07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځلس طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د وري ١٩مه / باختر پنځلس وسله وال طالبان...

د طالبانو پنځه مهم قوماندانان په بغلان کې ووژل شول

کابل / د وري ١٩مه / باختر د وسله والو طالبانو...

څلور وسله وال غله په پروان کې ونيول شول

کابل / د وري ١٩مه / باختر څلور وسله وال غله...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

بشارالاسد د سوريې د صدراعظم مرستيال له دندې ګوښه کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

دمشق باختر د لړم دمياشتي اتمه :
د سوريې جمهور رييس بشارالاسد ددغه هيواد دصدراعظم مرستيال قدري جميل له دندې ګوښه کړى دى .
دسوريې دولتي رسنيوخبر ورکړ: قدري جميل له هغه وروسته چې له اجازې پرته له سوريې څخه ووت او په ژينوکې له امريکايي مقاماتو سره وکتل؛ دبشارالاسد له خوا له خپل مقام څخه ګوښه کړى شو .
ويل کيږي قدري جميل د تيرې شنبې په ورځ له اجازې پرته په سوريې کې د امريکا له نوى سفير رابرت فورد سره وکتلې او خبرې يې ورسره وکړې.
  قدري جميل په سوريې کې د مخالفوګوندونو سياستوال دى چې د سوريې د دولت او بشارالاسد پرخلاف د بلوا سره له يوځاى کيدو څخه يې  ډډه کړې ده .
ده دتلې په مياشت کې د ګارډين له ورځپاڼې سره په خبروکې له وسله والو مخالفينوسره په جګړې کې د اوربند په ټينګښت کې د سوريې د دولت د تياريو يادونه وکړه .
قدري جميل د سوريې د بعث ګوند په تشکيلاتو پورې مربوط نه دى چې تيرکال ددغه هيواد دنوى اساسي قانون له تصويب وروسته حکومت ته لاره ومونده .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.