09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بخښنې نړيوال سازمان په پاکستان کې د اعدام مجازات وغندل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسلام آباد \ دفردا راډيو \  باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
دبخښنې نړيوال سازمان پرون په پاکستان کې داعدام دمجازاتو دبيا پيلولو له امله خپله ژوره انديښنه څرګنده کړه او د طالبانو په وړاندې د ملکي وګړو د ملاتړ لپاره له دغې لارې څخه  استفاده يې  بې اغيزه وبلله .
دغه وينا له هغه وروسته صادره شوه چې د پاکستان حکومت اعلام وکړچې  غواړي  ٥٠٠ تنه چې د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو تور پرې لګول شوى دى او بنديان دي؛ په راتلوونکو دوو  اوونيوکې اعدام کړي .
پاکستان په پيښور ښارکې د پوځيانو تر ادارې لاندې په يوه ښوونځي د طالبانو له بريد وروسته چې څه دپاسه ١٤٠ تنه پکې  ووژل شول؛ د اعدام د مجازاتو اجرا کول له سره پيل کړل او د جمعې له ورځې څخه يې تراوسه پورې  شپږتنه  اسلامپالې مليشې اعدام کړي دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.