18 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي دفاع وزارت اعلاميه

د ملي دفاع وزارت اعلاميه

کابل/ د سلواغې٢٨مه/ باختر د هوايي قواوو د يوه پوځي هليکوپټر...

د تشبث تعليمي او تربيتي موسسه له پوهنې وزارت سره همکاري کوي

د تشبث تعليمي او تربيتي موسسه له پوهنې وزارت سره همکاري کوي

کابل/ د سلواغې٢٨مه/ باختر د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ميرويس...

په کاپيسا کې يو تن له يو کلاشينکوف سره ونيول شو

په کاپيسا کې يو تن له يو کلاشينکوف سره ونيول شو

کابل/ د سلواغې٢٨مه/ باختر پوليسو نن يو کس په کاپيسا کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تونس دولت انصار شريعت يو تروريستي ډله اعلام کړه.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

تونس \ بي بي سي \باختر دورږې دمياشتې ٦
دتونس صدراعظم علي عريض اعلام کړى دى چې د انصار دشريعت غورځنګ يوه تروريستي ډله او د دغه هيواد د دووتنو سيکولارسياست والودوژنې مسوول بولي.
دتونس صدراعظم دغه راز خبر دارى ورکړى دى  چې د دغې ډلې غړي به ترقانوني څارنې لاندې  ونيسي.
دهمدې خبرله مخې :  انصار شريعت په سلفي تمايلاتو سره يوه تند لاره  ډله  بلل کيږي چې په تونس کې د ٢٠١١ ميلادي کال دانقلاب له وخته يې خپل فعاليت پيل کړى دى .
دغه  ډله  غواړي  چې د تونس په ټولو سيمو کې داسلامي شريعت قوانين عملي شي.
دتونس د صدراعظم دڅرګندونو له مخې :  د ترلاسه شويو مدارکو پربنسټ انصار شريعت د تونس د دوو سيکولارو سياست والو محمدبراهيمي او شکرې بلعيد په وژنه کې  لاس لري.
علي عريض ټينګار کړى دى چې انصار شريعت په القاعده پورې اړوند ديوې وسله والې جهادي ډلې ملاتړ کوي.
دانصار شريعت مشر ابوعياض دامريکا په سفارت د بريد په جرم د ده د نيول کيدو حکم له صادريدو وروسته  پټ شوى دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.