ښايي يوه ښځه د ايران دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي منشي شي.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

تهران \ دروسې غږ \ باختر دورږي دمياشتې ٦
د ايران د بهرنيو چارو وزارت رسمي استازې عباس عراقچې پرون  د دغه  هيواد
د ملي راډيو ټلويزيون ادارې ته   وويل  ، چې ايران د دغه هيواد د بهرنيو  چارو وزارت د مطبوعاتي منشي په توګه ديوې ښځې دانتصاب امکان څيړي.
د ده  دڅرګندونو له مخې :   موږ په اوس وخت کې دغه مسله  څيړو او ښايي دايران دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي منشي يوه  ښځه وي.
عراقچي ټينګار وکړ چې ښځې همد اوس د ايران دبهرنيو چارو په وزارت کې داداري  ماهرانو او کارپوهانو په توګه کار کوي.
د ايران دبهرنيو چارو وزارت داستازو  او سفيرانو  په توګه دښځو په انتصاب پورې اړوند دغه شان بدلونونه  په ١٩٧٩ کال کې په ايران کې له اسلامي انقلاب وروسته دلومړي ځل لپاره  تر سترګو کيږي.

back to top