يوه مسلمانه ميرمن دآلمان دبهرنيو چارو وزارت ويانده شوه

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

برلين \ پرس ټي وي \ باختردسلواغې دمياشتې ٦ :
دآلمان په تاريخ کې دلومړي ځل لپاره  دفلسطيني کورنۍ  يوه مسلمانه ميرمن
دآلمان دبهرنيو چارو وزارت د يوې وياندې په توګه انتخاب او معرفي شوې ده.
ميرمن سواسون شبلي  ٣٥ کلنه ده  چې تراوسه پورې يې  دبرلين په ايالتي   حکومت کې  دپيوستون دچارو  دسلاکارې په توګه فعاليت کاوه  چې  له دې وروسته به  د آلمان دبهرنيو چارو  وزارت ديوې  وياندې په توګه ددغه هيواد ددييلوماسۍ په ډگر  کې شتون  ولري.
دغې  وياندې  د آلمان له رسنيو سره په خپلو زياترو مرکو کې ديد  اومذهبي فعاليتونه دځان  د آرامۍ موجب بللي دي  او يادونه يې کړې ده چې داسلام  مبين دين  دې  ته  ژوند ډير   راحت کړى دى .
د آلمان دبهرنيو چارو  وزارت دغې وياندې  خپل  يوه اصلي پروګرام  دبرلين په ايالتي  حکومت کې دفعاليت په دوام  او په آلمان کې  دمسلمانو حجاب لرونکو ښځو پرخلاف د توپير له عملونو سره مبارزه  وبلله   او ويې ويل  :  که څه هم  زه
پوړنى نه لرم خو دپوړني  د کارولو لپاره  مسلمانو ښځو ته د يو ديني مکلفيت په توګه درناوى کوم .
دا په داسې  حال کې ده  چې آلمانۍ  ورځپاڼو  په  وروستيو ورځو کې  يوې ايرانۍ  ښځې  دسوسيال دموکرات  ګوند  دمنشۍ په توګه د دغه هيواد د ډير ستر  پخواني  ګوند  د انتخاب خبر  ورکړى دى.

back to top