13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فراه کې دوه ملکيان ووژل

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر وسله والو طالبانو پرون په...

په پکتيا کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه...

لسګونه ځوانان د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر لسګونه ځوانان د افسر په توګه د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپاکستان په کراچۍ ښارکې ځانمرګى بريد.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کراچۍ جيونيوز – باختر دمرغومي دمياشتې ٢١
دپاکستان په کراچۍ ښارکې دځانمرګي بريد له امله  د دغه  ښار دپوليسو يو جګپوړى  افسر چوهدري اسلم  وژل  شوى دى .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
دغه  بريد  په يو موټر کې د ايښودل شويو بمونو په  واسط ترسره شوى دى  چې له امله يې څو تنه ټپيان شوي  هم دي .
په دې  سوزوکي  ډوله موټر کې څه ناڅه دوه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکې ځاى پرځاى شوي و .
د وروستي  رارسيدلې خبرله مخې ،  په دې اړوند ځانمرګى يرغلګردنعيم الله په نامه پيژندل شوى دى چې دوه ويشت کلن دى او د کراچۍ ښار دبنارس د کوڅى اوسيدونکى دى .
دغه يرغلګر  د ډيورند له کرښې اخوا دقبايلي سيمو له ياغيانو سره اړيکي لرلې او يو ورور يې له  جرمونو سره د مبارزې دپوليسو له  خوا دجرم دترسره کولو په ګومان ونيول شو او وروسته   آزاد کړاى شو.
پوليسو د پيښې  په اړوند دوه تنه  مشکوک کسان دځانمرګې يرغلګر داستوګنې په سيمه کې نيولي  دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.