19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بلوچستان کې يو زيارت په بم سره وچول شو.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کويته  باختر د وږي  څلورمه :
دپاکستان دبلوچستان ايالت په مستونګ ناحيه کې دشيخ تقي بابا په نامه ديومشهور صوفي په مقبرې   دبمي بريد له امله يوه ميرمن ووژل شوه .
  باختراژانس دپاکستان دډان ورځپاڼې  له خولې خبر راکړ، دغه مقبره  دمستونګ ناحيې په يوه تجارتي سيمه کې پرته ده چې دبم په چاودنه کې ټوله ويجاړه شوه .
دپوليسو  دڅرګندونو له مخې، دغه بم دشيخ تقي بابا د مقبرې په ننه کې ايښودل شوى و او دچاودنې له امله  په ټوله سيمه کې  ډاراو ويره خپره شوه .
تراوسه پورې  ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى . يوه لسيزه کيږي  چې په بلوچستان ايالت کې فرقه يي  وژنې او تاوتريخوالي دوام لري خو په دغه ايالت کې په دې وروستيو وختو کې په امنيتي ځواکونواو په حکومتي ودانيو بريدونو زور اخستى  دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.