دنهو تنو افغانانو دسپرلۍ موټر چلوونکې په آلمان کې ونيول شو.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

برلين – دويچه وله – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
د آلمان پوليسو يو اروپايي موټر چلوونکې چې له سند پرته يې نهه تنه افغانان په ناقانونه  ډول په خپل موټر کې ليږدول ، نيولى دى .
د آلمان  پوليسو يوکوچنۍ بار وړونکې موټر ددغه هيواد په مونشن  ښار کې ودراوه چې له چلوونکي سربيره نهه تنه نورې سپرلۍ يې لرلې چې له چلوونکي پرته هيچا دپيژندلو سند يامدرک نه لاره.
ددغه موټر افغان سپرلۍ ، دوه تنه ځوان نارينه سړي،   څلور تنه تنکي ځوانان او درې تنه ماشومان وو .
اوس دغه ٤٣ کلن موټر چلوونکى  چې دهنګري اوسيدونکى دى په  جيل کې شپې
سبا   کوي  او د  فدرال   آلمان  پوليس دى په  آلمان کې د  انسان د  قاچاقو په تور تر پوښتنې لاندې نيسي .
ده په خپله ويلي دي اصلانه   پوهيده چې دغه کسان په   ناقانونه   توګه    آلمان ته ليږدوي .
افغان نارينه او تنکيو ځوانانو ويلي دي چې  آلمان ته تر رسيدو پورې يو شمير قاچاق وړونکو ته سپارل شوي دي  او په مجموعي ډول هر يوه دبلغاريا ، صربستان او هنګري په لاره کې له دريو څخه تر شپږو زرو ډالرو پورې ورکړي دي .
نيول شوي افغانان په مونشن کې د مهاجرينو لپاره يوه ځانګړې ځاى ته ليږدول  شوي دي  او د تيټ عمر لرونکي کسان يې دځوانانو دفتر ته سپارل شوي دي .
په آلمان کې دمهاجرينو شمير په تيره بيا  له ٢٠١٢ کال وروسته زيات شوى دى .
په ٢٠١٢ ميلادي کال کې دمهاجرينو شمير د ٢٠١١ کال په پرتله په سلو کې ديارلس زيات وو.

back to top