13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فراه کې دوه ملکيان ووژل

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر وسله والو طالبانو پرون په...

په پکتيا کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه...

لسګونه ځوانان د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر لسګونه ځوانان د افسر په توګه د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دامريکا دبهرنيوچارو وزارت ته دجان کري معرفي کيدل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

واشنګتن باختر دمرغومي دويمه

  دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما سناتور جان کري ددغه هيواد دبهرنيو چارو وزارت ته معرفي کړى دى .

 اوباما په سپينه ماڼۍ ديو لړ مراسمو په ترڅ کې  دامريکا دبهرنيو چارو اته شپيتم وزير په توګه معرفي کړ .

 سناتور جان کري اوس دامريکا دسنا مجلس دبهرنيو اړيکو دکميټي مشتروب په غاړه لري او دامريکا په بهرني سياست کې پيژندل شوي  څيره ده

 سناتور جان کري نهه شپيته کلن دي او لومړني نوى غړى دى چې دلړم په مياشت کې دامريکا دجمهور رييس په توګه داوباما له بيا ټاکنې وروسته دده دحکومت کابينې ته لاره مومي .

  ختم_ ج _ اکرم

په شمالي وزيرستان دبې پيلوټه امريکايي الوتکي دبريد له امله څلور تنه ياغي طالبان و وژل شول .

٤ - پيښور باختر دمرغومي دويمه

  دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمي دبې پيلوټه امريکايي الوتکي دبريد له امله څه ناڅه څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .

 دغه بريد پرون له غرمې وروسته وشو او دامير علي په سيمه کې دطالبانو داستوګنې په يو کور دوه توغندي وتوغول شول چې دلګيدو له امله يې داستوګنې دغه کور په بشپړه توګه ويجاړ شواو څلور تنه طالبان و وژل شول .

 دوژل شويو هويت  نه دى معلوم شوي خو په ځينو خبرونوکې ويل شوي دي چې يو شمير بهرني اتباع په وژل شويو کسانو کې شامل دي خو تراوسه پوري دهغوى مليت نه دى مشخص شوي . 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.