05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پاکستان د کراچۍ ښار په هوايي ډګر بيا بريد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کراچۍ دى دان- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٠
د پاکستان د کراچۍ ښار په هوايي ډګر د دغه هيواد د طالبانو له خونړى بريد څخه يواځې د دوو ورځو له تيريدو وروسته نن هم د دغه هوايي ډګر د امنيتي ځواکونو دويم لمبر مقر د سختو نښتو او ډزو ډګر و.
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې د انټرنټي سايټ له خولې خبر راکړ چې په ډزو سربيره په هوايي ډګرکې د څو چاودنوغږونه هم اوريدل شوي دي چې د هوايي ډګر د شاوخوا سيمو د اوسيدونکو د وحشت سبب شوى دى.
دکراچۍ د هوايي ډګر د امنيتي ځواکونوکمپ دغه ډګر ته څېرمه د پهلوان ګوټ په بيتا آباد ناحيه کې دى.
د لومړنيو را رسيدلو خبرونو له مخې: له څلورو څخه تر اووه تنو پورې يرغلګر د کمپ انګړ ته ننوتي دي او نښتو ته يې دوام ورکړى دى چې تراوسه پورې د دغه بريد له امله د سر د احتمالي زيان په باب خبرنه دى خپور شوى.
د پاکستاني طالبانو د مومندو ايجنسۍ د جناح د تحريک د ډلې له غړوڅخه په عمر خراساني پورې اړوند د ټويټر د ټولنيزې شبکې په يوه پيغام کې اعلام شوى دى چې د طالبانو دغې ډلې د کراچۍ په هوايي ډګر دويم بريد ترسره کړى دى.
دغه راز په را رسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي: ځينې بهرني الوتنې چې د کراچۍ په نيت ترسره کيدې؛ له دې جملې څخه دکراچۍ ښارته د دوبى روانه الوتکه بېرته د دوبى هوايي ډګر ته ستنه شوې ده او له ملتان څخه کراچۍ ته يوه روانه الوتکه هم بېرته ستنول شوې ده او د کراچۍ هوايي ډګر ته غځيدلي واټونه تړل شوي دي.
دکراچۍ په هوايي ډګر د تيرې يکشنبې د شپې په تروريستي بريدکې څه ناڅه ٣٠ تنه ووژل شول.
پاکستاني طالبانو په دغه هوايي ډګر د تيرې يکشنبې شپې د بريد مسووليت په غاړه واخيست.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.