13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فراه کې دوه ملکيان ووژل

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر وسله والو طالبانو پرون په...

په پکتيا کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه...

لسګونه ځوانان د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر لسګونه ځوانان د افسر په توګه د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپاکستاني طالبانو دتحريک دنوي مشر نوم به په دوو ورځو کې اعلام شي.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پيښور \ دى نيوز انترنشنل \ باختر دلړم دمياشتې ١١
دپاکستاني طالبانو دتحريک ډله ښايي د راتلوونکو دوو ورځو په ترڅ کې خپل نوى  مشر اعلام کړي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  پاکستاني طالبانو دتحريک مشر حکيم الله مسعود پرون په شمالي وزيرستان کې دامريکايي بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې ووژل شو .
دپاکستان دخبرځايونو دخبرله مخې :   دپاکستاني طالبانو دمرکزي شورا غونډه
يا مرکزي مشورتي کميټه به  ددغې ډلې نوي مشر انتخاب کړي .
عمر خالد مولانا فضل الله او خان سعيد په پام کې دي چې ددغې ډلې دمشر په توګه وټاکل شي  .
په مهمندو ايجنسي کې  دپاکستاني طالبانو دتحريک امير عمر خالد ،له ملکندسيمي څخه ملا فضل الله  او دجنوبي وزيرستان  دطالبانو دتحريک 
مشرخان سعيد دي په نومونو دي .
دپاکستان حکومت تراوسه پورې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر حيکم الله مسعود وژل کيدل نه دي تاييد کړي او د ده له وژل کيدو وروسته شمالي وزيرستان ته دپاکستان دحکومت ديو هيت سفر ځنډول شوى دى .
دپاکستان د دي نيوز انترنشنل ورځپاڼې دخبرله مخې  :  دغه هيت دسولې دخبرو دترسره کولو لپاره شمالي وزيرستان ته سفر  کاوه.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.