17 May 2012

RSS Facebook

پاکستان له انترپول څخه غواړي چې پرويز مشرف ونيسي

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

اسلام اباد\ ډي ډان \ دکب دمياشتې ٣ :

دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمن ملک وايي : اسلام اباد به له انترپول يا له نړيوالو پوليسو څخه وغواړي چې  ددغه هيواد  پخواني جمهوررييس پرويز مشرف دپاکستان دپخواني صدراعظمې بي نظير بوټو دترور په اړوند ونيسي .

دباختر اطلاعاتي اژانس دپاکستان دډي ډان ورځپاڼې دانترنتي سايت له خولې خبر راکړ رحمن ملک دغه راز ويلي دي  چې دسند ايالت پخواني وزيراعلي  ډاکتر ارباب غلام رحيم په دې اړوند دڅرگندونو په باره کې چې  په  ٢٠٠٧ ميلادي کال کې دميرمن بوټو دستنيدو په درشل کې  کله  چې پاکستان ته ستنه شوه  هم ترپوښتنې لاندې ونيول شي .

رحمن ملک دغه راز پرون  په کراچي ښار کې دسندايالت اسامبلي ته دوينا په وخت کې په پرويز مشرف تور ولګاوه  چې ولي يي دبينظير بوټو دسر دساتنې لپاره  لازم امنيتي تدبيرونه ،  نه  و نيولي .

 بينظير بوټو د ٢٠٠٧ ميلادي کال په دسمبر کې  اسلام اباد ته څيرمه تروره شوه.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.