: د دې کار لپاره یوازځېنۍ لاره په افغانستان کې د تاوتریخوالي درول د  .
یوناما دا اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې ده چې پرون شپږمه ورځ وه چې د هلمند له مرکز لښکرګاه سره نږدې د طالبانو او افغان امیني ځواکونو ترمنځ جګړې روانې وي. 
وسله والو طالبانو شپږ ورځې وړاندې د هلمند پر مرکز باندې پراخه بریدونه وکړل، چې د جګړې په لومړیو ساعتونو کې یې د لښکرګاه د څلورمې حوزې په ګډون د نادعلي د ولسوالۍ ځينې سیمې هم ونیولې.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست جنرال اسدالله خالد پرون له لښکرګاه ښار څخه د لیدنې پر مهال خبریالانو ته ووی، چې ډېر ژر به له وسله والو طالبانو څخه نیول شوې سمیې بېرته ونیسي.
پاى \ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.