19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په شمالي وزيرستان کې په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ١٨ تنه ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پيښور- دى دان-دچنګاښ دمياشتې ٢٣
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمو کې دپاکستاني پوځيانو په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې دبهرنيو اتباعو په ګډون ١٨ تنه مليشه طالبان ووژل شول او د دوى پټنځايونه ويجاړ شول.
باختر آژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: دغه بريدونه دشمالي وزيرستان مرکز ميرامشا په ختيځ د موساکي په ناحيه او د ميرامشا په لويديځ خارکمرکې شوي دي .
د شمالي وزيرستان دسيمه ييزې ادارې يوه خبرځاى تاييدکړه چې دغو بريدونو مليشه طالبانو ته د سر زيان اړولى دى .
په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو دعملياتو له پيل څخه تراوسه پورې څه دپاسه ٤٠٠ تنه مليشه طالبان او دپاکستان د اردو ٢٠ تنه عسکر وژل شوي دي.
دپاکستان جنګي جټ الوتکو پرون سهار په شمالي وزيرستان کې د مير علي تحصيل په ښارګوټي کې د طالبانو په پټنځايونو بريدونه وکړل چې له امله يې دسر په زيان سربېره د مليشه طالبانو يو شمېر پټنځايونه ويجاړ شول.
دپاکستان پوځي مامورينو ويلي دي چې په دغو بريدونوکې د ياغيانو پنځه مرکزونه ويجاړ شول.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.