په عراق کې د هاوان ماين دلګيدو له امله شپږ تنه ووژل شول.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

بغداد- نيويارک ټايمز – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
دعراق دبعقوبه  ښارته څيرمه د شيعه يانو په يو کلي د هاوان د دريو  ماينونو دلګيدو له امله شپږ  تنه ووژل شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې :   پنځه تنه قربانيان د يوې کورنۍ غړې و  چې يوه ښځه او يو ماشوم هم پکې شامل دي .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې :   ښايي ديرغلګرو هدف دپوليسو يو مرکزو .
سني ياغيان زياتره په امنيتي ځواکونو ، شيعه ملکي وګړي  او سني مليشې چې
له القاعده سره دمبارزې په لاره کې له حکومت سره همکاري کوي ، بريدونه کوي.
په عراق کې تاوتريخوالى  په ٢٠١٣ کال کې زيات شو او دتيرو پنځوکلونو په شان لوړې کچې ته رسيدلى دى .
د ملګرو ملتو دسازمان د شميرنو له مخې   په تير ميلادي کال کې په  عراق کې نهه زره تنه  وژل شوى دي چې زياتره يې ملکي وګړي  و و.

back to top