اسلام اباد\ ډي ډان \ باختردکب دمياشتې ٣ :
دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې حنارباني کهر پرون له واشنګتن څخه وغوښتل چې له پاکستان سره دې شفافي او رڼي اړيکې ولري.
دى دغه موضوع په لندن کې دامريکا دبهرنيو چارو له وزيرې سره دکتنې په درشل کې په ډاګه کړه .
درباني کهردڅرگندونو له مخې دا به سبا دپنجشنبې په ورځ دامريکا دبهرنيو چارو له وزيرې هيلري کلنتن سره وګوري .
ټاکل شوې ده ددواړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانې په لندن کې دسوماليا په باب په نړيوال کنفرانس کې گډون وکړي.
دامريکا اوپاکستان ترمنځ اړيکې دخيبر _ پښتونخوا ايالت په مومندو ايجسني کې دپاکستاني پوځيانو په يوې پوستي دناټو دځواکونو له هوايي بريد وروسته چې څلرويشت تنه پوځيان په کې ووژل شوي، ترينګلي شوي .
دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې له خپل بريټانوي سيال ويليم هيګ سره له خبرو وروسته خبريالانو ته وويل چې دسوماليا په باب دلندن دکنفرانس ترڅنګ دامريکا دبهرنيو چارو له وزيرې سره کتنه به يو ښه پرمختګ وي .
دواشنګتن اواسلام اباد ترمنځ اړيکې چې پخوا هم خړې پړې وي دروان کال دلړم په مياشت کې له دغه بريد وروسته لازياتي ترينګلي شوي .
دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې وويل چې ددغه هيواد پارلمان داسلام اباد او واشنګتن ترمنځ داړيکو څرنګوالې څيړي .
حنارباني زياته کړه ناټو او امريکا له هغې سري کرښې څخه چې پاکستان له هغو سره په خپلو اړيکو کې پيداکړې وه ، څوځلې تيرشوي دي.

