څلور تنه ياغيان له پاکستان سره د ايران په پوله کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

تهران باختر د لړم دمياشتي اتمه :
د ايرن امنيتي ځواکونو له يوې ياغي ډلې سره په نوې نښته کې څلور تنه ياغيان وژلي دي.
  دايران دسرحدي ځواکونو قوماندان جنرال حسين ذوالفقاري دفارس خبري آژانس ته ويلي دي: دغه څلورتنه چې د جيش العدل غړي وو؛ له سرحدي ځواکونوسره په نښته کې وژل شوي دي.
دخبرونو له مخې: دغه نښته له پاکستان سره د ايران د جنوب ختيځ پولې ته څېرمه د ميرجاوي په ښارګوټي کې رامنځته شوه.
جيش العدل يوه ياغې ډله ده چې تېرکال جوړه شوه او مانايې سپاه عدالت دى.
د تيرې اوونۍ په بريدکې دايران څوارلس تنه سرحدي ساتوونکي ووژل شول او د ايران دولت دهغه په ځواب کې د دغې ډلې شپاړلس تنه بنديان اعدام کړل.

back to top