06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سوريې جمهور رييس عمومي بخښنه اعلام کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

دمشق- دى دان- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٠
د سوريې دولتي ټلويزيوني شبکې پرون اعلام وکړ چې د دغه هيواد جمهور رييس بشاراسد هغه ټول کسان يې په عمومي بخښنه کې شامل کړي دي چې تر اوسه پورې يې په جرمونو لاس پورې کړى دى .
له دمشق څخه د فرانسې د خبري آژانس دخبرله مخې: د سوريې د دولتي ټلويزيوني شبکې د دغه هيواد د عدليې د وزير ناجم الا حمد له خولې اعلام وکړ چې ددې ټولنيزې بخښې په چوکاټ کې د جمهوري رياست دغه فرمان په څو پوځي برياليتوبونو له لاسبري سره جوخت او له سوله ييز ګډ ژوندانه په مقصد او ملي سمون ته د رسيدو لپاره د غوښتن ليکونه له مخې صادر شوى دى .
د سوريې دولتي ټلويزيوني شبکې په دې باب زيات جزييات اعلام نه کړل.
بشار اسد د سوريې د جمهوري رياست په انتخاباتوکې چې د روان کال د غبرګولي د مياشتې په ١٣مه نيټه ترسره شول؛ د غوڅ اکثريت په ترلاسه کولو سره د يوې بلې اووه کلنې دورې لپاره ددغه هيواد د جمهور رييس په توګه انتخاب شو .
عمومي بخښنه د سوريې د جمهور رييس په توګه د بشاراسد له بيا انتخاب څخه ٥ ورځې وروسته اعلام شوه چې دغو انتخاباتو د سوريې د حکومت د اپوزيسيون او د لويديځ په سلوکې نوي انتقادونه له ځان سره لرل چې انتخابات يې يوه خندونکې ننداره وبلله.
په بخښنه کې هغه افراد شامليږي چې د تروريزم ضد تر قانون لاندې تورن دي.
دغه قانون په ٢٠١٢ م کال کې نافذ شو او د دغه هيواد په جيلونوکې د وسله والو او نا وسله والو په ګډون د سوريې د رژيم د مخالفينو په زرګونو تنو بنديانو باندې ورڅخه استفاده کيږي.
په همدې حال کې د سوريې د ياغيانو کليدي ملاتړي، د قطر صدراعظم د ملګرو ملتو له سازمان څخه وغوښتل چې اوربند نافذ او په سوريه کې دې نښتې پاى ته ورسوي.
دغه راز د ايران جمهور رييس حسن روحاني ترکيې ته په سفرکې له دغه هيواد سره په همکارۍ او له بنسټ پالنې سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
ترکيه د سوريې دحکومت د مخالفينو له ملاتړو څخه ده. دا لومړى ځل نه دى چې د سوريې حکومت عمومي بخښنه اعلاموي. نږدې سل زره تنه په سوريه کې په هغه پاڅون پورې د اړوندو فعاليتونو په ارتباط چې د ٢٠١١ م کال د مارچ په مياشت کې پيل شو؛ په بندکې شپې سبا کوي.
د بشرد حقوقو ډلو د سوريې د جيلونو او بنديانو شرايط چې ځورونه او خوار ځواکۍ پکې شته؛ خراب بللي دي .
د سوريې د بشر د حقوقو مدافع وويل چې نږدې ١٨ زره تنه بنديان بيدرکه دي .
په سوريه کې نا آرامۍ لومړۍ په اعتراضونو سره پيل شوې او وروسته د کورنى جګړې سبب شوې چې له امله يې څه د پاسه ١٧٠ زره تنه ووژل شول او په مليونونو تنه نور د دغه هيواد په دننه او بهرکې کډوال شول.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.