25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل/ د لړم ٤مه/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

د القاعده شبکې دويم  نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

د القاعده شبکې دويم نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

غزني/ د لړم ٤مه/ باختر د غزني د ملي امنيت رياست...

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

کابل / د لړم ۴ مه / باختر د ننګرهار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په مصرکې خونړۍ نښتې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قاهره \ بي بي سي  \ باختر  د چنګاښ ٨ :
دمصر دجمهور رييس محمدمرسي دمخالفينو  او ملاتړو پرونۍ غونډې له خونړيو نښتو سره جوختې وې.
رسنيو دڅه دپاسه  دريو تنو د وژل  کيدو خبر ورکړ چې يو يې امريکايي عکاس و.
دمصرملي ټلويزيون د يوه امريکايي عکاس د وژل کيدو خبر په داسې حال کې مخابره کړ چې په دې اړوند نور رپوټونه ضد اوتقض  بريښي.
په داسې حال کې  چې ځينو رپوټونو دده مړينه دچړې دګوزار زيږنده وبلله، خو نورو رپوټونو د ده دمړينې علت ډزې بللې دي.
له دې سره جوخت دامريکا دبهرنيو چارو وزارت مقاماتو اعلام کړى دى چې په دې اړوند دتحقيق په حال کې دي  .
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت مقاماتو ددغه هيواد له اتباعو څخه غوښتي دي چې مصر ته له غير ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي.
په نورو رپوټونوکې دمصر په شمالي سيموکې د اوو تنو دمړينې خبر ورکړ.
دمحمدمرسي په زرګونو تنو ملاتړو پرون د جمعې د لمانځه له اداکولو وروسته دپايتخت دجامع جومات په وړاندې خپل لاريون پيل کړ.
پرونى اعتراضونه په داسې حال  کې پيل شول چې دمرسي مخالفينو اعلام کړى دى چې غواړي د راتلوونکي يکشنبې په ورځ په پراخو مظاهرو لاس پورې کړي.
دمصر په دويم سترښار سکندريه کې د بي بي سي خبري شبکې په دغه ښارکې د نښتو په بهيرکې د څه ناڅه سلو تنو دټپي کيدو خبر ورکړ .
د تيرو دوو ورځو د نښتو په بهيرکې دڅلور تنو له وژل کيدو اودسلګونو تنو نورو له ټپي کيدو وروسته دمصر د الازهر ټولنې په دغه هيوادکې دکورنيوجګړو درامنځته کيدو خبردارى ورکړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې دمرسي ملاتړي عقيده لري  چې اوسنۍ ستونزې دمصر دپخوانى جمهور رييس حسنى مبارک دحکومت په دوران پورې اړه پيداکوي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.